ژباړه: حسیب نورمل
انسان یو ټولنیز موجود دی، څنګه چې اوبو، هوا او غذا ته اړتیا لري، دغسې داسې کسانو ته هم اړتیا لري چې ناسته ولاړه، خبرې او د زړه خواله ورسره وکړي، پخوا هم دا ثابته شوې ده چې یوازیتوب او له خلکو لرېوالی انسان له ګڼو رواني ستونزو او ناروغیو سره مخ کوي.
اوس تازه څېړونو هم چې د اتریش په «وین» پوهنتون کې ترسره شوې دا یې ثابته کړې ده چې اته ساعته یوازیتوب د اته ساعتونو لوږې په اندازه بد او مضره دی، څنګه چې لوږه د انسان انرژي کموي او خستهګي یې زیاتوي دغسې یوازیتوب هم انسان څخه انرژي اخلي او د ستړیا او خستهګۍ سبب یې کیږي.
انا استیوویچ او پل فوربس چې د وین پوهنتون د ارواپوهنې استادان دي وايي، چې د لوږې او یوازیتوب پایله یوه ده چې دواړه د انسان د بې سېکه او خسته کېدو سبب کیږي خو برعکس له خلکو سره ناسته ولاړه او له هغوی سره خبرې او د زړه خواله کول انسان ته مثبته انرژي ورکوي او د هیله مندۍ سبب یې کیږي، یاد استادان خلکو ته توصیه کوي چې په جدي توګه د له یوازیتوب څخه ځان وساتي څو په خپل ژوند کې پر انرژي او خوشاله وي.