د ابو او انرژۍ وزارت وايي، یو چینايي شرکت پر کونړ سیند د برېښنا د تولید درې ستر بندونه جوړوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن (یکشنبه، د زمري ۷مه ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یوه چینایي شرکت مسوولینو د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې په کونړ ولایت کې د برېښنا د تولید په دریو سترو بندونو باندې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د دغه چینایي شرکت له مسوولینو سره په کونړ کې د دریو سترو بندونو ( شال، ساګي او سرتاق) د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او خبرې وکړې.
د سرچینې په حواله، د یاد شرکت مسوولینو په نیږدې راتلونکي کې کې د دغو بندونو د عملي چارو د پيل خبر ورکړ او ویې ویل، “چمتو یو چې ډېر ژر له دغه وزارت سره د همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړو او په عملي توګه خپلې چارې پیل کړو.”
په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د برېښنا د تولید په بندونو کې د نوموړي شرکت د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او یادونه يې وکړه، چې د کونړ سیند په اوبو کې د برېښنا د تولید لپاره په کافي توګه وړتیا شته>
هغه زیاته کړه که چیرې په راتلونکي کې ټول دغه بندونه جوړ شي، افغانستان ان تر دې کولای شي چې ټولو ګاونډیو هېوادونو ته برېښنا صادره کړي.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ټینګار وکړ، غوره ده چې ددې بندونو عملي چارې ژر پیل شي.