# POHAWAI Media > د پېښو کره پوښښ او د ژوند د بېلابېلو اړخونو سپړنه ## Posts - [د باور پر بنسټ دوامداره ملګرتیا: د افغانستان او چین پیاوړې همکاري](https://pohawaimedia.com/?p=4885): لیکوال: همت بهار سریزه د هېوادونو ترمنځ اړیکې هغه مهال خپل اصلي ارزښت ښيي، کله چې یو هېواد له ستونزو سره مخ وي او بل یې لاسنیوی وکړي. افغانستان او چین، چې اړیکې یې د پېړیو تاریخي ژورتیا لري، په وروستیو کلونو کې یو ځل بیا د ازموینې له مهم پړاو څخه تېر شول. د افغانستان د سیاسي بدلونونو وروسته، چې هېواد له اقتصادي فشارونو او بشري بحران سره مخ شو، چین د هغو هېوادونو له ډلې و چې هڅه یې وکړه له افغانستان سره خپلې اړیکې وساتي او مرسته ورسره وکړي. دا حالت د دواړو هېوادونو اړیکو ته یو […] - [د اقلیمي بدلون جدي ګواښونه](https://pohawaimedia.com/?p=4882): لیکنه: ذبيح اللّٰه رحماني ما پۀ تېرو ورځو کې د افغانستان د اقلیم بدلون په اړه یوه پروپوزل ليکل، چې د ځینو موادو لپاره مې څېړنه کول؛ بدبختانه زموږ هېواد د اقلیم بدلون له پلوه ډېر زیانمن هېواد دی، ځکه افغانستان د طبیعي خطرونو لکه سېلابونو، وچکالیو، زلزلو او نورو پېښو له امله ډېر اغېزمن دی. دا خطرونه د اقلیم بدلون له امله نور هم زیاتېدونکي دي. پۀ وروستیو کلونو کې د اوبو د سرچینو کَمښت، د بارانونو غیرمُنظمې نمونې، او د سختو موسمونو زیاتوالی د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. «د کډوالۍ نړیوال سازمان د […] - [هېواد کې پرله‌پسې ورښتونه؛ د غزني په «خواجه‌ عمري» کې ذخیروي بند له اوبو ډک شو | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4879): د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې په غزني ولایت کې د «ده‌دولت» په نوم کوچنی ذخیروي بند د پرله‌پسې ورښتونو له امله له اوبو ډک شوی دی.  د یاد وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د دغه بند په ډکېدو سره به د چینو او ژوروڅاګانو اوبه تغذیه او په کرنیزو حاصلاتو کې د پام‌وړ زیاتوالی راشي. د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا بند پروسږ کال د «ډي آر سي» موسسې له لوري جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوی و.   تر دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې په هېواد کې […] - [د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۵۱ زره مټریک ټنه توکي انتقال شوي | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4875): د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس وایي چې تېره اوونۍ د وسپنې پټلۍ لارې ۱۵۱ زره ۷۵۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.  د حق‌شناس په اېکس لیکل شوي چې دا انتقالات د ۱۴۰۴ هـ.ش د کب له ۲۹ مې د ۱۴۰۵ هـ.ش د وري تر ۶ مې نیټې پورې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف – هرات له لارو شوي دي. سرچینې لیکلي: “چې د حیرتان بندر له لارې ۹۹ زره ۳۵۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۸ زره ۳۰۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۰ زره ۵۴۵ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۳ زره ۵۵۱ […] - [د وروستیو ورښتونو له امله ننګرهار کې «چکډېمونه» له اوبو ډک شوي | پوهاوی‌نیوز ](https://pohawaimedia.com/?p=4869): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې په هېواد کې د وروستیو پرله‌پسې ورښتونو له امله په ننګرهار ولایت کې څو اوبیز کوچني بندونه (چکډېمونه) له اوبو ډک شوي دي.  د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د وروستیو اورښتونو له کبله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په اوبیزو سرچینو کې د پام‌وړ زیاتوالی راغلی چې تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پیاوړتیا، د کرنې د غوره‌والي او د اقتصادي ودې لپاره ګټور بلل شوي دي. د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا کوچني بندونه په تېرو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو […] - [چاپېریال/ محیط زیست/ Environment](https://pohawaimedia.com/?p=4862): لیکنه: احمدزبیر عمري  –چاپېریال څه ته وايي؟ چاپېریال یوه عمومي اصطلاح ده، چې د هر هغه محیط او ماحوال لپاره کارول کېږي، چېرته چې ژوندي او غېر ژوندي موجودات شتون ولري او یاهم ژوند کوي. د ساینس له نظره وړاندې ګمان دا وه، چې چاپېریال درې اساسي برخې لري: ١- اتموسفیر(هوا) ٢- لېتوسفیر(ځمکه) ٣- هایدروسفیر(اوبه) خو د اوسني ساینس پوهانو له نظره چاپېریال د پورته یادو شویو دریو برخو سربېره یو بله برخه هم لري، چې په ټولیز ډول ویلی شو چې چاپیریال څلور برخې تشکیلوي. دوی د اتموسفیر(هوا)، لېتوسفیر(ځمکه) او هایدروسفیر(اوبه) سربېره، بایوسفیر هم د چاپېریال له اساسي اجزاوو […] - [بې مطالعې انسان ته په تمه دامونه](https://pohawaimedia.com/?p=4860): * د خلکو او ټولنې سره کمه اشنایي. * په ځان د باور نه شتون. * پرله پسې خبرې کول. * د لغاتو د ذخیرې کمښت. * په ډار او بې باورۍ سره ژوند کول. * د ذهنې وړتیا نه شتون. * د عقلي اړخه کمزوري. * په خبرو یې د باور نه شتون. * نه به پوهېږي، چې څه ډول د نورو خبرو ته غوږ ونیسي. * نه به شي کولی، چې رښتیا او دروغ مالوم کړي. * د خلکو ځانګړنې به نه شي درکولی. * نه به شي کولی چې یو څه په اسانه زده کړي. * د […] - [خوست کې د ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت څلور روغتیايي مرکزونه جوړ شوي | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4857): عامې روغتیا وزارت وایي چې په خوست ولایت کې ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت څلور روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.  د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې ياد روغتيايي مرکزونه د عامې روغتيا وزارت په هڅو او همغږۍ د IOM نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د خوست ولایت په څلورو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.  سرچینې لیکلي چې یاد مرکزونه د ټولو اړینو اسانتیاوو په لرلو سره د اسمعیل‌خېلو-مندوزیو ولسوالۍ د ورزې مدین، د تڼیو ولسوالۍ د باز مولا، د صبریو-یعقوبیو ولسوالۍ د ابادخانې او د ځاځي میدان […] - ["کابل ښار کې د ملي بسونو لپاره نوې لاره فعاله شوه" | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4854): د دولتي شرکتونو لوی ریاست خبر ورکړی چې په کابل ښار کې د ټرانسپورټي اسانتیاوو د لا ښه‌والي په موخه د ملي بسونو لپاره نوې لاره فعاله شوې ده.  د یاد شرکت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د ملي بس دولتي شرکت له لوري دا نوې لاره له چهلستون څخه تر سینمای پامیر پورې فعاله شوې، او د ښاریانو لپاره به اسانه، ارزانه او منظمې ټرانسپورټي چوپړتياوې برابرې شي. سرچینې لیکلي د دې نوې لارې په فعالېدلو سره به د ښار ګڼه ګوڼه کمه او د خلکو په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته شي. د دولتي شرکتونو لوی ریاست همداراز […] - [ګل غونډۍ او د ارغوان جشن (پسرلنۍ مېله)](https://pohawaimedia.com/?p=4849): لیکنه: محمدالله بریال افغانستان کې د هرکال په نوي کېدو او د پسرلي په پيلېدو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې بېلابېلې پسرلنۍ مېلې کېږي، چې د مشهورو مېلو له ډلې څخه یې یوه هم د ارغوان جشن یا د ګل غونډۍ مېله ده. دغه جشن یا مېله هر کال د پسرلي په پیل کې د پروان ولایت په ګل غونډۍ کې تر سره کېږي، چې ورته د هېواد له بېلابېلو سیمو خلک د نندارې او مېلو په پار ور ټولېږي. یاد جشن هر کال د پسرلي په پیل او په رسمي ډول بیا د ثور میاشتې په لومړۍ […] - [د ترانزيت او فرصتونو شريکولو په نوم لوړ پوړې انلاین غونډه وشوه](https://pohawaimedia.com/?p=4841): لیکنه: غاټول؛ د سي جي ټي ان پښتو خبریاله د چين د سي اېم جي او په افغانستان کې د چين سفارت په کوربتوب “پسرلني چين: د ترانزيت اتصال او فرصتونو شريکول، د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان او د افغانستان د پرمختيايي فرصت انلاین غونډه د مارچ په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه او د چين د ياد پلان د پيل په کال کې د سيمه ييزو همکاريو پر نویو فرصتونو تمرکز کړی دی. ګډونوال د تګلارو د نښلولو، د ترانزيتي لارو د ابادۍ، د صنايعو د ښه والي او د خلکو ترمنځ د دوستۍ د […] - [له افغانستان تر ایرانه؛ د امریکا د پوځي مداخلو وحشتناک او دردناک میراث](https://pohawaimedia.com/?p=4834): لیکنه: ولي الهام په داسې حال کې چې نړۍ د سولې، ثبات او نړیوالو قوانینو د درناوي ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري، خو بیا هم د زورواکو قدرتونو پوځي اقدامات د نړیوالو اندېښنو سبب ګرځېدلي دي. په دې وروستیو کې د امریکا له لوري د ایران پر ځینو ملکي او اقتصادي تاسیساتو، په ځانګړي ډول د نفتو د تولید پر مرکزونو بریدونه د نړیوال سیاست یو له هغو مسایلو څخه دي چې پراخ بحثونه یې راپورته کړي دي. دا تاسیسات یوازې اقتصادي بنسټونه نه دي، بلکې د میلیونونو خلکو د ژوند له امنیت، د چاپېریال له سلامتۍ […] - [هرمز تنګی ولې مهم دی؟](https://pohawaimedia.com/?p=4829): لیکنه: محمدالله بریال سریزه د نړۍ اقتصاد تر ډېره بریده پر انرژۍ ولاړ دی، او د انرژۍ تر ټولو مهمه سرچینه نفت بلل کېږي. د نفتو د تولید، لېږد او بازار ترمنځ اړیکې یوازې اقتصادي نه، بلکې ژور سیاسي او ستراتیژیک اړخونه هم لري. په همدې لړ کې ځینې جغرافیایي سیمې داسې دي چې د انرژۍ د نړۍوالو بازارونو لپاره حیاتي ارزښت لري. هرمز تنګی هم یو له همدغو سیمو څخه ده چې د منځني ختیځ د نفتو د صادراتو لپاره یو اساسي او حیاتي مسیر ګڼل کېږي. هرمز تنګی د فارس خلیج او عمان سمندر ترمنځ موقعیت لري او […] - [کیمیاگر ( فلسفي، عرفاني او ادبي څېړنه)](https://pohawaimedia.com/?p=4826): مرسل امیري ادب د انساني فکر، احساس او تجربې هنداره ده. ادبي مقالې د نثري ادب له مهمو او اغېزناکو ژانرونو څخه ده، چې د فکر، تحلیل او استدلال پر بنسټ ولاړ وي. دا ژانر لیکوال ته زمینه برابروي څو ادبي، ټولنیز، فرهنګي او فکري مسایل د علمي اصولو، منطقي تسلسل او ژور تامل له لارې وڅېړي. ادبي مقالې نه یوازې د ادبي ذوق د ودې وسیله ده، بلکې د ټولنې د فکري بهیر په بډاینه کې هم بنسټیز رول لري. ناول د ادبیاتو هغه ژانر دی چې د ژوند پېچلي واقعیتونه په کیسه ‌ییز او هنري بڼه وړاندې کوي. […] - [د پخلاینې او سولې رهبر؛ «نلسون ماندلا» څه وایي؟](https://pohawaimedia.com/?p=4818): – ازادي د لاسونو او پښو نه د زنځیرونو په خلاصولو کې نه ده، ازادي د نورو ازادۍ ته په درنه سترګه کتلو ته اړتیا لري. – بریا دا نه ده، چې هر وخت په ګونډو نه شو؛ بلکې په دې کې ده، چې له هر ځل لوېدو نه وروسته راپورته شوو. – دا اړینه نه ده، چې ښایسته دې وو؛ اړینه دا ده، چې مهم وو، که هغه د یوه کس له پاره هم وي. – د دوستۍ تلپاتې والی، په متقابل احترام پورې تړلی دی. – کوچنی عاشق شه؛ ځکه چې عشق د لویولو په چل پوهېږي. – […] - [د بدبينۍ فرهنګ | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌](https://pohawaimedia.com/?p=4816): په يوه حکايت کې راځي، چې يوه باچا په خپله ماڼۍ کې يوه لويه هېنداره لګولې وه. څوک به چې ماڼۍ ته راننوته، د هېندارې له مخې به تېرېده. يوه ورځ دوه کسه ماڼۍ ته راننوتل، لومړي کس ته په هېنداره کې خپل مخ کوږ او تندی تريو وبرېښېد، په هېنداره يې بد وويل او د باچا عيب يې بيان کړ. بل کس په هېنداره کې خپل مخ روښانه وليد، موسکا يې وکړه او ماڼۍ يې وستايله، چې داسې ښه هېنداره پکې لګېدلې ده. دا حکايت راته وايي، چې د چا يا څه شي په اړه زموږ قضاوتونه زموږ د […] - [د سوریالېزم اصول](https://pohawaimedia.com/?p=4813): سوریالېزم ته د لیونیو نړۍ وایي. چېرته چې خوب او ويښتیا له یو بل سر یوځای شوي دي، خیال او واقیعت له یو بل سره سوله کوي ترڅو متن تولید شي. سوریالیزم خپل اصول لري، چې د همغه اصولو په ړنا کې باید پرې کار وشي. د غه د لیونیو نړۍ یو څو ځانګړي اصول لري چې د هغو مراعاتول په ادبیاتو او داستان کښلو کې لازمي دي. د وهم، خیال او واقیعت یوځای والی. د خوب او ویښتیا یوځای والی او همدارنګه یو د بل ترڅنګ د تضادونو یوځای والی، د سوریالیزم د ځانګړنو څخه دي. د سوریالیزم یو […] - [د انتون چخوف غوره جملې](https://pohawaimedia.com/?p=4809): ژباړه: حامد بهیر انتون چخوف، روسي ډاکتر او لیکوال و. د ادبیاتو په تاریخ کې له لویو کیسه لیکوالو څخه ګڼل کېږي. چخوف په خپل (۴۵) کلن ژوند کې تر (۷۰۰) ډېرې کیسې لیکلې دي. هغه وايي چې: •د بشر تر ټولو خطرناک ډول هغه دی چې عقیده یې ډېره خو پوهه یې کمه وي. * همدا ژوند دي، چې یو ګل ته ورته دی، چې په شنه چمن کې خوشحاله ولاړ وي. یوه وزه راځي، هغه خوري او هر څه پای ته رسیږي. * تل دویمې تېروتنې ته پام کوه، لومړۍ د حق ده. * راځه ژوند وکړو؛ لمر […] - [تېرېدنه | محمد‌مصطفی سمون | پوهاوی‌ میډیا](https://pohawaimedia.com/?p=4801): زموږ ډېرې غوښتنې د ځاني غوښتنو په دایره راڅرخي، هېڅکله مو دې ته پام نه وي، چې په ځینو برخو کې له ځاني غوښتنو تېر شو او د نورو وګړو غوښتنو ته هم په درانه نظر وګورو، دا ځکه چې ټول انسانان يو ډول خویونه، عادتونه، غوښتنې او لیدلوری نه لري، بلکې توپیر لري. همدا غوښتنې د انسانانو سره د اړیکو په جوړولو او پرې کولو کې مهم رول لري. موږ تل په ډېریو مواردو کې ځان په حقه ګڼو او د نورو غوښتنو او لیدلوريو ته له هغه زاویې نه ګورو، لکه خپلو ته چې ګورو، د دې څو […] - [د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4798): د کندهار ولایت «سپین‌بولدک» ولسوالۍ ته غځېدلی دویم لین ۳۹٫۶ کیلومتره سړک د ۱٫۲۲ میلیارد افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.  د دغه ولایت مقام د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې چې په دې پروژه کې د یو پولچک، روډ مارکینګ او شولډر د رغونې چارې هم شاملې دي چې چارې به یې په راتلونکو ورځو کې به بشپړې شي. د سرچینې په وینا، ټاکل شوې چې په کندهار کې تر سپین‌بولدک ولسوالۍ پورې د پخواني لومړي لین سړک د بیاترمیم چارې هم په نږدې راتلونکو کلونو کې پیل شي. بلخوا د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د دې سړک […] - [سالنګونو کې د وارداتي برېښنا لېږد مزی د لنډ مهال لپاره ونښلول شو | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4794): د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې په سالنګونو کې د وارداتي برېښنا لېږد ۲۲۰ کېلوولټ مزي دویم پرې شوی سرکېټ د لنډ مهال لپاره نښلول شوی، او د اساسي رغونې چارې به یې د ټاکلي پلان له مخې پیل شي. یاد شرکت په اېکس لیکلي چې په دې سره د پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، میدان‌وردګ او غزني ولایتونو برېښنا بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده. د سرچینې په وینا چې د برېښنا شرکت لوړ ولټاژ تخنیکي کارکوونکي توانېدلي چې پلازمېنې او اړوندو ولایتونو ته د پلخمري – کابل وارداتي برېښنا رالېږد ۲۲۰ کېلوولټ مزي دویم […] - [سر له سبا د مهترلام ښار په عمومي سړکونو رېکشا چلوونکي تګ راتګ نه‌شي کولای | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4791): د لغمان ولایت مرکز، مهترلام ښار په عمومي سړکونو د رېکشاوو پر چلوونې بندیز لګېدلی، او سر له سبا هېڅ رېکشا چلوونکی د تګ راتګ اجازه نه لري. د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې د ښاري نظم د ګډ کمېسیون د پرېکړې له مخې چې سر له سبا سهار د دغه ولایت د مرکز «مهترلام» ښار په عمومي سړکونو د رېکشاوو پر چلوونې بندیز لګېدلی دی.  د خبرپاڼې له مخې، د ښاري نظم ټینګښت، د عامه تګ راتګ خوندیتوب، د سړکونو د بې‌نظمۍ مخنیوي په موخه رېکشا چلوونکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د مهترلام […] - [د پغمان له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4787): کابل ښاروالي وایي چې د دې ادارې له لوري څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان په بېلابېلو سیمو کې له سړکونو څخه د واورو پاکولو چارې په منظم ډول ترسره شوې او لا هم روانې دي. د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې سره به له یوې خوا د سړکونو د کنګل کېدو او د ترافیکي بهیر د بندېدو مخه ونیول شي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي. د کابل ښاروالۍ همداراز لیکلي چې د دې ادارې مشرتابه او کارکوونکي د شته امکاناتو په کارولو هڅه کوي چې په […] - [فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه د ۵ – ۲ ګولونو په توپیر وګټله](https://pohawaimedia.com/?p=4782): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته چمتووالي په موخه له ویتنام څخه دویمه دوستانه لوبه هم ګټلې ده.  افغان ملي لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې د ۵ – ۳ ګولونو په توپیر ویتنام ته ماتې ورکړې وه او دویمه لوبه یې هم له یادې لوبډلې څخه ۵ – ۲ ګولو په توپیر ګټلې ده.  د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ رییس، احمدالله وثیق په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د فوټسال ملي لوبډله به له ویتنام وروسته له ټایلنډ سره هم د دغه هېواد په کوربتوب دوې دوستانه لوبې ولري.   - [کابل ښاروالۍ په ۱۶مه ناحیه کې شپږ پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارلې | پوهاوی‌نیوز ](https://pohawaimedia.com/?p=4779): د کابل ښاروالۍ له لوري په ۱۶مه ناحیه کې د سړکونو، کوڅو او یو تفریحي پارک جوړولو شپږ پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارلې دي.   د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې د دغو پروژو چارې د ۵۰٫۹ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.  د خبرپاڼې له مخې چې په دغو پروژو کې د ټولټال ۳ زره ۸۴۷ متره په اوږدوالي کوڅې او سړکونه او همداراز په پر ۸۰۰۰ جریبه ځمکه د یو تفریحي پارک جوړول شامل دي.  کابل ښاروالۍ همداراز لیکلي چې د یادو پروژو چارې له دریو تر څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او د چارو […] - [بریتانیا خپل ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کوي ](https://pohawaimedia.com/?p=4775): د بریتانیا حکومت پر هغې پرېکړه غَور کوي چې له مخې به یې د ماشومانو له لوري د ټولنیزو رسنیو پر کارولو بندیز ولګېږي.  د دغه هېواد چارواکو ویلي چې په دې اړه راټول‌شوي نظرونه څېړي او ښايي خپل ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کړي. د راپورونو له مخې چې ښايي په ښوونځیو کې هم ماشومانو ته په دې اړه جدي لارښوونې وشي. تر دې مخکې استرالیا هم ورته اقدام کړی و او هلته یې له ۱۶ کلنۍ کم‌عمره ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کړي وو. د استرالیا حکومت ویلي وو چې ټولنیزې رسنۍ د ماشومانو […] - [ورغوي (لنډه کیسه)](https://pohawaimedia.com/?p=4772): لیکوال: پیوند پټان ورغوي مې سترګو ته مخامخ ونیول، سر مې ورټیټ کړ، سپېره وو: ښی او کیڼ، دواړه سپېره دي. سر مې اسمان ته پورته کړ: ههههه دواړه سپېره دي.     له لښتي واوښتم، خپلو نوي رنګ شویو موزو ته مې پام شو، پښو ته مې نیم څکول شوی سګرټ راولغړېد. ښۍ خوا ته مې وکتل، یو بې پروا سړی، یو بوډا له ګرېوانه نیولی و، چیغې یې وهلې: ما له دې حالته وباسئ، ما له دې حالته وباسئ…! د بې پروا سړي له خولې د سګرټو لوګی وخوت.     هیڅ مې و نه ویل، مخکې ولاړم. د حجرې […] - [بوډۍ او د هغې سپی (لنډه کیسه)](https://pohawaimedia.com/?p=4769): لیکوال: ره نورد زریاب ژباړه: حامد بهیر یو وخت ځوانه او تکړه وه، خو اوس زړه شوې وه. سپینو ویښتو، کمزورو حواسو، د پوستکي ګونځو او د بدن د غړو رېږدېدا یې په دې دلالت کاوه چې نوره زړه شوې ده. خلکو بوډۍ ورته ویل. هغې به له ځان سره فکر وکړ او وبه یې ویل: «چې څومره زر زړه شوم!» داسې ورته ښکارېده لکه کوم څه یې چې له لاسه ورکړي وي. یوه ګران بیه څه، ناهېلې به شوه او داسې به یې احساسوله لکه په کومه جګړه کې یې چې ماته خوړلې وي. لکه بریا چې هېڅ نه […] - [ابو نصر فراهي بندر کې د ۲۶ ټن بې‌کیفیته ګاډرو د واردېدو مخه نیول شوې | پوهاوی‌نیوز ](https://pohawaimedia.com/?p=4765): د معیار او کیفیت ادارې په شیخ ابو نصر فراهي بندر کې د ۲۶ ټن بې‌کیفیته ودانیزو توکو له مسترد کېدو خبر ورکړی دی. د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دغو ودانیزو توکو کې ۲۶ ټن بې‌کیفیته ګاډر شامل وو چې له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود او بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي. خبرپاڼه کاږي چې یاده اداره د بې‌کیفیته توکو ارزونې پروسه په جدي توګه پر مخ وړي او نه پرېږدي چې هېواد ته بې‌کیفیته توکي وارد شي.  د معیار او کیفیت ادارې تر دې مخکې هم د هېواد په بندرونو کې […] - [د ګابریل ګارسیما مارکز غوره جملې](https://pohawaimedia.com/?p=4761): ګابریل ګارسیما مارکز د نړۍ له نامتو لیکوالو څخه ګڼل کېږي، د هغه شهرت د «د یوازېتوب سل کاله» ناول د لیکلو له امله و،  چې په (۱۹۸۲) کال کې یې لیکلی و او د نوبل جایزه یې هم و ګټله. همدارنګه په (۱۹۹۹) کال کې د لاتنې امریکا د کلني سړي په توګه هم وپېژندل شو. هغه وایې چې: د خلکو له پاره ژوند مه کوه، تبا کېږې.  په دې نړۍ کې تر ټولو خپه خلک هغه دي چې د نورو خبرې او فکرونه ورته مهم دي. یو انسان هغه وخت کولای شي چې یو بل انسان ته له […] - [د شکرې ناروغي یا (DM) Diabetes Mellitus](https://pohawaimedia.com/?p=4757): ډاکتر عبدالرشید تسل د شکرې ناروغۍ نن سبا زموږ په هېواد کې ډیره عامه ناروغي ده چې ډیر شمیر کم عمره او پاخه عمر لرونکي پرې اخته دي. دا یوه اندوکرایني ناروغي ده چې Hyperglycemia) په وینه کې د ګلوکوز د کچې لوړوالی) په واسطه چې د انسولین هورمون د کموالې له امله وي پیژندل کیږي. انسولین څه شی دي؟ انسولین د پانکراس د Islets of langarhans د B__cells یا Beta cells څخه افرازیږي. انسولین یو Poly peptide دی چې د ۵۱ امینو اسیدونو څخه جوړ شوی دی. مالیکولي وزن یې ۵۸۰۸ دی. د امینو اسیدونو د دوه ځنځیرونو څخه […] - [کړکۍ (لنډه کیسه)](https://pohawaimedia.com/?p=4753): لیکوال: پیوند پټان سر راباندې ګرځېده؛ خو ډېر مې نه وو څښلي، په ځان پوهېدم. يو لاس مې پر نس اېښی و، بل مې د دروازې زنګ ته وروغځاوه. مخکې له دې چې زنګ کېکاږم، د وره لاستی ټیټ شو، ور خلاص شو. لاندې مې وکتل، ژېړ غاښونه یې ښکارېدل: راغلې؟ ډېر درته په تمه وم. په کړکۍ کې ولاړ وم، ټول تېرېدونکي موټر مې وشمېرل. هره ټکسي به مې چې لیده ما وې ته به پکې یې؛ خو ته له شخصي موټره راښکته شوې پیسې یې هم درکړې.     هېڅ مې و نه ويل، له څنګه یې تېره شوم، […] - [پتنګ الوزونکی (لنډه کیسه)](https://pohawaimedia.com/?p=4750): زه هغه څوک یم چې د پتنګ له الوزولو سره مینه لري. له کله نه مې چې خپل ځان پېژندلی دی، له همغه وخته مې کار له پتنګ او تار سره دی. ټول اوړی او پسرلی د دې په تمه وم چې کله به ژمی رارسېږي. ټول تارونه پېژنم؛ اسماني، ګلابي، زېړ، سپین او… البته دا رنګونه د یوه ځانګړي وخت له پاره ښه دي؛ مثلاً: کله چې په اسمان کې تخته ورېځ وي نو سپین ښه رنګ دی. که ورېځ روښانه وي بیا زېړ غوره رنګ دی او که چېرې اسمان شین وي نو بیا اسماني رنګ ښه کار […] - [روان کال له هرات څخه ۲۲ زره ټن طبي نباتات صادر شوي | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4747): د نړۍ بازارونو ته د افغانستان د صادراتو زیاتوالي په دوام، د روان کال په تېرو نهو میاشتو کې له هرات څخه شاوخوا ۲۲ زره ټن طبي نباتات صادر شوي دي.  د هرات ولایت مقام د معلوماتو له مخې چې دا نباتات د ۲۴ میلیون ۲۶۸ زره ډالرو په ارزښت صادر شوي دي. خبرپاڼه کاږي چې په دې طبي نباتاتو کې د زرشک لرګي، توره او شنه زیره، شیرین‌بیان، زنجبیل، دارچین، آویشن او نور طبي نباتات شامل دي چې د روسيې، متحده عربي امارات، ایران او امريکا متحده ايالتونو بازارونو ته صادر شوي دي. د هرات د مسوولینو په وینا […] - [د زابل په «سیوري» ولسوالۍ کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز ](https://pohawaimedia.com/?p=4743): د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي اداره وایي چې د زابل ولایت په «سیوري» ولسوالۍ کې د اوبو یو چیکډم جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.   د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا چیکډم د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.   سرچینې لیکلي یاده پروژه د سیوري ولسوالۍ په «قزک» کلي ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.   د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د هېواد په ډېرو سیمو کې د اوبو لسګونه چیکډمونه جوړ شوي دي.   د یادولو ده چې دا چیکډېمونه د سېلابي اوبو کنترول او تر ځمکې لاندې اوبو […] - [لوګر کې د نږدې ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د کهشان سربند او کانال پروژه بشپړه شوه | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4739): د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د لوګر په «څرخ» ولسوالۍ کې د نږدې ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د کهشان سربند او کانال پروژې چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.  د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به ۶۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او شاوخوا ۲۰۰۰ کورنیو ته به مستقیمه ګټه ورسوي. سرچینې لیکلي چې دا پروژه د FAO موسسې په مالي ملاتړ د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري تطبیق شوې ده. دغه وزارت لیکلي چې د ورته پروژو پلي کول د کرنې پیاوړتیا، د اوبو سم […] - [خنثا لیکنې کومې دي او څه ډول ځان ترې وژغورو؟](https://pohawaimedia.com/?p=4736): خنثا لیکنې یا خنثا نویسي د لیکوال له پاره له لویو ستونزو څخه ګڼل کېږي. دا ستونزه د ډار، لرې والي او لټۍ له وجې منځ ته راځي. خنثا لیکوال، معمولاً په فکري فضا باندې یرغل کوي، د هېڅ ډول تحول او نوښت د رامنځ ته کولو نه پرته، لیکل کوي؛ خو د ویلو له پاره کومه نوې وینا او خبره نه لري. هماغه ډول چې ومو ویل، لټي او مصلحت پذیري (د شخصي ګټو په بنسټ تصمیم نېول) یې مهمې انګېزې دي. بې له شکه روان حالت ته په کتو، د اخلاقي موردونو رعایت او د لوستونکي ذهني ارزښتونو […] - [ګمرکونو ته د څه باندې ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت وسایط وپېرل شول | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4733): مالیې وزارت خبر ورکړی چې د هېواد یو شمېر ګمرکونو ته د ۶۰۲ زره ۵۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل وسایط پېرل شوي دي.  د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دغو وسایطو کې درې لوډر، درې ډمپر او دوه د اوبو ټانکرونه شامل دي چې حیرتان، آقینې او فراه ګمرکونو کې د چارو د لا چټکتیا، سوداګرو او موټر چلوونکو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د ګمرکي کارکوونکو ستونزو ته د رسېدو په موخه پېرل شوي دي.   مالیې وزارت لیکلي چې تر دې مخکې به په یادو ګمرکونو کې به د شدیدو ریګي بادونو له امله […] - [نیمروز بندر کې د ۳۰ ټن بې‌کیفیته ګاډرو د واردېدو مخه نیول شوې | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4730): د معیار او کیفیت ادارې مسوولین وایي چې د یادې ادارې له لوري په نیمروز بندر کې ۳۰ ټن بې‌کیفیته ګاډر بېرته ګرځول شوي دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې یاد توکي له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود، له کره ارزونې او د کیفیت کنټرول وروسته د نیمروز له لارې بیرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.  په خبرپاڼه کې د دغه صادروونکي هېواد نوم نه دی اخیستل شوی، خو ټینګار شوی چې دا پروسه په پرېکنده او کره توګه پرمخ وړل کېږي، تر څو د هېواد بازارونو ته د کم‌‌کیفیته توکو له واردولو جدي توګه […] - [د کابل – لوګر سړک د لومړي فاز پاتې برخه به ژر قیر شي | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4726): د کابل ښاروالي وایي چې د کابل – لوګر سړک د لومړي فاز پاتې برخې د جوړولو چارې روانې دي او دا مهم سړک به د راتلونکي کال په پسرلي کې قیر کولو ته چمتو شي. د دې ادارې د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ۳ لیکو کې د یاد سړک ۴ کیلو متره برخه قیر شوې او اوسمهال یې د پاتې برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.  سرچینې لیکلي چې د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې پروژه له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې ۷ […] - [ادبي و داستاني طرحه](https://pohawaimedia.com/?p=4723): ادبي طرحه: په حقیقت کې د زړه خبرې دي، چې د لیکوال عاطفي او احساساتي لیدلوري د کلمو په مرسته انځوروي. ادبي طرحه د نوو لیکنو د جوړولو او ویلو له پاره په مختلفو ادبي ډولونو کې ده. لکه: شعر، کیسه، ډرامه، په ټوله کې د لیکوالۍ او معمولاً د ادبیاتو په برخه کې د کار د پیل په مانا ده. مشهورو لیکوالانو هم تر ډیره د ادبي طرحې په وسیله په لیکلو پیل کړی دی؛ یانې همغه ډول چې وویل شول، د غه ادبي ډول، لیکلو ته د ورتګ مقدمه ده؛ هغه ورتګ چې لومړی د لیکوال خلاقیت ښیي […] - [ کابل ښاروالي: د خیرخانې کوتل سړک کارونه روان دي | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4720): د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې بنسټیز کارونه روان دي. د کابل ښاروالۍ په اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد سړک دا سړک له سرای شمالي سیمې څخه د کوتل تر پورتنۍ برخې پورې ښۍ خوا ته د ۳ زره ۶۴۷ متره په اوږدوالي او ۲۷ متره سور سره ډیزاین شوی چې د درېیمې برخې په چارو کې یې کیندنې، خاورې لېږدول او هوارول شامل دي.  د خبرپاڼې له مخې چې څه موده وړاندې د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته د یاد سړک د ۱۸۰۰ مترو په اوږدوالي او د […] - [د نړۍ هاخوا (لنډه کیسه)](https://pohawaimedia.com/?p=4716): لیکوال: خالد نویسا ژباړن: حامد بهیر بیګدا ښار، چې په دې نږدې وختونو کې دلته راغلی یم، یو ښکلی او غلی ښار دی. په یوه ځای کې یې کروندې، ټېټې او لوړې غونډۍ له دریو زېړ، تازه او پیکه شنو رنګونو سره د څپو په شان یوځای شوې دي. ځنګل د کروندې شاه ډکه کړې ده او د ناجو ونو د اسمان لمنه د ارې د غاښونو په ډول جوړه کړې ده. فکر کوم چې ځنګل ته دومره ورته نږدې یم چې کولای شې په لاسونو سره لمس کړم او ځنګل د یوه جادوګر په ډول باندې په ما باندې […] - [زما ماشوم په پلار ته لیک کې](https://pohawaimedia.com/?p=4713): لیکنه: حمید الله حاذق د فرانز کافکا «پلار ته لیک» مې نن په یوه ناسته کې ولوست. د کتاب د ویلو پر مهال مې په ذهن کې را گرځېدل، چې گواکې کافکا تقریباً زموږ هر کلیوال او نږدې پنځوس سلنه ښاري ماشوم دی. کله چې به مې په ماشومتوب کې د مېلمه له مخې کوم خبره کوله، پلار به مې په تریو تندي راته ویل: “مه غږېږه!” یا “د مشرانو له مخې څوک نه غږېږي!” فکر کوم، دا زموږ یوه لویه ټولنیزه رواني ستونزه ده، چې په کورونو کې ماشوم باید د مور و پلار مخته ونه غږېږي، ځکه گناه […] - [کابل کې د څلورو کوڅو کانکریټ چارې بشپړېدو ته نږدې شَوې | پوهاوی‌‌‌نیوز ](https://pohawaimedia.com/?p=4709): د کابل ښاروالي وایي چې د دې ادارې له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د پنځمې ناحیې د ۳۷م ګذر کې د څلورو کوڅو کانکریټ‌ چارې۹۰ سلنه بشپړې شوې دي. د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا کوڅې د غازي محمدجان خان ښارګوټي په سیمه کې جوړېږي.  سرچینې لیکلي، یاده پروژه په ټولیزه توګه ۹۷۰ متره اوږدوالی او ۴.۵ متره سور لري چې پکې د سړک غاړې لښتیو جوړول هم شامل دي. د کابل ښاروالۍ هیله څرګنده کړې چې په راتلونکې یوه اوونۍ کې به په اساسي ډول بشپړه او ورسره […] - [صریحه او ضمني مانا](https://pohawaimedia.com/?p=4705): لارښود استاد: پوهاند دوکتور اجمل ښکلی څېړونکی: جمیل الله حیران لنډيز: په دې مقاله کې د “صریحې معنا” (Denotation) او “ضمني معنا” (Connotation) ترمنځ مفاهیم، توپیرونه، ډولونه او کارېدنه په هر اړخیز ډول تشریح شوي دي. صریحه قاموسي( معنا ( واضحه او ثابته ده، خو ضمني معنا احساساتي، فرهنګي او سیاقي بڼه لري، چې له کاروونکي، مخاطب، وخت او کلتور سره بدلېږي. په دې مقاله کې دا هم روښانه شوې، چې ضمني معناوې درې ډولونه لري: مثبتې، منفي او بې ‌طرفه. د ادبیاتو، سیاست، تبلیغاتو، رسنیو او ورځنیو خبرو په مثالونو سره ښودل شوې، چې څنګه یوه کلمه له خپل […] - [داستاني ژبه یا نه‌ستړی کوونکی متن کوم دی؟](https://pohawaimedia.com/?p=4698): د داستان ژبه د لیکوال په فردي پنځونه پورې اړه لري، یانې دا چې هر لیکوال د خپلو تجربو او پوهې په اساس د کیسه لیکنې له پاره يوه ژبه ټاکي، چې د لوستونکو له پاره جالبه او په زړه پورې وي او هغه دې ته اړ کړي چې کیسه تر پایه پورې ولولي. له بل لوري هېڅ کیسې ته نه شو کولائ چې له مخکې نه یوه ژبه وټاکو؛ ځکه کیسه لیکل په فردي تجربه پورې اړه لري او له خپلې ځانګړې ژبې نه استفاده کوي. د اکرم عثمان په ډول چې د خپلو شفاهي وړتیاوو په کارولو سره […] - [سمنګان کې یو ۲۰ بستریز روغتون کې له لمریزې برېښنا برخمن شو | پوهاوی‌نیوز ](https://pohawaimedia.com/?p=4690): عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د سمنګان ولایت د «روی‌دواب» ولسوالۍ په ۲۰ بستریز روغتون کې د سولري برېښنا سیستم پرانیستل شوی دی.  د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا پروژه د UNDP دفتر په مالي او تخنیکي ملاتړ د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت تطبیق شوې ده. د سرچینې په وینا چې له دې وروسته به د یاد روغتون له دوامدارې برېښنا برخمن شي. په ورته مهال د سمنګان ولایت د عامې روغتیا رییس د همکارو بنسټونو له مرستو مننه کړې او دا پروژه یې د روغتیایي خدمتونو د ښه‌‌والي لپاره اغېزمنه بللې او هم […] - [د پښتو معياري کېدو پړاوونه](https://pohawaimedia.com/?p=4686): مرسل امیري پښتو ژبه هغه څوک چې په پښتو ژبه خبرې کوي او یود بل ترمنځ پوهول او راپوهول کوي، د پښتنو د قوم اړوند دي. دا چې پښتانه څوک دي؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره د پښتنو اصل او نصب په اړه بېلا بېل او ډول ډول نظریات او رویاتونه  وړاندې شوي دي. په دې اړه نامتو ختیځ پوه او پښتو پېژندونکی (راورټي) وايي: د هېڅ یوبل قوم د اصل او نصب په اړه دومره د نظریاتو اختلاف نشته څنګه چې د افغانانو په اړه دي. نو همدا لامل دی، چې چا پښتانه د عنعنو په روایت بني […] - [په تېرو څلورو میاشتو کې افغانانو ته د هند ۵۰۰ وېزې ورکړل شوې | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4683): د هند روغتیا او کورنۍ هوساینې وزیر «جي‌پي‌ نډا» وايي چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې افغانانو ته د ۲۰۰ طبي ویزو په ګډون له ۵۰۰ زیاتې وېزې ورکړل شوې دي.   جي‌پي نډا ویلي چې دا وېزې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په میاشت کې افغانانو ته د نوي ویزې سیستم له پیل راهیسې ورکړل شوې دي.   د هند روغتیا او کورنۍ هوساینې وزیر دا څرګندونې وروسته له هغې کړې تازه د افغانستان عامې روغتیا وزیر هند ته د خپل سفر په ترڅ کې له هندي چارواکو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.  هندي چارواکو ویلي چې د بېړنیو […] - [هرات کې دا مهال د قالینو ۲۰ تولیدي فابریکې فعالې دي | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4680): د هرات ځايي مسوولین وايي چې دا مهال په یاد ولایت کې تولیدېدونکې غالۍ او فرشونه د هېواد ۴۵ سلنه اړتیا پوره کوي. د دغه ولایت مقام په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د قالینو او فرشو د تولید ۲۰ فابریکې فعالیت لري چې له پرمختللو ماشین‌الاتو څخه په استفادې هره ورځ زرګونه متره ماشيني قالین او فرش تولیدوي. د سرچینې په وینا چې دا مهال د افغانستان د کورنیو بازارونو شاوخوا ۴۵ سلنه د قالینو او فرشو اړتیا د هرات د فعالو فابریکو له لوري تامینېږي. د هرات مسوولینو دا هم ویلي چې دغه […] - [د ګلباغ سړک د دویمې برخې جوړولو کار روان دی | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4678): د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي چې په کابل کې له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې د ۲ زره ۳۹۶ مترو په اوږدوالي سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراخولو چارې روانې دي.  د کابل ښاروالۍ په اېکس لیکل شوي چې دا سړک ۳۳ متره سور لري او د هوا د ښه‌والي په صورت کې به یې یوه برخه قیر هم شي.  د یادې ادارې مسوولینو ویلي چې په دې پروژه کې د ۲۴ مترو په اوږدوالي او ۱٫۲ مترو په سور سره د یو پلچک، پلیو لارو، لښتیو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او پر سړک […] - [کابل کې ۴۹زره کیلوګرامه بې‌کیفیته توکي له منځه وړل شوي | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4673): د کابل ښاروالۍ له بازارونو د ۴۹ زره ۲۴۹ کیلو ګرامه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر خوراکي او غیرخوراکي توکو د له منځه‌وړلو خبر ورکړی دی.  د کابل ښاروالۍ په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دغو توکو کې شیدې، ملایي، بسکویټ، غوړي، پنیر، د لوبیا او ماهي کنسرو، د رومي بادنجانو روب، چپس او پاپړ، شامپو، صابون او غیرالکولي څښاک توکي شامل وو، او د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال‌ساتنې ریاست له لوري راټول شوي وو. د خبرپاڼې له مخې چې راټول‌شوي بې‌کیفیته توکي د ګمارل شوي پلاوي په حضور کې له ښار څخه بهر په «ګزک» سیمه کې له منځه […] - [لغمان کې د ۵۲ میلیون افغانیو په لګښت یو پُل جوړېږي | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4664): د لغمان ولایت مرکز اړوند په «زیارت» سیمه کې د سیند پر سر د ۱۰۰ متره اوږد پُل د جوړېدو چارې پیل شوې دي.  د باختر اژانس د خبر له مخې چې دا ۱۰۰ متره اوږد او نهه متره سورور پُل د ۵۲ میلیون افغانیو په لګښت د اسلامي امارت له بودیجې جوړېږي. په راپور کې ویل شوي چې د دغه پُل په جوړېدو سره به د شاوخوا ۵۰ زره کورنیو په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته شي.  تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ورته پُلونو د جوړېدو چارې پيل شوې چې د ځینو کارونه یې […] - [تور غر او تیاره ښار، که لرې او نږدې راتلونکی؟](https://pohawaimedia.com/?p=4661): پیوند پټان ما ډېر اورېدلي چې خلک وايي د فلانۍ کیسې یا ناول صحنې ژر، ژر بدلېږي او دا یې کمزوري ده. زما په نظر دا خبره د ریالستیکو کیسو په اړه سمه ده؛ خو د اروايي او سېمبولیکو کیسو په اړه سمه نه برېښي. په سېمبولیکو کیسو کې صحنې نه غږېږي، سېمبولونه غږېږي، ښايي په دې کیسو کې د صحنو ژر ژر بدلېدل يو کمال وي. په «تور غر او تیاره ښار» کیسه کې صحنې همداسې بدلې شوې دي، ژر ژر او په کمال. اوس کېدای شي څوک ووايي چې ایا دا کیسه سېمبولیکه ده او که نه هسې […] - [د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی](https://pohawaimedia.com/?p=4657): لیکنه: ولي الهام د پاریس د تړون له تصویبېدو نږدې لس کاله وروسته هم نړۍ د اقلیم په برخه کې له سختو ننګونو سره مخ ده. دغه تړون د نړیوال یوالي د رامنځ ته کولو تر څنګ د هېوادونو پام اقلیمي بحران ته ور واړاوه او د ګډ عمل لپاره یې یو واحد چوکاټ جوړ کړ، خو واقعیت دا دی، چې د تودوخې د زیاتېدو، د هوا د ککړتیا، د طبیعي ناورینونو د شدت او د اقلیمي نا انډولۍ کچه نوره هم لوړه شوې ده. د نړۍ د صنعتي او اقتصادي سیاستونو له امله د فوسیل‌سونګ د استخراج او کارولو […] - [ګلابو بوډۍ او یوازیتوب | ژباړه: حمیدالله حمیدي | پوهاوی‌میډیا](https://pohawaimedia.com/?p=4652): چې ماشوم وم یوه هیله مې دا وه، چې ښې ډېرې پیسې ولرم، لومړی مې غوښتل د ګلابو بوډۍ لپاره یخچال واخلم. ګلابو زموږ ګاونډۍ هغه بې اولاده او غریبه بوډۍ وه چې په کور کې یوازې اوسېده. دې به هم ژمی او هم اوړی یخې اوبه څښې. کیدای شي بې اولادۍ یې په زړه کې د یوازیتوب د غم اور بل کړی و. خو، یخچال یې نه درلود. بوډۍ به وخت ناوخت راتله او زموږ له یخچال څخه به یې د یخ ټوټې له سره واخیستې او بیرته به ووته. موږ د یخچال د یخ جوړولو په ځای کې […] - [ځان غوښتنه | محمد مصطفی سمون | پوهاوی‌ میډیا](https://pohawaimedia.com/?p=4650): ځینې انسانان په دې کې ورک دي، چې څنګه درناوی یې په دفتر، کور او داسې نورو ځایونو کې چې دنده لري په بیرون کې هم دا تمه لري، چې خلک یې درناوی وکړي او له هماغو عینکو له نورو د درناوي تمه لري، چې دا کار د انسان په ځان بسیاینه، مطمېنوالي، باور او زغم باندې اغېز کوي.  په وړو وړو خبرو کې ټول عمر بندیوان وي او په هر ځای کې د خوښ اوسېدو او ښه مجلس پر ځای ګیلې کوي، چې پلاني په پلورنځي، دفتر، مجلس، ختم او واده کې داسې چلن راسره وکړ؛ خو دې ته […] - [د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول](https://pohawaimedia.com/?p=4647): ژباړه: حسیب نورمل ټول غواړي چې له هر اړخه ښه او خوشاله ژوند ولري، خو اوسني وخت کې واقعي بریا، خوشالي، او هوساینه په اسانه نه شي تر لاسه کېدای، ارواپوهان وايي، هغه کسان چې ښه او هوسا ژوند لري هغوی تالې‌من او ښه چانس لرونکي نه دي بلکې هغوی په شعوري توګه د خپل ژوند لپاره خاص او ځانګړی اصول ټاکلي دي او د هغو له مخې پرمخ ځي، د دې اصولو ټاکل او عملي کول اسانه کار نه دی، بلکې دا هر څه په ټینګه اراده کېدای شي، هغه اصول په لاندې ډول دي. ۱. د خپل ځان […] - [د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر](https://pohawaimedia.com/?p=4643): لیکنه: حامد بهیر لنډیز روسي ژبه د نړۍ درسمي ژبو څخه یوه ژبه ده، چې شتمن ادبیات لري، د دې ژبې ادبیات په دوو دورو باندې ویشل شوي دي، طلایي او نقره یې دوره ورته وایي، په دې دواړو دورو کې روسې ژبې او ادب د پام وړ پرمختګ او بدلون کړی دی، نوموتې لیکوالان په کې پیدا شوي دي؛ چې په نړۍواله کچه باندې یې شهرت پیدا کړی دی او د نوبل جایزې یې اخیستې دي. (انتون چخوف) د دې ژبې یو مشهور لیکوال دی، چې د لنډې کیسې د لیکلو له کبله مشهور شوی و، نوموړي ته د […] - [د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې](https://pohawaimedia.com/?p=4640): ژباړه: ګلثوم محمدي د ويټامين C د نوم په اورېدو سره ستاسو ذهن سمدلاسه د بدن د ايمني سیستم پياوړتيا راځي. هو دا سمه ده، ويټامين C يوه پياوړی انتي اکسیدان ده، چې د بدن ايمني يا دفاعي سیستم پياوړی کوي. ويټامين C د اسکوربیک اسید او ويټامين ث په نامه هم پېژندل کېږي. دا ويټامين په اوبه حل کېږي او روغتيا ته ډېر اغېز لرلای شي. کوم کسان د ويټامين C د کمښت سره مخ دي؟ هغه کسان چې لوړ سن لري، نشه يي توکې یا الکول کارول، غذايي رژیم ته پام نه کول يا هم ځانگړی غذايي رژيم […] - [د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)](https://pohawaimedia.com/?p=4637): لیکوال: ذبيح اللّٰه رحماني په نننۍ نړۍ کې اقتصادي وده یوازې د پیسو زیاتیدل نه دي، بلکې د ټولنیز عدالت، چاپېریال ساتنې، او دوامداره پرمختګ سره تړلې ده. د شنې اقتصادي ودې لید هڅه کوي چې اقتصادي پالیسي، ټولنیز شمولیت، او چاپېریالي مسؤولیت سره یو ځای کړي، تر څو ټولنې ته یوه سالمه، عادلانه او دوامداره اقتصادي راتلونکې تضمین شي. د دې لید بنسټ د اقتصادي پالیسیو په وړاندې کولو کې دی، چې د اوږدمهاله ملي پراختیا پلانونو، شنه ستراتېژیو او د اقتصادي سکتورونو د بدلون له لارې ترسره کېږي. د لوړ اغېز لرونکي سکتورونو لکه انرژي، کرنه، او زیربناوو […] - [زموږ فکر او د خلکو غوښتنې](https://pohawaimedia.com/?p=4635): محمدمصطفی سمون ژوند مو د نورو د هیلو په پوره کولو تېرېږي. د ځان په اړه مو فکر کله کله منجمد شي. غوښتنې او هیلې مو د نورو په خوښیو کې لاهو کړې دي، د فردي، کورني او ټولنیز نظم د خرابېدو په خاطر له هر څه تېرېږو. کله مو هم په دې فکر کړی، چې کله د یو مسوولیت منونکي لاس ته څه ورشي، هغه یې د نورو انسانانو د خوښۍ او ارامۍ لپاره کاروي؛ خو دا د ژوند تیندکونه دي، چې د انسان ژوند په يو حال نه پرېږدي، کله په یو حال کله په بل حال وي؛ […] - [مهال په ژبه کې | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌میډیا](https://pohawaimedia.com/?p=4633): د شلمې پېړۍ مشهور ژبپوه ساپير د امريکا د بومي ژبو په اړه څېړنې کړې. هغه په دې اند و، چې تفکر د ژبې تابع دى. د بومي امريکايانو په ژبو کې چې څه شته، هغه د دوى د تفکر برخه ده. د ده يوه شاګرد بنجامين ورف هم د ده لار ونيوه او د ځايي هوپي قبايلو په ژبه يې څېړنې وکړې، چې دې پايلې ته ورسېد، چې په هوپي کې د سرعت مفهوم نشته، ځکه چې سرعت په فاصله او مهال معلومېږي، چې په دې ژبه کې نشته؛ نو که فيزيک په دې ژبه وای، بېخي به مختلف […] - [د ارغوان ادبي بهیر یوولسمه ناسته تر سره شوه](https://pohawaimedia.com/?p=4630): ۱۴۰۴، د لړم ۱۳مه د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې د ارغوان ادبي بهیر پر له پسې یوولسمه ناسته تر سره شوه چې د استادانو تر څنګ لسګونو زده کړیالانو په کې ګډون کړی و. د غونډې د ویاندويي چارې د بشیرالله محمدي پر غاړه وې او قاري حکمت الله حکمتیار د قرانکریم د مبارکو ایتونو تلاوت وکړ. قدرت الله صدیقي د تېرې ناستې راپور وړاندې کړ او د لکچر برخه د پښتو اثارو د چاپ اوسني بهیر کمي او کیفي اړخ ته ځانګړې شوې وه چې د څلورم ټولګي محصل احسان الله قاسمي وړاندې کړ. […] - [د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه](https://pohawaimedia.com/?p=4627): لیکنه: ولي الهام په داسې حال کې چې نړیوال اقتصاد له بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره مخ دی، د چین د وارداتو نړيوال نندارتون چې د هر کال په نومبر میاشت کې په شانګهای کې تر سره کېږي، د نړۍ هېوادونو او په ځانګړې توګه د مخ پر وده اقتصادونو لپاره د هیلو او فرصتونو یوه نوې کړکۍ پرانیزي. دا نندارتون یوازې د سوداګرۍ او وارداتو یو عادي بازار نه دی، بلکې د نړیوالو اقتصادي اړیکو د ودې، د ګډو همکاریو د پیاوړتیا، او د متقابل باور د ټینګښت لپاره یو ستر پُل دی. د چین دغه نوښت په حقیقت […] - [ژبه او سیاست](https://pohawaimedia.com/?p=4625): لیکوال: حمید عضدانلو ژباړن: محمد مصطفی سمون د فلزاتو د ذوب یو متخصص د اوسپنې، مس، سرب او نورو فلزاتو په اړه غږېږي. د مرغانو پېژندونکی د مرغانو د سره، شینه او داسې نورو رنګونو په اړه غږېږي. یو نقاش د رنګونو له ترکیبونو غږېږي. د سیاست یو عالم په خپلو خبرو کې د ډیموکراسۍ، کمونېزم، ازادۍ او داسې نورو اصطلاحاتو ګټه اخلي. په بل عبارت سیاست هم ځانته ژبه لري، په دې توپیر سره چې د فلزاتو د ذوب متخصص، د مرغانو پېژندونکی او یا یو نقاش هغه مفاهیم چې کاروي. له هغو مفاهیمو سره چې د سیاست یو […] - [ساده جملې به څه ډول لیکو؟](https://pohawaimedia.com/?p=4621): ژباړه: حامد بهیر پرته له شکه هره لیکنه د جملو یو ترکیب دی؛ هغه جملې چې د خپل لیکني تسلسل په وسیله باندې یو مفهوم او ټاکلی پیغام بیانوي. په جمله کې د پیغام د لیږد له پاره ښه لاره دا ده، چې ساده لیکل وکړو؛ خو دا سادهوالی هغه وخت منځ ته راځي چې له ژبې او په ټاکلي ځای د کلمو له کارونې سره پوره اشنایې ولرو. د غه تجربه او اشنایې په ورځنۍ توګه د بیلابیلو متونو د مطالعې تر څنګ تمرین او لیکلو ته اړتیا لري. یوه بله نکته هم چې غواړم اضافه یې کړم دا […] - [ذهني ډاډ | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌مېډیا](https://pohawaimedia.com/?p=4617): په تېرو څو لسيزو کې د افغانستان د زاړه او نوي کهول ترمنځ بلها ډېر توپيرونه راغلي دي او دا توپيرونه نړيوال او ملي غبرګ لاملونه لري. په نړۍ کې په تېرو دوه درو لسيزو کې چټک بدلون راغلى،ځکه خو د شلمې پېړۍ په وروستيو دوو لسيزو کې زوکړيو وګړيو ته ….. نومونه کاروي، چې دوى هم د زاړه نسل تجربې وليدې او تجربه يې کړې او هم له نوي نسل سره په نويو تجربو کې شريک شو؛ خو دا چې په درېيمه نړۍ کې دا نسل له کوم ذهني کړکېچ(کشمکش) سره مخ شو، د دې پوښتنه چا و نه […] - [د ارغوان ادبي بهیر لسمه ناسته ترسره شوه](https://pohawaimedia.com/?p=4614): د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د ادبي بهیر «ارغوان» لسمه ناسته تر سره شوه، چې پر لنډه کیسه کره کتنې ته ځانګړې شوې وه. دا ادبي ناسته د قاري رحمت الله عارفي له خوا د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه او وروسته د غونډې د وینا وحیدالله احمدي له خوا امیر محمد مبارز د تېرې ناستې راپور وړاندې کولو ته را وبلل شو. له معمول سره سم د پښتو څانګې استاد او د فرهنګي کمېټې مسوول پوهندوی ګل رحمن رحماني د لنډې کیسې د عناصرو په تړاو لکچر ته راوبلل […] - [هرات کې یو چکډېم ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4610): د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د هرات په «شینډنډ» ولسوالۍ کې د یو چکډېم له جوړېدو خبر ورکړی دی.  د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا چکډېم د ۵٫۵ میلیون افغانیو په لګښت په شینډنډ ولسوالۍ کې جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.  د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا چکډېم به د باراني اوبو په کنترول او تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې په لوړېدو کې مهم رول ولري. تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو ورته کوچني بندونه او چکډېمونه جوړ او ګټې‌اخیستنې […] - [ښکلې تېروتنه](https://pohawaimedia.com/?p=4605): ‌لیکنه: ایمل پسرلی د کافکا د خولې خبره مې کوم ځای لوستې وه ویل یې ٬٬ زه هغسې نه لوستل کېږم چې باید ولوستل شم،، شاید مطلب یې دا دی چې دی یو څه لیکي او خلک یې بل ډول تعبیروي. ارواښاد سلیمان لایق یو وخت راته ویلي و کره کتونکی چې په یوه اثر کې څه ویني خپله د شاعر یې شاید ورپام نه وي. لوستونکی حق لري چې په خپاره شوي اثر کې هغه څه ومومي چې دی یا دا یې احساسوي، ضرور نه ده چې لیکوال یا لیکوالې دې کټ مټ همداسې څه غوښتې وي. البته داسې […] - [د مخاطب پېژندل، د لیکوالۍ مهم رکن](https://pohawaimedia.com/?p=4602): ژباړه: حامد بهیر مخکې له دې چې په لیکوالۍ باندې پیل وکړو، باید دې مورد ته پاملرنه وکړو؛ چې چا او کومې ډلې ته لیکل کوو. په لیکنه کې مخاطب څوک دی؟: په دې نکتې پوهېدل د مخاطب پېژندنې د پروسې اړوند کېږي او لیکوال باید په دې باندې پوه شي چې ایا د لیکنې لوستونکې یې ټول خلک دي او یا د لوستونکو یوه ځانګړې ډله. ځکه دې مورد ته پاملرنه له موږ سره مرسته کوي ترڅو یو ښه ذهني چوکاټ د خپلې لیکنې او لوستونکې له پاره په خپل جوړ کړو او خپلې موخې ته د رسېدلو لاره […] - [لاسلو کراسنا هورکای؛ مضطرب او د «اخر الزماني» سبک مخکښ لیکوال  ](https://pohawaimedia.com/?p=4599): استاد ګل رحمن رحماني په اوسني عصر کې د ساینس او ټکنالوژۍ بې ساري پرمختګ په ځانګړي ډول د مصنوعي هوښ پر مټ د رامنځته شوو ټکنالوژیکو  نوښتونو بې ساري ستاینې روانې دي، دې ته د انسان په ژوند او معاملاتو کې د یوه بې ساري پرمختګ او بنسټيزې اسانتیا په سترګه کټل کېږي، ځکه چې له بشري قوې پرته کارونه په ډېر منظم ډول د وخت اعظمي سپما ته په پام سره مخته وړي، بلکې له انساني هوښ یې هم ښه تر سره کوي، په ډېرو کارځایونو او دفترونو کې د انسانانو ځای ماشیني کارکوونکو یا روباټونو نیولی دی، […] - [د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی](https://pohawaimedia.com/?p=4596): لیکنه: ولي الهام اتیا کاله وروسته د ملګرو ملتونو د جوړېدو سره سره، نړیوال نظم لا هم له ننګونو او بې ثباتۍ سره مخ دی. د سړې جګړې له میراث، د ځواکمنو هېوادونو یو اړخیزو سیاستونو او د ملي ګټو پر وړاندې د سوداګرۍ محدودیتونو اغېزې د نړیوالې ادارې بنسټونه تر فشار لاندې راوستي دي. په همدې حساسو شرایطو کې د چین د دولت رئیس شي جین پینګ وړاندیز کړی، چې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ باید د ملي حاکمیت پر مساواتو ټینګار وشي، د پرمختیایي هېوادونو غږ په نړیوالو سازمانونو کې پیاوړی شي او نړیوال قوانین په بشپړ ډول پلي […] - [لیکل به څه ډول کوو؟](https://pohawaimedia.com/?p=4592): ژباړه: حامد بهیر لیکوالي تل د لیکلو او لوستلو ترڅنګ موږ دې ته اړمن کوي، چې د یوې اثر لرونکې لیکنې له پاره په خپل ذهن کې یو چوکاټ ولرو؛ په دې سربېره د غه چوکاټ یوه لارښود ته اړتیا لري، چې په دې لیکنه کې به همغه لارښونکو موردونو ته اشاره وکړو. لیکل باید په ساده ډول باندې پیل کړو، هغه څه چې په ذهن کې مو دي،  بې له سختۍ یې ولیکو. په بل پړاو کې مو هغه څه چې لیکلي، د هغو د غنا له پاره باید هغو ته پراخوالی او توسعه ورکړو. له ابهام او پېچلتیا […] - [د حسي او احساساتي لیکلو ترمنځ توپیر](https://pohawaimedia.com/?p=4588): ژباړه: حامد بهیر د لیکوالۍ اروا پوهنه، د حسي لیکلو او احساساتي لیکلو ترمنځ یو بارز توپیر را په ګوته کوي. په دې لیکنه کې د همدغه دوو مورونو په توپیرونو باندې خبرې کوو. الف. حسي لیکل څه دي؟ بې شکه چې هر لیکوال (په ځانګړي ډول باندې هغه لیکوال چې ادبي لیکنې کوي) د لیکلو له پاره له د حس او انګېزې لرونکی دی او که چېرې د غه احساس او انګېزه نه وي، نو د لیکوالۍ په برخه کې کوم ګټور کار نه تر سره کېږي او همدا لامل دی چې لیکوال تر څو پورې یو څه حس […] - [ننګرهار کې د اوبو کوچنی بند ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4584): د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی چې د ننګرهار په «چپرهار» ولسوالۍ کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.   د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د څه باندې دوه میلیون افغانیو په لګښت دا بند ۱۵٫۵ متره اوږدوالی او ۲٫۵ متره لوړوالی لري او د ۶ زره ۳۳۴ متر مکعب اوبو د زېرمه‌کولو وړتیا لري.  د خبرپاڼې له مخې چې د دې بند د جوړولو پرمهال لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.  سرچینې د یاد بند جوړول د باراني اوبو د کنترول او ترځمکې لاندې اوبو د […] - [د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي | پوهاوی‌نیوز](https://pohawaimedia.com/?p=4582): د ټولګټو وزارت مسوولینو له تېرې اوونۍ راهیسې د وسپنۍ پټلۍ له لارې د ۱۰۴۱۷۹ مټریک ټنه انتقالاتو له ثبت‌کېدو خبر ورکړی دی.  د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس ویلي دا انتقالات په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سنبلې له ۲۸مې څخه د ميزان تر ۳مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ له لارې شوې دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د حیرتان بندر له لارې (۷۳۰۸۰) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۴۵۲۷) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۶۷۷۴) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۹۷۹۸) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې […] - [«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو](https://pohawaimedia.com/?p=4576): سوی تاج تر دوه زره کلونو وړاندې زمانې داستان دی، د یوه ملک، یوې پاچاهۍ، د اشخاصو، قبیلو او ټولنیز نظام کیسه ده چې په کې فکر، احساسات، حماسه، عشق، د قدرت لوبه او ډېرې نورې خبرې شته دي. دغه ناول ښاغلي عبدالستار سعادت لیکلی، ۳۲۶ مخونه لري او اکسوس کتابپلورنځي تازه چاپ او خپور کړی دی.  په دې ناول کې د کرکټرونو او ځایونو نومونه تخیلي دي. په داستان کې د کلاسیسیزم، ریالیزم، جادویي ریالیزم او ځای – ځای د تورې کمېډۍ څرک لیدل کېږي. په «سوي تاج» ناول کې تر کرکټرونو، موضوعات ډېر مرکزي نقش لري چې دا […] - [د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته](https://pohawaimedia.com/?p=4573): لیکنه: ولي الهام د چین، روسیې، پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو لخوا د افغانستان په اړه د ګډې اعلامیې خپرول د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې یو ډېر مهم ډیپلوماتیک ګام دی. دا اعلامیه یوازې د څلورو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ څرګندونه نه ده، بلکې د سیمې د امنیت، ثبات او سولې لپاره یو روښانه او قوي پیغام ګڼل کېږي. په داسې یوه پېچلې سیمه کې چې له اوږدو کلونو راهیسې پکې جیوپولیټیکي سیالۍ او ناامني موجودې وې، په اړه یې دا ډول ګډ دریځ د باور جوړونې او ګډو هڅو په موخه لپاره یو […] - [د لنډې کیسې اصول د چخوف له نظره](https://pohawaimedia.com/?p=4570): ژباړه: حامد بهیر لنډه کیسه یا داستان کوتاه چې د ادبیاتو مهمه برخه ده، تر ډېره د ټولنې، نوو ځوانانو او محصلینو پام ور اوښتی دی. دا برخه په افغانستان کې هم ډېر پلویان لري او هره ورځ یې د مینوالو شمېر زیاتیږي. خو لنډه کیسه څه ده؟ د لنډې کیسې په اړه بیلا بیل تعریفونه او نظرونه وړاندې شوي دي، هر لیکوال د خپلو مالوماتو په اساس باندې د هغې په اړه یو تعریف او نظر وړاندې کړی دی. خو انتوان چخوف، د لندې کیسې لومړی لیکوال لنډې کیسې ته یو مستقل تعریف وړاندې کړی دی. چخوف چې په […] - [د ارغوان ادبي بهیر اتمه غونډه تر سره شوه](https://pohawaimedia.com/?p=4566): پروان/ ۱۴۰۴، د وږې ۳۰مه د ارغوان ادبي بهیر د پر له پسې ناستو په لړ کې ددې بهیر اتمه ناسته «پر ټولنیز ژوند د داستاني ادبیاتو اغېزې» په نوم لکچر او مشاعرې ته ځانګړې شوې وه، چې په کې د پروان پوهنتون د پښتو ژبې او ادب څانګې لسګونو محصلانو او استادانو ګډون کړی و. غونډه غرمه مهال یوولس بجې د پښتو څانګې د ناستو تالار کې د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې جوخت نعمت الله صداقت د تېرې ناستې راپور وړاندې کړ. له وعدې سره سم د لکچر برخه را ورسېده چې […] - [کوتېشن (" ") د پردۍ جملې د بېلولو نښه](https://pohawaimedia.com/?p=4563): عصمت الله صالح د هرې ژبې په متن کې داسې جملې شته چې د مفهوم له اړخه یو تر بله د ځمکې او اسمان هومره توپیر لري، مثلاً معترضه، مستقیم نقل – قول، فقره، متلونه، بیتونه او… چې دا جملې یوازې په ځانګړو لیکنښو پېژندل کېږي، یانې د پیل او پای لپاره ځانګړې نښې لري چې په هغو سره جمله له نورو څخه پرې جلا کېږي. له دغو نښو څخه یوه «کوتېشن» ده. کوتېشن هغه لیکنښه ده چې یوازې پکې پردۍ خبره لیکل کېږي. یانې لیکوال چې کله پخپله لیکنه کې د بل چا نظر لیکلو ته اړ شي، نو […] - [د لیکلو لپاره د سوژې پیدا کول](https://pohawaimedia.com/?p=4558): ژباړه: حامد بهیر د لیکلو مهم رکن د سوژې پیدا کول دي؛ ځکه لیکونکې مکلف دي تر څو  مخکې له دې چې لیکنه وکړي، باید یوه سوژه ورته ولري. د دې لپاره چې د لیکلو لپاره یوه ښه سوژه وړاندې کړو، غوره ده چې دې موردونو ته په جدي پاملرنه وکړو: سوژه څه ډول پیدا کړو: ځواب ساده او روښانه دی: لومړی د غه مورد ته باید پاملرنه وکړو چې د کومې موضوع په اړه غواړو لیکل وکړو؛ یانې په موضوع کې څه والي او څنګه والي ته لومړي توب ورکړو، چې د لیکوالۍ په پروسه کې یو مهم امر […] - [ولې لیکل کوو؟](https://pohawaimedia.com/?p=4550): ژباړه: حامد بهیر په ظاهري ډول باندې دې پوښتنې ته ځواب اسانه دی؛ خو کله چې دقت وکړو، پوهېږو چې ځواب یې دومره هم اسانه نه دی. لیکوالي دوې برخې په بر کې نیسي: یو د ورځنیو اړتیاوو د رفع کولو له پاره لیکل کول او بل هم زموږ د دروني احساساتو او فکرونو ویشل له نورو سره. اول: د ورځنیو اړتیاوو له پاره لیکل؛ د غه ډول لیکوالي په حقیقت کې هماغه د پخوانیو په اند (کتابت) دی، چې اداري ژبه، د ورځنیو اړیکو جوړول او په ټوله کې زموږ د اړیکو سطحه په اجتماعي مناسباتو کې احتوا کوي […] - [زما کیسه](https://pohawaimedia.com/?p=4541): لیکنه: محمدمصطفی سمون د عالم او لوی انسان د ژوند کیسه ده، چې د ځان، چاپېریال، ټولنې، د هېواد سیاسي، اقتصادي او د ژوند په ټولو اړخونو یې له مختلفو زاویو رڼا اچولې ده. دا کتاب چې لولې په لومړي سر کې دې شمس الدین مجروح له وړوکوالي سره اشنا کوي، بیا دې د کونړ په غرونو، ښایستونو او مختلفو ساحو ګرځوي، بیا د ژوند بېلابېلې برخې در باندې ویني، د کورني او ټولنیز چاپېریال په اړه درته غږیږي، بیا درته په ټولنه کې د بدلون په اړه خبرې لري، بیا درته د تاریخ له هغو پاڼو خبرې کوي، چې […] - [ایا په کیسه کې کړکېڅ مهم دی؟](https://pohawaimedia.com/?p=4538): ژباړه: حامد بهیر د دې پوښتنې ځواب هو دی. په کیسه کې کړکېچ مهم او حیاتي دی. همدا کړکېچ دی چې کیسه اوج ته رسوي او د لوستونکي له پاره یې جالبوي. همدا کړکېچ دی چې کیسه بلې او حیاتي مرحلې ته بیایي؛ هغه ځای چې لوستونکی پای ته بولي او تر پایه پاتې کېږي. کړکېچ په کلاسیک داستان کې یو مهم او حیاتي عنصر دی. ایرانۍ لیکواله، فاطمه راحل، په دې باور ده چې کړکېچ د کیسې او صحنو په مخته وړلو کې مهم رول لوبوي او همدا کړکېچ دی چې لوستونکی د کیسې سرنوشت مالوموي، یا هم لوستونکی […] - [معیاري ژبه](https://pohawaimedia.com/?p=4535): مرسل امیري   ژبه  انسان د خدای (ج) تر ټولو غوره مخلوق دی، چې دغه غوره والی د فکر،عقل او خبرو د قوت له امله ده. هغه څه چې د افکارو د څرګندولو ډېره ښه وسیله کېدای شي، چې انسان ته پرنورو حیواناتو غوره والی وربخښي؛ هغه همدا وینا او خبرې دي، لکه څنګه چې څرګنده ده، انسان په اوله کې سمې خبرې نشوای کولای  خپل د افکارو،احساساتو او د مطالبو د بیان لپاره یې له اشاروڅخه کار اخیسته، وروسته دغه اشارو سره یو لړ اوازونه هم ملګري شوو، د وخت  تېرېدو سره د انسان حنجره داوازونو د خارجېدو استعداد […] - [کیسه څنګه ولیکو؟](https://pohawaimedia.com/?p=4533): ژباړه: حامد بهیر د کیسې لیکلو اهمیت: هر انسان په ژوند کې د ځان بیان ته اړ دی. د غه اړتیا د وړو پېښو له بیان نه نېولې تر لویو هغو پورې په بر کې نیسي؛ هغه پېښې چې زموږ د دروني زه د بیان سره ژورې اړیکي لري. همدې اړتیا ته په کتو، کیسه پنځول یو له مهمو ادبي ډولونو نه ده چې ډېره پاملرنه ورته شوې ده. د دې له پاره چې وکولای شو یوه کیسه په تاثیر لرونکي ډول باندې ولیکو، په اړه یې څو نکتې وړاندې کوم: لومړی: باید د کیسې له پاره یو کلي چوکاټ […] - [د ۲۰۲۵م کال د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون](https://pohawaimedia.com/?p=4530): لیکنه: ولي الهام  د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون چې د ۲۰۲۵م کال د سپټمبر له ۱۰مې تر ۱۴مې نېټې پورې د بېجینګ ښار په زړه کې دوام لري، نه یوازې د چین د نړیوالو اقتصادي تعاملاتو یو مهم ښکارندوی دی، بلکې د نړیوالې همکارۍ، دوه اړخیزې ګټې او ګډ پرمختګ لپاره یو مؤثر او عملیاتي پلیټفورم هم ګڼل کېږي. دغه نندارتون چې د چین د سوداګرۍ وزارت او د بېجینګ ښاروالۍ په ګډ کوربتوب جوړېږي، اوس مهال د نړۍ تر ټولو ستر جامع خدماتي سوداګریز نندارتون دی، چې په تېرو ۱۱ کلونو کې یې د چین د پرانیستې تګلارې، د […] - [په کابل کې د خیال ادبي بهیر اتمه غونډه ترسره شوه](https://pohawaimedia.com/?p=4528): حسیب نورمل د کابل ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د خیال ادبي بهیر اتمه غونډه ترسره شوه. دغه غونډه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې له خوا جوړه شوې وه، چې ډېره برخه یې د میلادالنبي (ص) د پېژندګلوۍ او د ژوند مهمو پېښو ته ځانګړې شوې وه. په پیل کې د دغه پوهنتون محصل فهیم خاموش د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ. دغه راز دوو تنو نورو محصلینو طیب احمد او محمد عمر امان د حضرت محمد (ص) د ژوند پر مهمو پېښو خبرې وکړې. د غونډې په دویمه برخه کې محصلینو خپل او د نورو […] - [د نویو لیکوالو لپاره څو مهمې نکتې](https://pohawaimedia.com/?p=4526): ژباړه: حامد بهیر لیکوال کېدل یو ګران کار دی؛ خو ناممکن نه دی، ځکه په دې برخه کې هڅه کول، د لومړي ګام د اخیستلو په مانا دي. د دې له پاره چې وکولای شو، په راتلونکې کې یو ښه لیکوال شو، زه مې خپلې فردي تجربې دلته لیکم، تر څو نوو لیکوالانو ته یوه انګېزه تشویق شي. کلونه مخکې، کله چې د لیکوالۍ او شاعرۍ نړۍ ته راغلم، ډېر مخکې نه وم، لاسته راوړنې مې په یو څو ځانګړو کتابونو پورې محدودې وې. له همغه اول نه مې دا تصمیم ونیو چې په راتلونکې کې یو شاعر او لیکوال […] - [د ليکنې خرابوونکې جملې | دوکتور اجمل ښکلی | پوهاوی‌مېډیا](https://pohawaimedia.com/?p=4521): که چا ته فاتحه کوو؛ نو له ويرجنو جملو استفاده کوو، له ملګرو سره بې تکلفه غږېږو او له مشران سره په خبرو کې مؤدب يو. هر ټولنيز موقعيت خپل الفاظ او ژبه لري. که سره غلط يې کړو، يو عالم ستونزې او ورانپوهاوي راپيدا کوي. ليکنۍ ژبه که څه هم د محدود مکان له حدودو وتې وي؛ خو له خپلو موخو سره تړلې وي او دا موخې ليکوال ته وايي، چې څه ووايي، څه و نه وايي او څه ډول يې ووايي. که يو ليکوال په کيسه کې په کشمکش ليکنه کوي؛ نو هيله مو ترې دا وي، چې […] - [د مور په عاطفه کې د خدای‌پېژندنې نښې](https://pohawaimedia.com/?p=4517): ژباړه: حامد بهیر ۱. الهي فطرت: هېڅ مکتب او زده کړه، مور ته دا نه شي ورښودلی چې څه ډول یې له اولادونو سره مینه ولري؛ دا مینه په الهي او فطري ډول باندې د دوی په زړونو کې دی. ۲. ایثار او رحمت: مور له ځان نه تېریږي، خپله ارامتیا او هوساینه یې د اولاد نه قربانوي. دا یوه د «رحمانیت» نښه ده چې الله ج د بشر په وجود کې ځای په ځای کړې ده. ۳. صبر او زغم: یوه مور د خپل اولاد له پاره ډول ډول ستونزې لکه: امیدواري، ولادت، بې خوبي او… په حیرانونکي ډول […] - [د یوې څېړنیزې مقالې د لنډيز او سریزې د چمتو کولو په اړه څو کرښې](https://pohawaimedia.com/?p=4515): استاد ګل رحمن رحماني سریزه او لنډيز سریزه او لنډيز د یوې مقالې دوې مهمې برخې دي چې متفاوتې موخې او جوړښت لري. سریزه یا مقدمه لوستونکی د مقالې له موضوع او موخې سره اشنا کوي، حال دا چې لنډيز د ټولې مقالې لنډون وړاندې کوي. د سریزې ځانګړنې دادي: پام اړونه: سریزه باید په یوه جذابه جمله یا پوښتنې سره لوستونکی ځان ته جلب کړي. د مسالې بیان: په روښانه او څرګند توګه د مقالې اصلي موضوع یا مسئله معرفي کوي. د موضوع اهمیت: د موضوع اهمیت او د څېړنې اړتیا یې توضیح کوي. د مقالې موخې: د مقالې […] - [د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟](https://pohawaimedia.com/?p=4509): د شینګهای همکارۍ سازمان (SCO) سرمشریزه ټاکل شوې چې په تیانجین ښار کې ترسره شي. د دې سترې ناستې له پیل مخکې، کارپوهان د تیانجین بندر ته راټول شوي، هلته چې چین د نړیوالو اړیکو او ازاد تجارت له لارې د پرمختیا غوښتونکو هېوادونو ملاتړ کوي. ایا د چین ستراتیژیک لید کولی شي د SCO غړي هېوادونه توانمند کړي څو اقتصادي وده او سیمه‌ییز ثبات رامنځته کړي؟ایا د تیانجین بندر د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ اتومات سیستمونه کولی شي د SCO غړو هېوادونو لپاره نړیوال تجارت لا پیاوړی کړي؟او شینګهای همکارۍ سازمان څنګه کولای شي بېلابېل ملتونه متحد کړي، څو […] - [«د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه»](https://pohawaimedia.com/?p=4505): محمدنظیم سمون د خیبر پښتونخوا په بونیر کې وروستي خونړي بارانونه له اقلیمي بدلون سره نېغه اړیکه لري. دا سېلاب د عادي تېز یا شدید باران له کبله نه و، بلکې د باراني ورېځو د سترې کتلې ناڅاپي چاودنه (cloudburst) وه. دا ډول پېښې د اټکل وړ نه وي او ښايي په راتلونکې کې زیاتې شي. سږکال په پاکستان کې د مونسون اورښتونه تر نارمل کچې ۱۵ سلنه شدید ښودل شوي دي. لامل یې د تودوخې زیاتوالی دی، ځکه اوس د سمندرونو- په ځانګړې توګه د هند او عرب سمندرونو له سطحو څخه چې د مونسوني اورښتونو اصلي سرچینې دي، […] - [دقیق لیکل څه ډول کېږي؟ د لیکوالۍ په اړه مهمې سپارښتنې](https://pohawaimedia.com/?p=4502): ژباړه: حامد بهیر لومړی، با احساسه لیکل وکړو: «ان یکی رابود ده دیوان غزل اندران یک مصرع شیوا اند» (واصف باختر) ډېر لیکوالان او شاعران شته دي، چې په په کم وخت کې به څو ورکې ډکې کړي؛ یانې پرنویسي کوي؛ خو د لیکوالۍ په برخه کې یې نوم تلپاتې نه وي. په دې اړه لومړۍ انګېزه، د احساس کمښت او یا هم د ژبې په مرسته د احساس د لېږد د تجربې کمښت دی. هغه لیکنه چې د هغې په ژبه کې د تجربو بیان او د احساس انتقال نه وي، په عامه اصطلاح یوه تر بالښت لاندې لیکنه […] - [ معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو](https://pohawaimedia.com/?p=4499): د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د نړۍ یو له تر ټولو ډېر حواله شوي کتابونو څخه، د امریکايي سیاستپوه او پروفیسور جوزف نای شهکار اثر”نرم ځواک” په پښتو ژبه د اکسوس خپرندویې ټولنې له لوري په کابل کې چاپ او خپور شو. دا اثر د لیکوال او څېړونکي احمد بلال خلیل له خوا له انګلیسي پښتو ته ژباړل شوی  پنځه څپرکي او ۲۷۲ مخونه لري. کتاب د ځواک درېیم ډول، یانې نرم ځواک، راپېژني او ښيي چې هېوادونه څنګه د زور او جبر پر ځای د کلتور، ارزښتونو او بهرني سیاست له لارې پر نورو اغېز کولی شي. په […] ## Pages - [د پوهاوي په اړه](https://pohawaimedia.com/?page_id=1104): پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده. - [هنر](https://pohawaimedia.com/?page_id=498) - [کورپاڼه](https://pohawaimedia.com/) - [الصفحة الرئيسية 2](https://pohawaimedia.com/?page_id=711) - [الصفحة الرئيسية 3](https://pohawaimedia.com/?page_id=712) - [الصفحة الرئيسية 4](https://pohawaimedia.com/?page_id=713) - [الصفحة الرئيسية 5](https://pohawaimedia.com/?page_id=714) - [Home](https://pohawaimedia.com/?page_id=638) - [POHAWAI Media](https://pohawaimedia.com/?page_id=50) [comment]: # (Generated by Hostinger Tools Plugin)