لیکنه: محمدنظیم سمون
په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ تر بریا وروسته د امریکا متحده ایالاتو دودیز رقیبان او نور مخالفین د ټرمپ د ”نه پراختیا غوښتنې سیاست” په اړه خوشبینه دي. ټرمپ فطرتا د امریکا د پراختیا غوښتنې یا اکسپنشنلیزم مخالف دی خو د ده دا طبیعت د یوه هژمون پاور له ماهیت سره په ټکر کې دی. دی ښایي د امریکا په تاریخ کې یوازینی ولسمشر و چې په خپله لومړۍ څلور کلنه دوره ولسمشرۍ کې یې څلور دفاع وزیران او څلور د ملي امنیت سلاکاران چې هر یو تر یوه کاله زیات په دنده کې پاتې نه شو، بدل کړل. دوی ټولو له ټرمپ سره ژور پالیسوي اختلافات لرل. له دې ډلې که مو په یاد وي د دفاع وزیر جېمز مټیس او د ملي امنیت شورا سلاکار جان بولټن د امریکا د پراختیا غوښتنې سیاست او په لویو ستراتیژیکو ګېمونو کې د ښکېل پاتې کېدو پلویان وو.
ټرمپ پرون تر بریا وروسته هم په خپله وینا کې څرګنده کړه چې نه غواړي نوې جګړې پیل کړي. همدا وجه ده چې د امریکا دوه سنتي رقیبان چین او روسیه د ټرمپ راتګ د نړیوالې سولې لپاره یو فرصت ګڼي. شي جي پېنګ خو د لوړې تر مراسمو مخکې نن ټرمپ ته زنګ وهلی و او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم له اوکراین سره د سولې په اړه شین څراغ ښودلی.
خو پوښتنه دا ده چې ټرمپ به په دې تګلاره کې بریالی وي او که په اصطلاح ستراتیژیک جبر ته به تسلیمېږي؟ ځکه په نړۍ کې روانې لانجې دومره ساده نه دي چې په یو وار حل شي یا کومه بله جادویي حل لاره ورته را وایستل شي.