لیکوال: جاوید فرهاد
ژباړن: حامد بهیر
دروغ د رښتیا د یوې برخې لپاره جوړ شوي، گرانه ده چې کوم څوک دې په رښتیا سره عادت کړي وي او ورته ووایې چې تېروتنه رانه وشوه؛ ځکه چې د هر چا جوړ کړي رښتیا یوازې حقیقت پنځوي.
د نورو په عیبونو باندې سترگې پټول او تر نورو ډېر د خپلو عیبونو پېژندل، د انسان په غښتلتیا باندې دلالت کوي.
د ځوانۍ او ناځوانۍ تر منځ واټن ډېر چټل خو په زړه پوري دی؛ که دې کومه خبره نه وه کړې، خو عمل دې پرې وکړ ځوان يې. خو که دې کومه خبره کړې وه او عمل دې پرې ونه کړ، نا ځوانه یې.
الله تعالی ته د رسېدلو لپاره لارې ډېرې دي، خو تر ټولو لنډه لاره یې د نورو په اوښکو پاکولو او له ستونزو څخه په خلاصولو کې ده.
نیک بختي هماغه ده کله چې تصور وکړې چې نیک بخته یې.
مهرباني تر ټولو ساده فلسفه ده، چې تشریح ته نه بلکې عمل ته اړتیا لري.
دری شیان مرگ نه لري؛ خدای، مینه او مهرباني.