ګارډین ورځپاڼې اعلان کړی چې په اېکس شبکه کې د «کرکې خپرولو» د ودې له امله یې په دې ټولنیزه شبکه کې ‘د خپلو ۱۰،۳ میلیونه څاروونکو په لرلو’ خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
دې بریتانوۍ ورځپاڼې پرون (چهارشنبې، د عقرب ۲۳مه) اعلان کړی چې په X پلیټ فارم کې پاتې کېدل ورته تر ګټو ډېر زیان لري.
د ورځپاڼې په سرلیکنه کې ویل شوي چې د «پرېشانهکوونکې منځپانګې» پراخه خپریدل او «افراطي تیورۍ او نژادپرستۍ» ته وده ورکول له ایکس پلیټ فارم څخه د ګارډین د وتلو لاملونه دي.
ګارډین د انګلیسي ژبې تر ټولو مشهوره ورځپاڼه ده، چې په اېکس ټولنیزه شبکه کې یې څاروونکو شمېء ۱۰٫۷ میلیونه کسانو ته رسېږي.
بلخوا د ایکس ټولنیزې شبکې څښتن «ایلان ماسک» د ګارډین دې کار ته په غبرګون کې ویلي چې دوی (ګارډین) ورته بېاهمیته دي.
د ویلو ده چې ایلان ماسک تر دې وړاندې هم په اېکس شبکه کې د ناسمو معلوماتو پر خپرولو تورن شوی دی.