ژباړه: محمدحامد بهیر
که له یوه مسلمان څخه پوښتنه وکړم چې اسلام یعنې څه؟
په ځواب کې شاید ووایي چې اسلام زموږ د دین نوم دی.
اسلام په لغت کې د تسلېمېدو، اطاعت او صلحې په معنا دی. اسلام یعنې د خدای ج د ارادو په وړاندې تسلېمېدل. اسلام د الهي دینونو آخري دین دی. اسلام هغه ټول موضوعات په بر کې نیسي، کوم چې د وحې په واسطه انسان ته بیان شوي دي.
که اسلامي شریعت یوه لوري ته او نور آسماني شریعتونه چې د بشر په ټول ژوند کې ورته رالېږل شوي دي، بل لوري ته کېږدو، اسلام له هغو ټولو څخه پراخه دی.
د اسلام نوم د الله ج له خوا اېښودل شوی، د رسول اللهﷺ او یا د عربو د قوم له وجې ورباندې نه دی اېښودل شوی او نه د هغوی له امله پېژندل کېږي.
اسلام په رښتیا سره یو پوره او کامل دین دی له هر ډول دروغو او بدعت څخه پاک دی.
له اسلام څخه موخه د دنیا او آخرت دنیک بختۍ زده کړه ده.
اسلام د انسان په شعور او عقل باندې ډېر ټینګار کوي.
دا دین له انسان غواړي تر څو فکر وکړي، خپل چاپېریال جوړ کړي او ځان ته پرمختګ ورکړي.
اسلام یو منځنی دین دی افراط او تفریط پکې نشته او د هغه د احکامو عملي کول یو ساده او آسانه کار دی.
د اسلامي عقیدې بنسټ هم منطقي او روښانه دی، په هغو پوهېدل او عملي کول یې په آسانۍ سره امکان لري.
د اسلام په مبارک دین کې د خداﷻ او بنده ترمنځ کومې واسطې ته اړتیا نشته، بلکې دا دین د انسان د دنیا او آخرت ژوند، د هغه روحي او جسمي روغتیا او همدارنګه یې د ذهن او عقل وړتیا ته ډېر اهمیت ورکوي.
د همدې له امله خدایﷻ د آل عمران سورت په ۵۸آیت شریف کې فرمایي: [او هر څوک چې له اسلام پرته بل دین ته رجوع وکړي، هیڅ وخت نه بښل کېږي، هغه به په آخرت کې له زیانمنو خلکو څخه وي.]