لیکوال: جاوېد فرهاد
ژباړه: حامد بهیر
په دې لیکنه کې په لنډه توگه د کارېدونکې ژبې څو ډولونه درپېژنو؛ هغه ژبې چې هره یوه یې په خپل ځان کې بېلابېلې ځانگړنې لري چې د لیکلو پروخت باید هغې ته پاملرنه وشي.
عادي ژبه
د عادې ژبې د کارولو ساحه یوازې د ورځنیو اړتیاوو پوره کول دي. دا ډول ژبه له پیچلتیا او ادبي صنعتونو څخه لرې ده او زیاتره د ماشومانو لپاره په کتاب لیکلو کې ورڅخه گټه اخیستل کېږي.
د محاورې ژبه
د ورځنیو خبرو اترو ژبه ده او د عادې ژبې سره نږدې ده. ځینې وخت ورته شفاهي ژبه هم وایي.
لغتونه او په ځانگړي ډول مضارع فعلونه په دې ډول ژبه کې ماتیږي. د دې ډول ژبې جوړښت هم د خلکو په منځ کې عامیانه خبرو اترو ته ورته وي او په خبرو کې له هر ډول سختۍ څخه خالي وي.
علمي ژبه
دا ژبه د لیکنو (مقالو، رسالو او کتابونو) ځانگړې ژبه ده او بنسټیزه موخه یې د علمي لاسته راوړنو بیان دی په شفاف او مستقیم میتود.
د دې ژبې ځانگړنې په دې ډول دي:
ـ یو لاسی او منطقي جوړښت لري.
ـ لغتونه په خپله اصلي او واقعي مانا باندې پکې کارول کېږي مجازي او کنایي مانا نه لري.
-له علمي اصطلاحات څخه پکې کار اخیستل شوی وي.
-له هر ډول حاشیه لیکنې څخه په کې ډډه شوې وي او په مستقیم ډول باندې موضوع پیلوي.
-د دال او مدلول ترمنځ مصداق پکې په څرگند ډول کارول کېږي.
-ابهام نه لري.
ادبي ژبه
د اژبه د لفضي او بدیعي صنعتونو لکه: تشبیه، استعاره،کنایه، مجاز او… درلودونکې ده چې په ادبي ډولونو لکه: شعر، کیسه، ناول، طنز، ادبي کره کتنه او نورو مواردو کې ترېنه استفاده کېږي.
د دې ډول ژبې روح احساس او تخیل دي او روانوالی یې د لفظ او مانا په وړاندې کولو سره جوړیږي.
معیاري ژبه
رسمي ژبه ده چې په قانوني،گرامري لارو چارو باندې لیکل او تلفظ کېږي.
د دي ژبې ځانگړنې په دې ډول دي:
-په تلفظ او لیکلو کې د گرامري قوانینو تابع ده.
-په یوه منلو شوي ډول باندې چې زیاتره په پلازمېنه کې وي تلفظ کېږي.
-له لهجه لیکنې او عامیانه لیکنې څخه پکې ډډه کېږي.
-د لیکوالۍ په چوکاټ کې ترتیب شوې او منل شوې وي.
لیکونکي اوسئ!