داکتر احسان الله درمل
په ټولنیز ژوند کې متل کوو چې «وخت سره زر دی»، خو د زړهٔ ډاکټران وایي چې «وخت عضله ده». راځئ د دې طبي متل تر شا پروت راز درته ووایم.
پوهېږو چې زړهٔ ټول بدن ته وینه پمپوي، خو زړهٔ خپله هم له عضلاتو څخه جوړ شوی غړی دی او دا عضلې پخپله هم وینې ته اړتیا لري. هغه شریانونه چې د زړهٔ عضلې ته وینه رسوي، کرونري شریانونه یې بولي، چې درې لویې څانگې لري. د دې شریانونو دوه لوی ښاخونه کیڼ او یوه لویه څانگه ښي زړهٔ ته وینه رسوي.
د زړهٔ حمله دې ته وایي، چې زړهٔ ته وینه رسوونکي کرونري شریانونه (یو یا ډېر) په مکمل ډول بند شي. له دې شریانونو څخه چې هر یو کرونري شریان بند شي، نو د زړهٔ د عضلې هغې برخې ته د وینې جریان بندېږي، چې بند شوی شریان د وینې د وررسولو مسئولیت لري. هرې عضلې ته چې د وینې جریان و نه رسېږي، ورو ورو مري او بالاخره داسې یوې مرحلې ته رسېږي، چې بېرته راژوندي کېدل یې له امکانه وځي. د زړهٔ په طبابت کې تحقیقاتو او تجربو ښودلې، چې که بند شوی شریان د دوو ساعتونو (۱۲۰ دقیقو) په داخل کې بېرته خلاص شي، نو د زړهٔ عضله بېرته نارمل وظیفې ته راگرځېدلای شي.
هر څومره چې د بند شوي شریان د خلاصېدو په کار کې ځنډ کېږي، هماغومره د زړهٔ عضله له کاره لوېږي او گایډلاین وایي چې که تر څلروېشت ساعتونو وروسته، بند شوی شریان خلاص هم شي، گټه نه کوي. ځکه چې د زړهٔ د عضلې هغه برخه مړه شوې وي، چې بند شوی شریان وینه وررسوي. په لنډیو کې اورو چې:
که د شېدو لښتي ورتېر کې
خزان وهلی زړگی نه نېسي گلونه
د همدې تجربې په اساس د زړهٔ ډاکټران وایي چې «وخت عضله ده». معنا، هر څومره زر چې بند شوی شریان خلاص کړو، هماغومره زر د زړهٔ تر خطر لاندې عضله له مرگه ژغورلای شو. د زړهٔ د حملې په ناروغ که څلروېشت ساعتونه اوښتي وي او درد نهٔ لري، د شریان په خلاصولو یې باید له سره فکر وشي، چې اړتیا یې شته او که نه. د دې فیصلې لپاره ځینې نور اضافي معاینات پکار دي، چې باید ډاکټران یې ناروغانو ته ووایي.
اوس چې مو د «وخت عضله ده» طبي متل تر شا پروت مفهوم درک کړ، نو څو خبرې موږ ټولو ته په پام کې نېول پکار دي:
– که تشخیص شوه، چې ناروغ د زړهٔ حمله لري، هڅه وکړئ چې ژر تر ژره یې د زړهٔ د ناروغیو تر ټولو نږدې مرکز ته ورسوئ، چې د شریانونو د خلاصون کار یې ژر تر ژره پیل شي. تاسو چې هره دقیقه ضایع کوئ، په اصل کې د ناروغ د زړهٔ تر خطر لاندې عضله د دوباره ژوند فرصت ضایع کوي. په داسې وخت کې دا متل خامخا دریاد کړئ چې وخت عضله ده.
– د زړهٔ د حملې د ناروغانو وخت یوازې د پایوازانو له لاسه نه، بلکې د ډاکټرانو له لاسه هم ضایع کېږي. کابل کې یې کوڅه په کوڅه کتلبونه لگولي. یو روغتون انجیوگرافي په شل زره، بل یې په پنځلس او یو نیم یې په لس زره هم کوي. د سټنټونو نرخونه هم یو ډول نه دي.
ځینې روغتونونه د عاجلو خونو نرسانو، د امبولانسونو پرسونل او ډاکټرانو ته بډې ورکوي، چې د زړهٔ د حملې ناروغان دې خوا ته رالېږه. دې نامسلکي او وجدانبوږنوونکي حالت په ولس کې د ډاکټرانو او روغتونو حیثیت او باور ته ضربه ورکړې. که یو روغتون او ډاکټر ورته ووایي چې ناروغ د زړهٔ حمله لري، باید شریان یې خلاص کړو. پایوازان اول ورته وایي چې نرخ راکه. هغه په کاغذ نرخ ورولیکي او پایوازان په ټولو روغتونونو گرځي. د نرخونو پوښتنې کوي، چنې وهي او مناسب ځای لټوي. خو پام یې نه وي، چې ناروغ یوازې دوه ساعته طلایي وخت (Golden time) لري او تر هغې وروسته د تداوۍ موثریت کمېږي. له دې دوو ساعتونو څخه وروسته که شریانونه خلاص هم شي، هغومره گټه نه لري، چې باید لرلې یې وای.
– حاکمیت او خصوصاً روغتیا وزارت که د وطن د بېوسه وگړو په وړاندې مسئولیت احساسوي او د غوښو او کچالو د نرخونو له کنټروله راوزگار شوي وي، باید چې د زړهٔ د حملې د معایناتو (خصوصاً انجیوگرافي) او تداوۍ (خصوصاً انجیوپلاسټۍ) نرخونه او مواد هم په جدیت سره کنټرول کړي. داسې چې په ټولو روغتونونو کې مواد د کیفیت له لحاظه او پروسیجرونه د قیمت له لحاظه یو شان وي. بیا به کورنۍ او پایوازان مجبور نه وي، چې د پنځو یا لسو زرو افغانیو لپاره خپل ډېر عاجل ناروغ د کابل له یوه سره بل ته وځغلوي او د روغتونو په بدلولو رابدلولو کې د ناروغ له گوتو طلایي وخت وباسي.