لیکوال: عبیدالله حسام
ډېر خلک د ورورلۍ دعوه کوي، درته وایي چې د الله تعالی لپاره مې له تا سره وروري ده، خو پوهېږئ د الله تعالی لپاره د ملګرتیا معیار څه دی؟
د هغه په لیدو تاته الله تعالی در په یاد شي، یعنې دینداره وي او چې کله ورسره ملاقات کوې، مجلس مو ټول د خیر او دین په اړه وي. چې کله یې له ملاقاته ستنېږې، ستا په پوهه او معلوماتو کې زیاتوالی راغلی وي.
چط کله هغه په تا کې کو عیب ووني، نصیحت درته کوي او مرسته دې کوي او که تېروتنه دې وویني، رسوا کوي دې نه او پرده درباندې اچوي.
چې کله دې په کوم نیک کار وویني، لاسنیوی دې وکړي او مرسته درسره وکړي.
او په سختو کې حوصله درکړي.