ډاکتر احسان الله درمل
– که غواړئ چې په زړونو سوري او له نورو ولادي ناروغيو سره ملۀ ماشومان را نه وړئ، نو لطفاً په خپلو کې ودونه مه کوئ. ودونه چې هر څومره په نږدې خپلوانو او کورنيو کې وشي، هماغومره په راتلونکيو ماشومانو کې د زړۀ او نورو جنيټيکي ناروغيو کچه لوړه وي.
– د ماشوم د ژوند لومړنۍ 1000 ورځې فوق العاده ارزښتناکې دي. دغه ورځې د سپرم او هگۍ د يو ځای کېدو له ورځې څخه بيا د ماشوم تر دوه کلنۍ يا څلروېشت مياشتنۍ پورې حسابیږي.
– په دې موده کې د ماشوم هر ډول فزيکي او ذهني ځورونه د هغه په روغتيا او شخصیت اوږدمهاله او آن عمري اغېزې پرېږدي.
– په لومړيو 1000 ورځو کې د ماشومانو لپاره د سالمې غذا، محافظت او مينه ناک چاپېريال برابرول د هغوی راتلونکی ژوند له نيکمرغيو ډکولای شي.
– د طبي اقتصاد څېړنې ښيي چې که په لومړيو 1000 ورځو کې د مور او ماشوم په تغذيه او روغتيا يو ډالر مصرف شي، نو وروسته دا هر ډالر 35 ډالره گټي.