د هېوادونو د ولسمشرانو معاشونه به زموږ او ستاسو له نظره ښايي ډېر لوړ وي خو د دوی معاش د ګوګل او مایکروسافټ په څېر د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو اجرايي رئیسانو د میلیونونو ډالرو معاشونو سره د پرتلې وړ نه دی.
په همدې لنډه لیکنه کې به د یو شمېر هېوادونو د ولسمشرانو پر معاشونو یو څه رڼا واچوو.
د امریکا او ځینو نورو هېوادونو د ولسمشرانو معاشونه
د امریکا ولسمشر چې د یاد هېواد د فدرالي ادارې کارکوونکی بلل کېږي د نورو کارکوونکو په پرتله ډېر لوړ معاش لري. د امریکا متحدوایالتونو د ولسمشر معاش دا مهال په کال کې ۴۰۰ زره ډالره دی چې د میاشتې څه باندې ۳۳ زره ډالرو ته رسیږي. د متحدو ایالتونو کانګرس دا اندازه په ۲۰۰۱ کې تصویب کړې ده.
تر دې مخکې د امریکا د ولسمشر معاش د دېرشو کلونو لپاره ۲۰۰زره ډالر و. د امریکا ولسمشر ته په دې خاطر لوړ معاش ورکول کیږي چې د دې هېواد د ولسمشرۍ چوکۍ د نړۍ د موجود مشرانو په کچه تر ټولو مهمه او د ستر مقام چوکۍ ده.
د امریکا د ولسمشر د معاش خبره دومره جالبه نه ده. په نړۍ کې داسې ولسمشران هم شته چې د امریکا د ولسمشر د معاش څو برابره معاش اخلي.
د یورو نیوز د راپور له مخې، د سینګاپور صدراعظم په کال کې 1.61 میلیونه ډالر معاش ترلاسه کوي چې د نړۍ د هېوادونو د مشرانو په منځ کې تر ټولو لوړ معاش دی. د هانګ کانګ اجرايي رییس په کال کې د ۶۹۵ زره ډالرو معاش په تر لاسه کولو دویم مقام لري.
د سویس د ولسمشر معاش ۵۳۰ زره یورو دی چې په درېیم مقام کې دی خو د امریکا ولسمشر په دې درجه بندۍ کې څلورم ځای لري.
د چین ولسمشر بیا تر ټولو کم معاش تر لاسه کوي. د هغه د معاش اندازه د میاشتې شاوخوا ۲زره ډالرو ته رسیږي.
د پاکستان د ولسمشر معاش په میاشت کې ۸۵۰ زره کلدارو ته رسیږي. دا په داسې حال کې ده چې عارف علوي چې ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان ولسمشر و، دوه ځله یې د خپل معاش د ډېرولو غوښتنه کړې وه.