ژباړه: محمدحامد بهیر
۱. تل په یاد ولرئ چې هېڅ څوک د ځمکې پرمخ داسې نشته چې ستونزې ونه لري، تاسو یوازینی کس نه یئ چې ستونزې لرئ.
۲. ستونزې د ژوند یوه برخه ده، هغه څوک چې ستونزې نه لري، یو مړی دی.
۳. دحل لارې پرته هېڅ ستونزه نشته. هغه دردونه چې په ژوند کې یې تجربه کوو، حل لاره هم لري.
۴. د خپل ځان د تصور ډول چې په خپل ذهن کې یې لرئ، کولای شي ستاسو په خوښیو باندې تاثیر ولري. خپل ځان مو ارزښتمن او ښکلی تصور کړئ. په ځان د باور د کموالي او احمقانه احساساتو څخه ځان وژغورئ.
۵. د خلکو په خبرو پسې مه گرځئ. یو شمېر خلک همداسې بدې سترگې لري او شاید یوازې داسې خبرې وکړې چې ستاسو د خپگان سبب شي.
۶. له هغو خلکو سره ملگري شئ چې منطقي او مثبت فکر ولري. د هغو خلکو له ملگرتیا لرې اوسئ چې ستاسو په ستونزو پورې ټوکې کوي، یا په تاسو پورې خاندي.
۷. کله چې وزگار وئ، ځان د خپلې خوښې په کارونه مصروفه کړئ، لکه ورزش، لوبې، فلم کتل، په اینټرنېټ کې پلټنه، کمپیوټري لوبې او نور.
۸. چاته اجازه مه ورکوئ چې تاسو د خپلو پیسو یا نورو مادي شیانو په واسطه تر خپل تا ثیر لاندې راولي. هغه کس چې نن غریب دی، سبا شاید پیسه داره شي. تغییر شته.
۹. نن ورځ چې په هر ډول حالاتو کې یئ، خپله هیله مو له لاسه مه ورکوئ. تر کومه چې ژوند دی، هیلې هم شته.
۱۰. دعا کول مه هېروئ. بې له ځنډه دعا وکړئ، دعا هغه کتلست دی چې کولای شي برکتونه په بیړه تر تاسو پورې در ورسوي.
۱۱. زړور اوسه دهغه څه لپاره چې غواړې یې کوښښ وکړئ. ژوند تېرېدونکئ دی، که تېرېدونکئ نه وای بیا خپلو هیلو ته نه شوای رسېدلی. دنورو لپاره خپل اصلیت مه بدلوئ، ځکه هېڅ څوک نه شي کولای ستاسو رول تر تاسې ښه ولوبوي. تاسو غوره یئ، نو خپله شئ.