لیکوال: اقامحمد قریشي
هغوی دغه خوندوره په ډيپلوماتیکو مېملستیاوو، مجلسونو، ډالیو او نورو برخو کې کاروي. له دې کاره یې موخه په بهرني سیاست کې د باور او ښه نیت جوړول او دغې مېوې ته د بازار موندنې او په پایله کې د سیاسي او اقتصادي ګټې ترلاسه کول دي.
په ۲۰۱۵ز کال کې د پاکستان لومړي وزیر، نواز شریف د هند لومړي وزیر، نرېندرا مودي ته د رسمي چېنلونو له لارې ام د ډالۍ په توګه لېږلي وو.
هندیانو او رسنیو ته دا کار ځکه حیراوونکی وو چې پاکستان هماغه مهال تور پورې کړی و، چې هند د پاکستان پر فضا بې پېلوټه الوتکې ګرځولې وې. له دې ښکاري چې ډيپلوماسي په خپل ځان او د ډيپلوماسۍ ځانګړې او اغېزناکې لارې چارې د یوه هېواد د بهرني سیاست لپاره ځانګړی اهمیت لري.
دې ته ورته، کله چې شهباز شریف د ۲۰۲۲ز کال په اپریل کې د پاکستان د ۲۳م، لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړه، د بنګله دېش لومړۍ وزیرې، شیخ حسینې خپل دغه سیال ته زر کیلو ګرامه ام د ډالۍ په توګه لېږلي وو. همدارنګه یې د هند لومړي وزیر، نرېندرا مودي او د دې هېواد ولسمشر رام نات کویند ته هم په همدې کچه د امو ډالۍ ور لېږلې وې.
په ۱۹۷۱ز کې له پاکستان څخه د بنګله دېش له جلا کېدو وروسته، دغه ډول ډيپلوماتیکو کړنو تل د رسنیو پام ور جلب کړی دی.
ډيپلوماسي په بهرني سیاست کې یو پراخ او هر اړخیز مفهوم دی چې د دولتونو ترمنځ د مذاکراتو او اړیکو د ساتلو د هنر په توګه پېژل کېږي.
دغه چاره هغه ډيپلوماټان پرمخ وړي چې په دې برخه کې روزل شوي او د خپل هېواد په استازیتوب په نورو هېوادونو کې د شخړو د حل، د سوداګریزو چارو د پرمختګ او د خپل هېواد د سیاسي اجنډا د پرمخ وړلو دنده پر غاړه لري.
ډيپلوماسي په بېلابېلو بڼو پر مخ وړل کېږي، د هېواد مشرانو ترمنځ د رسمي مجلسونو، یو بل ته د خواخوږۍ، مبارکۍ او نورو مناسبتونو اړوند د رسمي لیکونو لېږلو، ډالۍ ورکولو او ان د عادي او غیري رسمي ناستو پرمټ هم ډيپلوماټیکې موخې ترلاسه کېږي.
د ډيپلوماسۍ دغه ځانګړې تګلاره په بېلابېلو هېوادونو کې په مختلفو بڼو د ډيپلوماسۍ په حوزو کې دود ده. څنګه چې جاپانیان خپل په تولید شوو موټرو، چینایان په پانډا ډيپلوماسۍ (Panda Diplomacy) او فرانسویان د خپلو شرابو په تولید ویاړي، هماغسې پاکستان، بنګله دېش او هند د ام مېوې په تولید او ډيپلوماسۍ ویاړي او دا کار له لسیزو کوي.
د ډيپلوماسۍ دغې اغېزناکې تګلارې ته په کتو، د افغانستان په ډيپلوماسۍ کې د کندهاري انارو ارزښت څنګه دودولای او ارزښت ورکولای شو؟ د افغانستان د بهرنیو چارو دستګاه کولای شي دا کار وکړي او ددغه بهیر لپاره د افغانستان د انارو ډيپلوماسي (The Afghan Pomegranate Diplomacy) د یوه غوره، اغېزناک او معقول بدیل په توګه وړاندیز کوم.
په کور دننه د کندهار انار ډېر مشهور او دغه راز نړیوال شهرت لري، که یو هېواد مشر یا لوړ پوړی ډيپلوماټ دغه خوندوره او نامتو مېوه له افغان لوري څخه په ډالۍ کې ترلاسه کوي، هرو مرو به بې اغېزې نه وي او له اړوند هېواد سره به د اړیکو په پراخېدو، ښه نیت او باور جوړولو کې پام وړ مرسته وکړای شي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت کولای شي د انارو ډيپلوماسي د وزارت په کچه د یوې منظمې طرحې له مخې په ښه توګه دود کړي. کولای شي د هېوادونو مشرانو، ډيپلوماتیکو مېلمنو او سیالو چارواکو ته د انارو په موسم کې همدا خوندوره او نامتو مېوه له یوه ځانګړې پېکینګ سره په ډالۍ کې ولېږي.
د سوداګرۍ، روغتیا، پوهنې وزارتونه او نورې دولتي ادارې هم کولای شي چې له بهرنیو مېلمنو سره د کتنو او د بهرنیو سفرونو پر مهال خپلو سیالو مسوولینو ته انار په ډالۍ کې ورکړي.
د کندهار د انارو د بازار موندنې لپاره دغه یوه اړینه لاره ده او کولای شي چې پر ډيپلوماتیکې حوزې سربېره نړیوالو نندارتونونو (International Expos) ته هم د کندهار خوندور انار لار پیدا کړي او د هېواد له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
بازار موندنه کې مرسته
په نړیواله کچه هند، چین، ترکیه او ایران له افغانستان څخه ډېر انار تولیدوي او بهرنیو هېوادونو ته یې لېږي، خو د افغانستان انار ډېر خوندور او نامتو دي چې ځینو لیکوالو ان د سرو یاقوتو نوم ورته کارولی دی.
د کندهار او د هېواد د نورو سیمو د انارو لپاره د نړیوالې بازار موندنې، د انارو د باغوانانو، په دې برخه کې له بوختو کارګرو او په ټوله کې د هېواد له اقتصاد سره پام وړ مرسته کوي.
د هېواد په سوېلي سیمو کې انار ښه وده کوي، خو د مواصلاتي لارو او مناسب بازار نه شتون یې د ترویج پر وړاندې لوی خنډونه ګڼل کېږي. که د هېواد په سوېلي سیمو کې د انارو د باغونو پر ترویج او پراختیا پانګونه وشي، د اقتصادي ګټو، د دندو په موندلو او د تریاکو د کرنې په مخنیوي کې مرسته کولای شي.
پورته دلایلو ته په کتو په ډيپلوماسۍ کې د ښه نیت او باور جوړولو لپاره د انارو د ډالیو او دې ارزښتناکې مېوې ته د بازار موندنې لپاره څو ټکي په ګوته کوم:
- تر دې دمه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د انارو ډيپلوماسۍ په نوم کوم څه نه لري او که دغې برخې ته پاملرنه وکړي، د هېواد پر ډيپلوماتیکو هڅو به ژور او مثبت اغېز ولري؛
- د افغانستان د انارو ډيپلوماسۍ ته پاملرنه کولای شي، د کندهار او د هېواد د نورو سیمو له انارو سره په نړیواله کچه د بازار موندنې په برخه کې مرسته وکړي؛
- د ډيپلوماسۍ دغه روش د هېواد د کرنې سکټور په ځانګړې توګه د انارو باغدارۍ ته د نړیوالو پاملرنه جلبوي.