د افغانستان او بنګلهدېش کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ سبا (چهارشنبه، د لړم ۱۶مه) د درې یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره کیږي.
د دې سیالیو کوربتوب افغانستان کوي او په شارجه کرېکټ لوبغالي کې د افغانستان پر وخت یوه نیمه بجه پيلیږي.
په پام کې ده چې دواړه لوبډلې د روان نوومبر په نهمه او یوولسمه درېیمه یو ورځنۍ سیالي وکړي.
د افغانستان او بنګلهدېش ټیمونه پهداسي حال کې له یو بل سره یو ورځنۍ سیالۍ کوي، چې تازه د افغانستان الف یا ابدالیانو ټیم د اسیا د ایمرجنګ لوبډلو اتلولي وګټله او تر هغه مخکې د افغانستان ملي لوبډلې د جنوبي افریقا پیاوړي ټیم ته د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې ماتې ورکړه.
له دې سره په یو وخت باید وویل شي چې افغان لوبډله له تېرو څو ورځو راهیسې په دوبۍ کې پر تمریناتو بوخته ده او د کریکټ بورډ د مسوولانو او لوبغاړو په وینا، دوی د بنګلهدېش پر وړاندې له پوره چمتووالي سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.