ژباړه: ګلثوم محمدي
رنګونه زموږ په ورځني ژوند کې مهم رول لوبوي. له شاوخوا طبیعت څخه نيولې د جامو ډيزاين، د کورونو په سينګار کې او ان په سواگريزو برنډونو کې هم ترې ګټه اخيستل کېږي. هر رنګ د يو ځانګړي پيغام په لرلو سره کولای شي، زموږ پر احساساتو، سليقې، افکار او کړنو اغېز وکړي.
ايا تراوسه په دې فکر کولی چې ولې يوه شنه (ابي) رنګه کوټه انسان ته د ارامتيا احساس وربښي. يا ولې سورې جامې ډېر پام ځانته را اړوي؟ د رنګونو ارواپوهنه د دې پټو اړيکو د موندلو هڅه کوي. او دا موږ ته را زده کوي، چې څنګه کولای شو د روحیې ښه کول، خلاقيت ته وده ورکول او د ژوند د توازن لپاره د رنګونو له ځواک څخه ګټه واخلو.
راځئ چې په ګډه سره خپل معلومات د رنګونو په اړه لا زيات کړو.
د رنګونو ارواپوهنه څه شی ده؟
د رنګ ارواپوهنه (Color Psychology) د انسان پر احساساتو، افکارو او همداسې د انسان پر کړنو د رنګونو اغېز مطالعه کوي. د دې مطالعې څخه موخه دا ده، چې دا برسېره کړي چې ايا رنګونه زموږ پر ژوند او تصميمونه اغېز کوي. د بېلګې په ډول، ايا د جامو رنګ د دې لامل کېږي، چې موږ يې را واخلو؟ يا هم د يوه بسته بندي شوي محصول رنګ د دې لامل کېږي چې د بل محصول پر ځای يې را واخلو؟ د دې ټولو پوښتنو په ځواب کې بايد ووايو هو، رنګونه د هر انسان په ورځنۍ ژوند اغېز کوي.
په ارواپوهنه کې د رنګونو معنا
۱ – سور رنګ: دا رنګ د انرژي، لېواليتا، هيجان او ځواک په لرلو سره د بدن د ميټابوليزم او د تنفس د لوړوالي لامل کېږي. سور رنګ د زړه ضربان زياتوي، دا رنګ د جګړې، خطر، ځواک، عزم او مينې يادونه ده او د نورو پام ځانته را اړوي.
۲ – شین( ابي) رنګ: شين رنګ انسان ته د ارامتيا احساس وربښي. د دې رنګ مهمې ځانګړتياوې عبارت دې له باور، استحکام، سوله او هماهنګي دي. ارواپوهان په دې باور دي، چې دا رنګ د سور رنګ پر خلاف د زړه ضربان اراموي او د اسټرس او اضطراب په کمولو کې هم مرسته کوي. شين رنګ کولای شي د خلکو تمرکز زيات کړي.
۳ – زېړ رنګ: زېړ رنګ د خوښۍ، نېکمرغۍ، نوښت او د انرژي احساس زياتوي. د دې رنګ روښانتيا د دې لامل کېږي چې د انسان ذهن فعال شي او د ذهني فعاليت د ډېروالي لامل کېږي. دا رنګ د دې لامل کېږي چې انسان نوي فکرونه وزېږوي او نوښت وکړي.
۴ – زرغون(شین) رنګ: ارواپوهان وايي چې زرغون رنګ د هيلې، تازه والي، ارامي، روغتيا او بښنې ځانګړتياوې لري. دا رنګ د انسان د ذهن د ارامتيا لامل کېږي، دا رنګ د سترګو لپاره هم ګټور دی او د ليدو د زياتوالي لامل کېږي.
۵ – سپين رنګ: ارواپوهان وايي سپين رنګ د پاکوالي، ساده والي، عاجزۍ او بې ګناهۍ په معنا دی؛ خو په ځينو ځايونو کې بیا دا رنګ د يخنۍ او عزاداري په معنا هم کارول کېږي. په عمومي توګه ويلی شو سپین رنګ د وېښتیا، ښکلا، بشپړتيا،خلاقیت يا هم نوښت په معنا.
۶ – تور رنګ: د رنګونو په ارواپوهنه کې تور رنګ د ځواک، رمز او راز، جديت او پېچلتيا نښه ده. دا رنګ ډېر پراخ مفهوم لري، ځينې خلک دا رنګ د خپګان او غوسې رنګ بولې، حال دا چې د ځينو نورو لپاره د ځواک سمبول دی.
۷ – نارنجي رنګ: نارنجي رنګ د سور او زېړ رنګ څخه ترکيب شوی دی. دا رنګ د لېوالتيا، خلاقیت، نوښت، بریا او توازن نښه ده.
پر سوادګرۍ د رنګونو اغېز
د رنګونو ارواپوهنه په سوادګرۍ کې خورا مهم رول لوبوي؛ ځکه رنګونه په مستقيمه توګه د انسان پر احساساتو او پرېکړو اغېزه کوي. برنډونه د رنګونو په کارولو سره پېرودونکو ته ځانګړي پيغامونه رسوي. په حقیقت کې د رنګونو په ارواپوهنه پوهېدل د پېرودونکو د جذب يو لامل دی. ځکه رنګونه لومړی شی دی چې پر پېرودونکې اغېز کوي. له همدې امله د رنګونه پوهاوي په سوداګرۍ کې د برياليتوب لامل کېدای شي.
د خلکو شخصيت پېژندل د رنګونو له مخې
د رنګونو په ارواپوهنه کې دې ته ډېر پاملرنه شوې ده، چې څنګه رنګونه د خلکو پر شخصیت کې اغېز کوي. ځينو ارواپوهانو د داخلي ځانګړتياوو او شخصي غوښتنو د موندلو لپاره د خلکو د خوښې رنګ د يوې وسیلې په توګه کاروي. اوس د هغو رنګونو په اړه معلومات ترلاسه کوو چې د انسان پر شخصيت کې اغېز کوي:
۱ – سور: هغه کسان چې دې رنګ سره علاقه لري، معمولا لېواله، په زړه پورې، فعال او په ځان باور لري. د دې رنګ کارول اوږده مهاله کېدای شي د تېري( پرخاشګري) لامل شي.
۲ – شين( ابي): هغه کسان چې له شينه رنګ سره علاقه لري، معمولا دا کسان ارام شخصيت لري، محافظه کار، په ځان باور، متعادل او متمرکز دي. دوی غواړي چې په کنټرول شوې چاپېريال کار وکړي.
۳ – زېړ: هغه کسان چې دې رنګ ته مينه لري، معمولا تخليقي فکر، ځواکمن، تازه او له انرژي څخه ډک دي.
۴ – زرغون( سبز): هغه کسان چې دې رنګ سره مينه لري، معمولا ټولنيز، زړه سوانده او مهربان دي او په ډېر مسوولیت سره خپله دنده ترسره کوي.
۵ – بنفش: هغه کسان چې دې رنګ ته علاقه لري، معمولا دوی خيال پردازهذشخصيت لري. دوی خپلواک، تخليقي فکر لرونکي او متفکر دي.
۶ – نارنجي: هغه خلک چې نارنجي رنګ سره مينه لري، معمولا ښه طبیعت، ټولنيز او ځواکمن دي. دغه کسان ټيمي کار سره لېواليتا لري او هغه کارونه چې هيجان پکې وي ښه راغلاست ورته وايي.
۷ – سپين: د دې رنګ مينوال عالي شخصيت لري، دا رنګ د سولې، نظم او ارامتيا نښه ده. هغه کسان چې دې رنګ سره مينه لري معمولا له پېچلتياوې ځان لرې ساتي.
۸ – تور: هغه خلک چې تور رنګ سره علاقه لري، معمولا دوی ځواکمن شخصیت لري او ښایي دوی د خپلو احساساتو په اړه محافظه کار وي.