د امریکا نړیواله پراختیایي اداره (USAID) وایي چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس په نندارتون کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان د زعفرانو د پېرلو قرارداد لاسلیک شوی دی.
دې ادارې ویلي چې په پاریس نندارتون کې یو پېرودونکي په کلني ډول د افغانستان ۶۰۰ کیلوګرام زعفرانو قرارداد ورسره لاسلیک کړی دی.
د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې دا هم ویلي چې دا کلنی قرارداد یې د ۲۰۲۴ کال پاریس نندارتون کې ترلاسه کړی چې ارزښت یې یو میلیون او ۷۰ زره ډالر کېږي.
ویل کېږي چې یاد قرارداد به د افغانستان د زعفرانو د ارزښت لوړېدو سربېره د افغانستان د خلکو پر اقتصادي وضیت هم مثبت اغېز وکړي.
تر دې وړاندې هم بار بار د افغانستان زعفرانو په نړیوال بازار کې لوړ مقام ترلاسه کړی و.