حمیدالله حمیدي
د ایوب سلطان جومات، لومړنی جومات دی، چې په ترکیه کې د استانبول له فتحې وروسته په دغه ښار کې جوړ شوی دی. دغه جومات په ۱۴۵۸ مېلادي کال کې د عثماني ترکانو لخوا د استانبول د ایوب په سیمه کې، چې د طلایي شاخ له خلیج سره نږدې موقعیت لري، جوړ شوی دی.
د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې د سختې زلزلې له کبله د جومات ډېری برخې ونړېدې او ورانې شوې. له همدې کبله په۱۸۰۰ مېلادي کال کې له منارو پرته دغه جومات یو ځل بیا له سره ورغول شو.
د ایوب انصاري مقبره هم چې د حضرت محمد (ص) صحابي دی، د همدې جومات په څنډه کې موقعیت لري او مسلمانان یې زیارت کوي. پر لمونځ کوونکو سربېره هر کال په زرګونه مسلمانان د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه د دې جومات لیدو ته ورځي او لمونځونه په کې ادا کوي. دغه جومات ټول ټال څلور منارې، یوه لویه او څلور کوچنۍ ګنبدې لري.
جومات شاوخوا پارک لري، چې د خرما پر ونو او نورو زینتي بوټو ښایسته شوی دی. دغه جومات د نړۍ په لویو، مشهورو او ښایسته جوماتونو کې راځي. ددغه جومات د شاوخوا سړکونو او جادو د جوړېدو تاریخ هم د عثمانیانو دورې ته ورګرځي. دغه راز د ایوب سلطان د جومات په څنګ کې چې کوم پلورنځي دي د عثمانیانو د دورې جامې او وسایل چې اوس نوي خو په هماغه سبک جوړېږي پکې پلورل کېږي.