سره له دې چې د لرغونې زمانې انسانانو ډېر ابتدايي وسایل او اسباب په واک کې لرل، خو د معمارۍ، صنعت، کرنې او نورو برخو کې ترې پاتې اثار دا ښيي چې د پخواني عصر او ننني عصر د انسانانو د ذهني وړتیا او ستونزو ته د حللارو د موندلو تشخیص کې توپیر نه لیدل کېږي. هغه توپیر چې موږ یې نن د پخوانیو او اوسنیو انسانانو په وړتیا او کارکردګۍ کې وینو، یوازې د علومو پرخوالی او د تکنالوجۍ تکامل دی. له ساینسي پلوه هم داسې شواهد نه شته چې وښيي په تېرو سلګونو زرو کلونو کې دې د انسانانو د پېژندنې یا درک په وړتیا کې کوم پام وړ بدلون راغلی وي. جرېډ ډایموند په خپل مشهور کتاب (Guns,Germs and Steel) کې لیکي: که څه هم د لرغونو او اوسنیو ټولنو ترمنځ د هغوی د ټکنالوجیکي او علمي برترۍ ترمنځ ظاهري توپیر لیدل کېږي، خو د هوښ او خلافیت پلوه د پخوانیو او اوسنیو انسانانو وړتیاوې د پرتلې وړ دي. یووال نوح حراري هم په (Sapiens) کې لیکلي هغه ذهني وړتیا چې لومړنیو انسانانو یې پرمټ پېچلې ټولنې رامنځته کړې، له پیله په انسان کې موجوده وه چې دغه وړتیا د وخت په تېرېدو سره د پوهې او د ټکنالوجیکي نوښتونو د پراختیا له کبله زیاته شوه.
زما په لاس کې دغه جسم د مس عینک کان ساحه کې د هغو ویلې شویو مسو پاتې شونی دی، چې شاوخوا ۱۸۰۰ یا ۲۰۰۰ کاله مخکې دلته د کوشانیانو، ساسانیانو او یفتلیانو له خوا استخراجېدل. ویل کېږي چې دلته ۸۰۰ کاله د مسو استخراج روان و. که تاسو د عینک ساحې په ځانګړې توګه مرکزي کان له نږدې وګورئ؛ نو په ساحه کې به د ویلې شویو مسو دا ډول خواره واره ډېر پاتې شونې ووینئ. مرکزي کان چې لرغوني اثار هم همدلته دي، د لوړ کیفیت (تر ۲ سلنې لوړ ګرېډ لري) او په کم عمق کې د مسو لرلو کبله د پام وړ ساحه ده.
ما د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یو شمېر لرغونپوهانو له خولې اورېدلي چې دلته یې د کیندنو په لړ کې داسې وسایل کشف کړل چې غالباً مس پرې استخراجېدل او بیا په کُرو کې ویلې کېدل. دلته سکې هم موندل شوي چې د همدې کان له مسو څخه جوړېدلې.
نو، عینک ساحه سربېره پر دې چې یو ستره اقتصادي خزانه ده، د لرغونتیا جاذبه هم لري او د وروستیو کیندنو په لړ کې دا هم څرګنده شوه چې دلته تر کوشانیانو هم زرګونه کاله مخکې تمدنونه تېر شوي چې دا زموږ د وطن د ۵ زره کلن تاریخ له اثبات سره مرسته کوي. همدا وجه وه چې دغه کان د قرارداد په لومړیو کلونو کې چې کله په ساحه کې لرغوني اثار کشف شول، د یوې اقتصادي پروژې په توګه یې د خلکو پام د یوه ورک تاریخ پیدا کېدو ته چې د افغانستان د ۵ زره کلن تاریخ د اثبات لپاره یې یو مهم سند وړاندې کاوه، واړاوه.
شهید داوود خان د مس عینک کان د اکتشاف او استراج لپاره اساسي پلان درلود. افغان او د پخواني شوروي اتحاد انجنیرانو څلور کاله (۱۹۷۴-۱۹۷۸) د عینک ساحه کې اکتشافي فعالیتونه وکړل. هغه برمې او اکتشافي صوفونه چې د داوود خان په وخت کې وهل شوي-په ځانګړې توګه د مرکزي کان ساحه کې، د پام وړ دي او که له نږدې وکتل شي باور مو نه راځي. زه تېر کال ورغلم، یو صوف ته ننوتم چې پای مې یې پیدا نه کړ. د داوود خان د وخت اکتشافي ډېټا په ۲۰۰۶ کال کې د امریکا د جیولوجي سروې ادارې او بیا خپله قراردادي شرکت MCC په ډېر کم توپیر سره تایید کړه.