افغان لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې بنګلهدېش ته د ۹۲ منډو په توپير ماتې ورکړه.
د افغانستان او بنګلهدېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو کرېکټ سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه نن (چهارشنبه، د نومبر ۶مه) وشوه.
دا لوبه د افغانستان په کوربهتوب په شارجې لوبغالي کې وشوه.
په دې سیالۍ کې د افغانستان په ګټه د توپوهنې په برخه کې محمد نبي ۸۴ او حشمتالله شهیدي ۵۲ منډې جوړې، او بنګلهدیشۍ لوبډلې ته یې ۲۳۶ منډې هدف وټاکه.
د بنګلهدیش لوبډلې بیا د لوبې په ۳۵ ام اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۴۳ منډې جوړې کړای شوای.
د ویلو ده چې د افغان لوبډلې د توپاچونې په برخه کې الله محمد غضنفر د نورو توپاچونکو پرتله ښه توپاچونه وکړه او ۶ لوبغاړي یې وسوځول.