هندي رسنۍ وایي چې د یاد هېواد حکومت ‘د میټا په نورو پلیټفارمونو د هندي وګړو د معلوماتو د خپرولو له امله’ پر واتساپ ادارې ۲۵ میلیونه ډالره جریمه اېښې ده.
د راپورونو له مخې چې هند دا اقدام ځکه کړی چې ګواکې واتساپ ادارې د دوی د حکومت له غوښتنې پرته د هندي خلکو معلومات د میټا په نورو پلیټفارمونو هم خپاره کړي دي.
واتساپ د میټا کمپنۍ یو پلیټفورم دی او دا مهال په هند کې ۵۰ کروړه ګټه اخیستونکي لري.
هندي حکومت د راتلونکو پنځو کلونو لپاره په واتساپ باندې د معلوماتو پر شریکولو بندیز لګولی، او د راپورونو له مخې چې دوی په دې برخه کې خپله څېړنه په ۲۰۲۱ کال کې پیل کړې وه.
د ویلو ده چې میټا کمپنۍ فیسبوک، انسټاګرام او د ټولنیزو شبکو ځینې نور پلېټفارمونه هم لري.