کابل شاوخوا ۴۵۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري چې نږدې ۱۶۰۰ کیلومتر مربع (٪۳۷) هواره او پاتې یې ناهمواره ځمکه ده. کله چې تاسو په الوتکه کې د لوېدیځ یا شمال له لوري د کابل فضا ته داخلېږئ، نو د خپل سمارټ فون په مرسته د الوتکې له یوې کړکۍ څخه د کابل ښار ټوله نقشه کپچر کولای شی. اوسمهال په دې ښار کې څه باندې ۵ میلیونه انسانان اوسېږي. البته دغه نفوس هم تر ډېره په هغو سیمو کې متراکم دی چېرته چې د ژوند ابتدايي امکانات او زېربنا شته، پاتې د سکونت له اړخه په کابل ښار کې د نفوسو وېش ډېر غیر متوازن دی.
د بحث اصلي موضوع په کابل ښار کې د مسکن ستونزه ده.
تر درې کلن ځنډ وروسته کابل ښاروالۍ تازه په ښار کې په شخصي ملکیتونو کې ساختماني فعالیتونو ته اجازه ورکړه. په دې برخه کې یو ښه خبر دا دی چې اوس یو کس کولی شي په خپله ځمکه کې تر ۱۰ پوړونو پورې ودانۍ جوړه کړي. دا چې په لویو ښارونو کې نفوس په چټکۍ سره زیاتېږي او له بلې خوا زموږ د ښارونو متروپولټین ساحه (د ښار هسته) ډېره محدوده ده، نو اړتیا ده چې عمودي پراختیا ترویج شي؛ په دې معنا چې د نړۍ د نورو ګڼ مېشته پلازمېنو په څېر په کابل کې هم باید له ځمکې څخه اعظمي استفاده وشي او کوښښ دې وشي چې داسې لوړ پوړیز هستوګنیز بلاکونه جوړ شي چې په یوه ټوټه ۳ بسوه يي ځمکه کې د لسګونو رهایشي واحدونو د جوړېدو ظرفیت موجود وي. د کابل ښار زیاتره پلاني سیمې چې پنځوس یا څلوېښت کاله مخکې نقشه شوې وې، د اوسنیو شرایطو ځواب ویونکې نه دي. د کابل په مرکزي برخو کې داسې هستوګنیزې یا رهایشي ځمکې هم شته چې مساحت یې تر معیاري حد پورته دی، یعنې تر ۸ بسوې پورې دی چې یوازې یوه متوسطه کورنۍ پکې اوسېږي.
خو عمودي پراختیا متناسبو اقداماتو ته اړتیا لري. که موږ څومره کورجوړونه وکړو خو چې د ترانسپورت، برېښنا، اوبو او د روغتیايي خدماتو په شمول د ژوندانه اساسي اړتیاوې مهیا نه کړو، دا یو بل اجتماعي ناورین دی چې له بده مرغه کابل عملاً له همدې ستونزې سره مخ دی. له بلې خوا په شخصي ملکیتونو کې د رهایشي واحدونو د مالکیت ناڅرګند وضعیت بله حقوقي ستونزه ده چې ما په دې اړه څه وخت مخکې یوه تبصره کړې وه.
کابل کې کور یوه جدي ستونزه ګرځېدلې. ډېرو خلکو دا ګومان کاوه چې د سولې او امنیت په راتګ سره به پر ښارونو د خلکو هجوم راکم شي او ډېری کورنۍ ممکن بېرته کلیو ته ستنې شي، خو اوس معکوس حالت وینو. کابل ښار کې د املاکو بازار ښه په کش روان دی، د خرڅلاو ځمکې ګرانې شوې دي او د ښار په مرکزي ساحو کې کرايي کورونه په سختۍ پیدا کېږي او هم یې کرایې لوړې شوې دي.
موږ ډېرې ستونزې په مخکې لرو، له بده بخته!