دوکتور اجمل ښکلی
يو وخت مې په دوو قلمونو د ليک چل زده کړی و، فکر مې کاوه، چې هغه څوک د اوسېدو حق نه لري، چې دا ډول ليک يې زده نه وي. کله به مې ويل، چې بېخي جاهل او بې کماله دي. مشرې خور ته مې دا فکر له خولې ووت، هغه رانه ماڼېجنه شوه.
هغه وخت زه په ښوونځي کې وم او مسايل مې نشو تحليلولای؛ خو وروسته وروسته متوجه شوم، چې د خپل کمال په اړه دا ډول فکر معقوليت نه لري.
يو بل لامل هم زما د هغه فکر تر شا ولاړ و. هغه وخت مې خط خراب و، اوس هم خراب دی. ما هڅه کوله، چې څرنګه پر دې ستونزه برلاسی شم او د ملګرو ترمنځ مې د کمترۍ احساس رام کړم. ما په يوه قلم د ښايسته خط ليکلو چل زده نه کړ؛ خو په غبرګو قلمونو مې ګوزاره کوله، نو د محروميت په هغسې شديد احساس کې دا ناطبيعي نه برېښېده، چې په دوو قلمونو څوک خوشخطي نشي کولای، هغوی دې ناپوه وبولم او په يوه ډول خپله عقده په هغو خلکو سړه کړم، چې په سترګو سترګو کې يې زما په خط پورې خندل.
پخوا چي خطونه په لاس ليکل کېدل، مکتب ته د تګ يوه موخه د خوشخطۍ زده کړه وه. که چا به ښه خط نه درلوده او هر څومره به تکړه و، خلکو ورته د عالم په سترګه نه کتل، لا چې سپک يې ګاڼه. پلرونو به بچو ته پيغور ورکاوه، چې زما پلار يوازې شپږمه پورې درس ويلی و، داسې خط يې و لکه چاپ.
وروسته وروسته چې پر کمپيوټر ټايپنګ ډېر شوم او لاسي ليک کم شو، زه هم په يوه ډول له لانجې خلاص شوم. خو يوازې دا لامل نه و، بلکې د ډېرو ښو استادانو ليکونه مې په خراب حالت کې وليدل او دې پايلې ته ورسېدم، چې ليک مازې وسيله ده، چې يوازې ولوستل شي او منځپانګه ولېږدوي، کافي ده.
انسان د شيانو له افادې سره سم، د هغو ښکلا ته هم ګوري. که له لمر او بارانه د خونديتوب لپاره کور جوړوي، نو د خپل ښکلاييز ذوق د خړوبولو لپاره پکې نظم و سينګار ته هم ګوري. دا خبره د ليک په اړه هم کولای شو، چې که پيغام رسوي، بايد ښکلی هم وي؛ خو پخوا چې سواد کم و او ليک کم و، ښکلا يې اهميت درلوده. يوازې دا نه، بېسوادو که ليک نشو لوستلای، د ليک د ښکلا درک يې درلوده؛ نو فکر يې کاوه چې علم په خوشخطۍ کې دی۔ که به دې خط خراب و، د نظر له غشي دې يې ځان نشو خلاصولای.
اوس چې ليکل او چاپول کمپيوټر کوي، د ليک وسيله يي اړخ راجوت شوی، ښکلاييز اړخ ته يې يوازې د خوشخطۍ په کورسونو کې توجه کېږي؛ خو اوس څوک د شهرت بام ته د خوشخطۍ په زينه نشي ختلای.
د ګڼو ښو ليکوالو خرابونو خطونو دا تصور راکړ، چې که د چا موخه ښکلی خط وي، ښايي نوې خبرې راته و نه لري او چې څوک راته نوې خبره کوي، د خط په ښکلا پسې ښايي سر و نه ګرځوي. ممکن دا خبره مازې حدس وي يا په يوه ډول د خپلې پخوانۍ غوټۍ اشباع.
پښتانه وايي، چې خواړه د لوښې له مخې خوړل کېږي. زه چې اوس په کمپيوټر ليکنه کوم، د ليک ښکلا ته ګورم، چې کوم فونټ خوند راکړي، هغه انتخابوم، ځکه د هغه له برکته له ليکلو خوند اخلم. ما تجربه کړې، چې دا ډول ليکنې مې خلکو هم په خوند لوستې. ارواپوهان وايي، چې لاشعوري غوټې او هيلې له سړي سره د سيورې غوندې روانې وي. که په دروازه ووځي، په کړکۍ راننوځي. ممکن زه به د کمپيوټر په ښکلو فونټونو کې خپله هغه پخوانۍ کمتري رام کوم؛ خو د کمپيوټر او لاسي خط ترمنځ بيا هم توپير شته او هغه دا چې لاسي خط ته به پام کوې، چې دا ښايي ستا ذهن د منځپانګې او ليک ترمنځ ووېشي او له دې امله منځپانګې ته ډېره پاملرنه ونشې کړای؛ خو په ټايپنګ کې د فونټ اعمال د کمپيوټر پر غاړه وي او د ژبې ښکلا يا د منځپانګې نوښت او دقت ته دې له توجه نه راګرځوي.
چې د څانګې آمر شوم، زړه کې اندېښنه راپرېوته، چې احکامو ته خو ښکلی ليک پکار دی؛ نو د خطاطۍ په کورس کې مې ځان واچاوه، په نستعليق مې د تورو د ليکلو چل زده کړ؛ خو هغه بايد ورو او په دقت ليکل شوی وای او ما چې عمرونه په خراب ليک تېر کړي وو او په ژر ليکلو روږدی شوی وم، حوصله مې نه درلوده، چې په يوه جمله احکامو نيم ساعت تېر کړم؛ نو خوشخطي رانه بېرته هېره شوه او بېرته خپل پخواني ريتم ته راوګرځېدم.
پخوا چې د ليکلو يوازنۍ وسيله لاسي ليک و، ليک ډېر پرمختګ وکړ. په اسلامې نړۍ کې چې نورو هنرونو ته توجه کمه وه، د ليک پرمختګ ته لار هواره شوه. نسخ، تعليق، نستعليق، شکسته، ثلث او ګڼ ډولونه يې مروج شول، چې د صراحت لپاره نسخ او بيا نستعليق کارېده؛ خو د ښکلا په موخه تعليق او نور چې لوست يې اسانه نه و. اوس چې قلم د انسان له لاسه کمپيوټر اخيستی، د خط پخواني ډولونه، چې پخوا يې د سواد د زده کړې لپاره زده کړه الزامي وه، رانه هېر شوي دي.
د ليک ښکلاييز اهميت چورلټ ختم نه دی؛ خو د صراحت پر وړاندې کم شوی دی. اوس موږ او تاسو په ويبپاڼو کې ليکنې په دې خاطر نه لولو، چي ليک يې ښايسته دی.
…………………………………………
په غبرګو قلمونو زما د ليک تجربه وايي، چې ممکن موږ د خپلو مهارتونو، شوقونو، مسلکونو او وسايلو په اړه هم دا فکر ولرو. د ساينس يو محصل ښايي فکر وکړي، چې يوازې ساينس په درد خوري او ټولنيز علوم بې مانا دي يا يو ديني عالم نور خلک ځکه سپک وګڼي، چې ګنې ټول علم له ده سره دی او نور هسې ببولالې غږوي؛ خو ټول مسلکونه په اصل کې د ټولنې د اړتياوو د پوره کولو لپاره دي، ځکه اوس پخوانی وخت نه دی، چې خلکو به علم يوازې د علم لپاره يا د برم لپاره زده کاوه.
پخوا خلکو فکر کاوه، چې سواد دار هغه دی، چې خط يې ښکلی وي، اوس خلک فکر کوي، چې ښه مسلک هغه دی، چې سړی پرې شتمن شي. څرنګه چې د خوشخطۍ په اړه د پخوانو خبرې دقيقې نه وې، د مسلکونو په اړه اوسنی ټولنيز ذهنيت هم يوازې د خراب اقتصاد ښودانه کوي.
له خپله مسلک د ژوند د ښه والي هيله درلودل بده نه ده؛ خو ستونزه يې دا ده، چې د فرد ذوق او ټولنې اړتيا ته پکې نه دي کتل شوي. موږ او تاسو چې د نورو په سترګو ځان ته ګورو، ټول عمر مو له ژونده د خوند اخيستو پر ځای د نورو په سترګو کې د ځان او ژوند پر جوړولو تېر شي. د خط او مسلک په اړه د خلکو د ناسم ذهنيت بېلګې وښوده، چې د اکثريت رای په هر مورد کې سمه نه وي، ځکه د د سموالي، ناسموالي او ښه والي او ناښه والي په اړه نورې زاويې هم شته.