ژباړه: محمدحامد بهیر
څو ځله مې نږدې دوستان، چې د لیکوالۍ د برخې مینهوال دي، پوښتنه کوي چې لیکوالي له کوم ځایه پیل کړو؟
په دې اساس زه خپل ځوابونه دلته په ساده او ښکاره ډول لیکم. او هیله لرم چې هغه ملگري چې نوې یې لیکوالۍ ته مخه کړې، دا لیکنه ورته په کار راشي.
ــ د هرې ښې لیکنې پیل د ساده لاسته راوړنو څخه تر ژورو خیالونو پورې کېږي. دلته مهم زما فردي بیان دی، یا هغه څه چې خپله لاسته راوړنه ورته وایم. څنگه چې د هر چا فکر او تخلیق په هر ډول چې وي، حس کوو چې زموږ د ذهن زیږده نه ده، د یوې غوره او موثرې لیکنې لپاره غوره پیل نه دی.
ــ په بیان کې هغه څه چې وایو، ورته ريښتني او ژمن و اوسو.
ــ زړورتیا د خپلو ذهني لاسته راوړنو لپاره او له کره کتنې څخه نه وېردل مهمه ټکی دی.
ــ د ښې لیکنې پیل د سم فکر او وروسته د لیکنې ژبې سره اړیکه لري.
یعنې هغه وخت کولای شو ښه، ساده او په آرامه ډول لیکل پیل کړو چې له هر څه نه مخکې مو موضوع په خپل ذهن کې ترتیب او راټوله کړې وي او ورسته یې په لیکنې ډول وړاندې کړو.
ــ لکه څنگه چې نشو کولای هېڅ یوه لیکوال ته په قطعي ډول ووایو چې لیکنه دې له کومه ځایه او څنگه پیل کړه، خو د لیکنې د پیل او پای د جوړونې لارې چارې د لیکوالۍ د فن او هنر په کتابو کې په گوته شوې دي؛ چې له نېکه مرغه په دې برخه کې زیات کتابونه شته، چې هغو ته په پاملرنې سره کولای شو مخکې له لیکنې نه د هغې جوړول زده کړو.
ــ په لومړي فرصت کې هغه څه چې ستاسو ذهن ته راځي ویې لیکئ، ځکه کیدای شې ورسته هغه انگېزه له لاسه ورکړئ او یا یې د لیکلو لپاره هغه ډول حالت ونه لری.
ــ د کارونې لارې چارې:
* په لومړي پړاو کې موضوع مطرح کړئ.
* په دویم پړاو کې هغې ته توسعه ورکړئ، یعنې ویې غځوئ.
* په درېیم پړاو کې مخاطب ته په قناعت ورکولو سره لیکنه پای ته ورسوئ.
* وروسته مو لیکنه د کره کتونکي په شان ولولئ او سمون ورکړئ.
* هغه پوښتنې چې د خپلې لیکنې له لوستلو وروسته مو ذهن ته راځي ځواب ورکړئ.
* پیل مو په ساده، ښکاره او داسې الفاضو وکړئ، چې یو ځل مو په ذهن کې سنجولي وي.
* جملې داسې ولیکئ چې مفهومي پېچلتیا ونه لري. جملې او الفاظ بېځایه او بې مفهومه هرې خواته مه کشوئ.
* په احساس او انگېزه باندې یې ولیکئ، ځکه چې پرته له انگېزې او احساس څخه لیکل ستاسو او ستاسو د مخاطب ترمنځ فاصله رامنځ ته کوي.
* د وضاحت لپاره دلیکنې ټولې خواوې په نظر کې ونیسئ؛ ځکه که په کوم څه تاسې یو ډول پوهېږی، نور پوه نه شي یا ورته ناشنا وي.