د ننګرهار مسوولین وایي چې د یاد ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ۲۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت سلګونه بېلابېلې پروژې پلې کېږي.
د مسوولینو په وینا چې په دې کې د استنادي دېوالونو، سربندونو، سړکونو، کوڅې او د کانالونو کانکرېټي جوړول شامل دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا رغنیزې پروژې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او (سي ار ایل ایف) پروګرام له لارې پلې کېږي، او د کار پر مهال به یې د یادې ولسوالۍ زرګونه کسانو ته د لنډ وخت لپاره په خپلو کلیو کې د کار کولو زمینه هم برابره شي.
د ویلو ده چې پر دې سربېره د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې هم د ورته پروژو چارې پیل شوې او د ځینو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې دي.























































