د نیمروز د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د یو ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې دا ودانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.
ویل کېږي چې په دې ودانۍ ۲۸۹ زره ډالر مصرف شوي او شاوخوا ۶۰۰ زدهکوونکو ته مناسب درسي چاپېریال چمتو شوی دی.
بلخوا د وردګو ولایت مسوولینو د یاد ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د ۳ ميليونه ۷۶۰ زره او ۸۸۶ افغانيو په لګښت د یو ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړېدو خبر ورکړی دی.
تر دې وړاندې هم د هېواد په ځینو لیرې پرتو سیمو کې د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د ویلو ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي د ښوونځیو لپاره د دغو ودانیو پر جوړېدو خوښ دي، خو له سرپرست حکومته د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.