لیکوال: عبیدالله حسام
که غواړې الله تعالی درسره نرمي وکړي، د هغه په بندګانو مهرباني او لطف کوه.
که غواړې الله تعالی مال درکړي، بندګانو ته یې صدقه ورکړه.
که غواړې الله تعالی تا وبښي، بندګانو ته یې بښنه کوه.
ته چې له الله تعالی هر څه غواړې، د هغه له بندګانو سره همغه کوه.
که غواړې الله تعالی پر تا مهربان وي، ته د هغه پر مخلوق مهربان شه، ځکه الله تعالی شکور ذات دی، ستا د هر کار بدله څو چنده او په اخر کې لویه بدله یعنې جنت درکوي.