ژباړن: استاد اسدالله غضنفر
دوه تارک دنیا زاهدان په لاره روان وو. سهار و. باران تازه ورېدلی و. ځای ځای کوړم اوبه ولاړې وې. دوی یوه ځوانه ښځه ولیده چې د لارې د سر ډنډ شویو اوبو ته ولاړه ده، تېرېدلی نه شي. دا یوه زاهد ښځه تر مړوند ونیوله، په اوږه یې واړوله، تر اوبو یې پورې ایستله.
ښځه په خپله مخه لاړه او زاهدانو بې له دې چې د دې واقعې په اړه یو بل ته څه ووايي د خپلې صومعې په لور مزل ته ادامه ورکړه.
زاهدان صومعې ته ورسېدل. ورځ تېره شوه او ماښام شو. د ماښام ډوډۍ هم وخوړه شوه. دغه وخت هغه یو زاهد د دا بل کوټې ته چې ځوانه ښځه یې تر اوبو پورې ایستلې وه، ورغی، پوښتنه یې ورڅخه وکړه، له نامحرمې ښځې سره د بدن لګېدل ګناه لري؟ هغه ځواب ورکړ: لري یې.
لومړي زاهد بیا وپوښت: نو نن سهار دې ولې پردۍ ښځه په اوږه واړوله، تر اوبو دې پورې ایستله؟
دا بل زاهد ورته وویل: خو ته یې تر اوسه پورې له اوبو اړوې را اړوې، ایا ستا ګناه زیاته شوه که زما؟
په ذن طریقه باندې د بشر د کلچرې د بلې هرې لرغونې طریقې غوندې د زمانې دوړې ناستې دي. په دې طریقه کې هم ډېر داسې آداب، رسمونه او روایات شته چې له خپل اصل سره توپیر لري او د دې لارې ځینې پیروان یې ممکن په سموالي کې شک وکړي. د ذن دا وروستی حکایت د همدې طریقې په ځینو رواجونو او دودونو باندې نیوکه ده.