لیکنه: حمیدالله حمیدي
د روم جومات د اېټالیا په پایتخت (روم) کې تر ټولو لوی جومات دی، چې په ۱۹۹۴ کال کې د دې هېواد د مېشتو مسلمانانو لپاره په ۳۰ زره متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی. جومات په یو وخت کې د ۱۲ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
دغه جومات د روم په (پریولي) سیمه کې موقعیت لري، چې پر عبادت ځای سربېره ګڼ شمېر اسلامي او فرهنګي مرکزونه هم لري. د روم جومات د کنفرانس یو تالار لري، چې پر یو وخت د ۴۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.
دغه راز جومات د ملا امام لپاره د اوسېدو ځانګړې استوګنځی هم لري، چې په ټولو امکاناتو سنبال دی. د جومات معمار (پائولو پورتقیسي) دی. جومات یوه لویه مناره لري، چې اوږدوالی یې۴۳ مترو ته رسېږي. دا چې دغه جومات په اروپا، بیا په ځانګړې توګه په دغه هېواد کې د اسلام د خورولو لومړنی مرکز بلل کېږي، چې د ۲۳ اسلامي هېوادونو په مرسته جوړ شوی دی.
د روم جومات د (پریولي) په یوه غرنۍ سیمه کې ودان شوی، چې شاوخوا یې شنو ونو احاطه کړې ده او جومات ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې ده. په سیمه کې د مېشتو مسلمانانو مرسته شوې پیسې د جومات په رغنیزو چارو او هغه څه باندې لګول کېږي، چې د جومات لپاره پېرل کېږي.