لیکنه: محمدحامد بهیر
د معاني علم په کلام کې د هغه راوانوالي او ښکلا ته ویل کېږي، یا هغه انځور دی چې موږ یې د مخاطب په ذهن کې د خپل مطلب لپاره جوړوو. د معاني علم اساسات یا هغه څه چې معاني ور څخه بحث کوي دری شیان دي.
1. فصاحت
2. بلاغت
3. صراحت
اوس اصلي موضوع چې غواړو ورباندې بحث وکړو هغه (فصاحت) دی چې دلته به ورباندې یو څه ناڅه ړنا واچوو.
لومړی راځم د فصاحت تعریف ته فصاحت یعنې یو کلام بې له سختۍ، رسا او په مستقیم ډول داسې وړاندې کول چې واضحه وي او خلک ورباندې ژر پوه شي.
دلته به د (استاد بېنو) تعریف را واخلو:
فصاحت په لغت کې ظهور او څرګندېدلو ته وایي، د معاني د علم په اصطلاح کې هغه الفاظ چې ښکاره، روان، واضح او ټولو ته د پوهېدلو وړ وي.
د فصاحت مطلب دادی چې کلمات په منظم او له ټولو اصولو سره برابرې راوړل شي.
فصاحت دری برخې لري.
1. د کلمې فصاخت
2. د کلام فصاحت
3. د متکلم فصاحت
لومړی راځو د کلمې فصاحت ته. د کلمې د فصاحت څخه موخه داده چې الفظ مو فصېح وي. هره کلمه فصېحه نه ده، یوه کلمه هغه وخت فصېحه ده چې په هغې کې څلور عیبه نه وي، هغه عیبونه په لاندې ډول دي.
1. د کلمو تنافر: کله چې توري او الفاظ یو له بل سره تنافر ولري، ژبه یې سخته وي او لغتونه یې یو له بل څخه نفرت ولري.
د معانې د علم په ا صطلاح کې هغه کلمې دي چې په سختۍ سره وویل شي او د ویلو په وخت کې په ژبه کې بندښت را منځ ته شي.
لکه په لاندې بېلګه کې چې خوشحال خان خټک وایي:
مزریو مړنتوب په لښکر نه دي
مټ یې هر کله یواځې په خپل ځان شي
2. غرابت: دا هم یو د فصاحت له عیبونو څخه دی. چې د نا آشنا، نا معلوم او د نابلد معنا لري. د معاني د علم په اصطلاح کې د داسې کلمو کارول دي چې کم استعمال ولري او زیات خلک پرې پوه نه شي.
لکه په لاندې بېلګه کې د (کشلیو) کلمه چې په یوه لهجه پورې اړه لري او نور استعمال نه لري پام وکړئ.
ما د کشلیو ننداره کړه ذاهد ننګ کړ
شر خو دا چې خدای هم دی زما په رنګ کړ
3. د قیاس مخالفت: قیاس عام او عمومي ته ویل کېږي. یعنې د عام مخالفت کول، په اصل کې د ګرامري او نحوي قاعدو ماتول دي. خو په شعر کې بیا دا کار تر ډېره آزاد دي خو بیا هم ښه شاعر هغه دی چې دا قواعد تر پښو لاندې نه کړي.
لکه د لاندې بیت په دوهمه مصرۍ کې چې مصطفې یو نارینه نوم دی خو د لاړه کلمه د ښځینه نومونو لپاره راځي.
وایي بل زړه یې سينه کې په درزا دی
لاړه مړ شو مصطفې زما په مخ کې
4. د آورېدلو کراهت څخه مطلب دا دی، چې یوه کلمه چې کله لوستونکی یا مخاطب اوري، په غوږ باندې یې ښه یا بده و لګېږي.
لکه په لاندې بېلګه کې د جرړې کلمه.
یا بې جرړې ونه زه وای
او یا بې پرو مارغه وای
کله چې یوه کلمه له پورته عیبونو څخه پاکه او خالي وي نو فصاحت لري.
دویم د کلام فصاحت: کله چې یوه کلمه منظمه او فصیحه وي، او ترتیب یې سم وي نو کلام هم د فصاحت صفت خپلوي.
د کلام فصاحت شپږ عیبونه لري چې په لاندې ډول دي.
1. دروند والی تنافر: یانې چې کلمې یو له بل څخه نفرت ولري او یو له بل سره جوړې رانه شي.
د لاندې بېلګې لومړی مسرۍ ته پام وکړئ:
چې هغه شته نه هغه شته ورورکیه
نو ښکاره دی چې علت په ما او تا کې
2. د تالیف کمزوري: کله چې کلمې په سم ډول نه وي لیکل شوې، ګرامري او نحوي اصول په کې تر پښو لاندې شوې وي.
لکه په لاندې بېلګه کې د (ویې زنځیرونه شلول هم ) چې د ګرامر له مخې یوه ګډه وډه جمله ده.
ویې زنځیرونه شلول هم راته ممکنه ده
څه وکړم جانانه د حیاپه تار تړلي یو
3. لفظي تعقید: کله چې له لفظي اړخه په کلمو کې غوټه جوړه شوې وي او په معنې باندې یې ژر پوه نه شو.
لکه په لاندې بیت کې د ( درم) کلمه چې دلته یې اصلي موخه درهم دی.
یابه دواړه د مغلو درم پریږدي
یابه په لاس واخلم درمونه
4. معنوي تعقید: لفظي تعقید یعنې په لفظ کې غوټه وي او په معنوي تعقید کې په معنې کې غوټه موجوده وي.
لکه په لاندې بېلګه کې چې معنې یې ورکه ده، خو په ورستیو کې یې شاعر بېرته بیا تشریح کوي.
په توره نیمه شپه کې به چا لمر لیدلی نه وي
ماو لید برملا…..
5. د تکرار زیاتوالی: دا حالت د يوې کلمې په زیات تکرار او څو ځایه کارولو سره منځ ته راځي.
لکه په لاندې بیت کې د ( راشه راشه) کلمې.
ای زما دزړه آرامه راشه راشه
سر و قده ګل اندامه راشه راشه
6. د اضافاتو تتابع: کله چې د اضافت ادات په پرله پسې ډول راوړل شي، د اضافاتو تتابع منځ ته راځي.
لکه په لاندې بیلګه کې ( د ګل تحفه د ګل په لاس) چې د اضافت توری دوه ځله پکې راغلی.
ګل ته مې د ګل تحفه د ګل په لاس لېږلې ده
یابه ګل ترې واخلي یابه ګل خفه را ولیږي
ماخذونه:
همکار، محمد ابراهیم. بدیع فن او پښتو شاعري.
مرهون، محمود.(۱۴۰۰ لمریز). پښتو معاني. کابل: اکسوس کتاب پلورنځی.
ناگار، فضل ولي. (۱۴۰۱ لمریز). معاني. ننګرهار پوهنتون.
پښتو_معاني_څلورم_لوست_فصاحت(360p)