له خپل سرسخت سیال «ډونالډ ټرمپ» سره په مناظره کې پرلهپسې لفظي تېروتنې؛
یوې ټاکنیزې غونډې ته د وینا پر وخت د اوکراین ولسمشر «ولادیمیر زلنسکي» ته د روسیې د ولسمشر خطاب کول؛
په یوه بله غونډه کې پر بلې ښځې د خپلې ښځې شک کول؛
او په خورا حساسو شرایطو کې د دویم ځل لپاره په کرونا وایروس اخته کېدل.
دا جالبې پېښې اوس د امریکایي ورځپاڼو سرټکي دي او د متحده ایالاتو په راتلونکو ټاکنو کې د ۸۲ کلن بایډن د زوال روڼ پیغام لېږدوي.
تاسو څه فکر کوئ چې دا ټاکنې به له رواني کمزورتیا سره مخ بایډن ګټي که پر غوږ ټپي ټرمپ!؟