ژباړه: محمدحامد بهیر
مرید: دعقل او عشق ترمنځ څه تو پير دی؟
پیر: په عشق تنفس کوو، په عقل لاره وینو، عقل د تفکر معاش دی او عشق یې پانگه.
عقل د زیوراتو تجربه ده او عشق د رهبر احساس.
عقل د جسم سینگار دي او عشق د ځان اصل. جسم پرته له سینگار او منظم والي څخه بې گټې دی، د بې غاړې او بې مینې ځان څخه عذاب سوځېدل دي د امتحان په دښته کې.
مرید: عارف څوک دی؟
پیر: هغه چې له زړنو څخه خبر وي او له یوه موټي زړه نه پرته نوره پانگه ونه لري.
د عارف پوهه د هستۍ د راز او نیاز او درک د زیات درد سره تړلې ده او هغه چې درد یې زیات وي، پوهه یې زیاته وي، وجود یې پوه وي.
” هرکه او بیدارتر پر دردتر *
هر که او آگاه تر، رخ زردتر” (مولوي)
مرید: بې نیازي(استغنا) څه ده؟
پیر: د نفساني، نامشروع تعلقاتو او د نورو د پښو وهل پرېښودل، له هغه څه څخه لرې والی چې نور په بې صبرۍ باندې د هغې د لاس ته راوړلو لپاره پرې نښتي او د ځان او د خدایﷻ کرامت یې هېر کړئ.
مرید: عاقل انسان څوک دی؟
پیر: هغه چې د حیواني او مشرع نفس توپیر وپېژني؛ یانې فکر یې تنها خوړل، ویده کېدل او د جنسي غریزې ارضا کول نه وي.
کوښښ کوي تر څو انسان لوی شي، او د انسان په ډول د دې جهان نه گټه واخلي او د خپلې مفکورې څخه کوم څه یادگار پرېږدي، تر څو راتلونکی نسل یې له میراث نه متاثره شي .
مرید: د عاقل او عاشق تر منځ توپیر څه ډول دی؟
پیر: د عقل او عشق د توپیر په ډول چې پورته ورته اشاره وشوه؛ خو د دې په زیاتولو سره چې ” عقل گوید شش جهت حدست و بیرون راه نیست *
عشق گوید راه هست و رفته ام من بارها” (مولوي)