لیکنه: رحیم الله روښان
د «غڼې ځاله» د اروښاد نصیر احمد احمدي ورستی ناول دی، چې مومند خپرندیه ټولنې په ۲۰۲۰ کال چاپ کړی دی.
دا یو ټولنیز (اجتماعي) ناول دی.
ټولنیز ناول هغه ناول دی چې بېلابېل ټولنیز مسایل په خپله لمن کې رانغاړي، لکه طبقاتي توپیرونه، دودونه، د ټولنې مثبت او منفي اړخونه…
کیسه:
طاهره په نوم یوه نجلۍ خپل پلار په قمارکې بایلي، بل قمارباز، نشه یي ته ورکوي.
بله ورځ د طاهرې خاوند برق ونیسي او مړ شي.
د خاوند له مرګ ورسته یې لېور ورته وایي، چې ما وکه ځوانه ښځیه یې په یوازي به خپل اولادونه څنګه ساتې؟
خو، طاهره چې له مېړه یي ښه ورځ نه و لیدلی ورته وایي چې زما او ستا نه کېږي، ته خپله یو درجن اولادونه لري هغه نشې ساتلی زما وال به په څه وساتې!
زه مېږه نه کوم همدو دوو اولادونه سره مې سر سپینه وم”
یوه ورځ د کور خاوند “مامور قدس” ورته راځي چې کرایه راکه.
طاهره چې پېسې نه لري د خاوند ذخیره کړې پېسې خلاصې شوې ورته وایي: “اوس پیسې نسته، چې پیدا کړم دربه کړم”
مامور قدس ورته وایي چې یا پیسې راکړئ یا له کوره ووځئ!
په بله ورځ مامور قدس د کرایې لپاره راسي چې له دروازې له چولې طاهره ویني نیت یې ورته خرابیږي.
بله ورځ د طاهرې کور ته غوړي، بوره، چای وروړي.
خو اخیر خپل بد نیت طاهرې ته ښکاره کوي چې یوه شپه راسره وکه، د ټول عمر کرایه درته معاف ده.
طاهره له مجبوري ورته وایي، چې راشه!
کله چې مامور قدس راشي د مردارو اوبو څاه ته واچوي خو، ځان ژغوري.
له دې کوره یي بد کيږي بل ځای ته کډه وړي.
خو، هلته یي هم ژوند له سختو مشکیلاتو سره لاس او ګرېوان وي.
يوه ورځ چادریې په سر کوي له نورو ښځو سره د نانوایې مخکي کیني یو کس یوه وچه ډوډۍ دې ته هم ورکوي دایي بیرته بلې ښځیې ته ورکوي.
بله ورځ د موچیګریت سامان اخلي او یو ځای موچیګریت شروع کوي، دلته له یو ښځې بټوه هېریږي خو دا چې د پاک زړه خاونده ده بیرته یې هغې ښځې ته ورکوي.
هغه ښځه دې ته یو ځای کار پیدا کوي چې په معاش یې نسبتا ګوزاره کيږي.
په خپلو دوو الادونه زده کړې کوي. بل وخت یو سپینږری له کلیوالي سیمو دې ته کمیسونه، ټکري، ګنډ… راوړي.
دا یي په ښار کې په ښه قیمت پلوري.
له یوې موسسې سره کار پیلوي څه وخت ورسته د د نورو ښځو استاده کیږي، بل وخت د موسسې نورې ښځې هم پکار وي ترڅو له دي سره کاره وکړي. طاهره هغه ځای ته ځي چې دا لومړی پکې اوسېده.
خو دلته دا ځل هېڅوک هم په سپک نظر نه ورته ګوري، بلکه زارۍ ورته کوي چې زما لور درسره ونیسه زما…
لید لوری زاویه:
هغه ځای چې یو کیسه ځیني بیانږي لید لوری وایي.
د کیسې د بیان زاویه موږ ته دا راښیي چې کیسه څوک بیانوي او یا راوي څوک دی.
د «غڼې ځاله»راوي لومړي شخص یا متکلم دی.
په دغه زاویه کې کیسه داسې څوک کوي چې په خپله د دې پيښې ګډونوال وي. د دې کیسې اصلي کرکټر طاهره ده کومې پېښي چې دا ورسره مخ شوي هغه بیانوي. د لید په دې زاویه کې د لوستونکي او راوي ترمنځ اړیکه نیغه او صمیمانه وي.
په دغه انداز کې لوستونکی په دې ذهنیت وي چې راوي ما ته خپل داستان بیانوي او خپله مخامخ راته ناست دی.
کرکټرکښنه (Characterization)
په ادبیاتو کې کرکټر له کلمې هدف هغه خلق شوی انسان، حیوان یا کوم بل شی چې د حقیقي انسان، حیوان خویونه سره په داستاني ژانر کې ځان راڅرګندېږي.
جوړ یښت له مخې کرکټر ډولونه:
ساده
پېچلي
ساده: دې کرکټرونو ته جامد یا ولاړ کرکټرونه هم وایي. دا هغه کرکټررونه دي چې ثابت او په یو حالت ولاړ دریځ لري د پېښو او شرایطو لړ کې تغیر نه پکې راځي.
پېچلي: هغه کرکټرونه دي چې د شرایطو پر وړاندي بدلیږي را بدليږي.
د دې ناول کرکټر هم پېچلی کرکټر دی. د شرایطو له بدلون سره بدلون کوي.
مثلا: یو وخت یې خاوند وهي، دا هيڅ هم نشی ورته ویلی، خو بل ځل خپل خاوند تر المارۍ لاندي کوي او د مرګ ګواښ ورته کوي
کرکټر جسمي اړخ:
“یو سهار مې ځان پریوي، اینې ته ودرېدم، خپلو غټو تورو سترگو او سپین مخ ته مې وکتل، گاړگوتي اوږده لانده وېښته مې څنډ وهل، لور مې را وغوښته، ورته ومې ویل چې ماته ګوره! کوم کمی لرم؟!”
رواني اړخ:
“له ځان سره مې وول چې ښه! په دې سړي کې د مینتوب څه دي؟! ارته سپوږمې که اوږده خوله؟ هم نه، خو زړه مې قناعت نه کاوه، همدا ارته سپوږمې او بې ډوله خوله هم ښه راته اېسیدل.”
نمونه یې کرکټر: “ځوان څڼیور موچي”
ټولنیز اړخ:” بوډا غږ کړل: ښځه چې له کوره را ووځي، داسي ده لکه له شاتو ډک بې سرپوښه بوتل. له شاتو ډک خلاص بوتل ته خامخا مچ ورځي. زما خبره ومنه، په کور کې درنه کېنه، پټه به یې، دلته گذاره نه شې کولای.
کرکټر اړوند وړاندېز دادب پوهان وایي دا: مه وایه چې پلانی دروغ وایي، بلکې دا وښیه چې پلاني دروغ وویل.
که غواړو چې لوستونکي مو پخپله د یوه کرکټر د شخصیت په اړه قضاوت وکړي، نو د کرکټر خویونه عادتونه اخلاق د هغه په خبرو او عملونو کې وښيو.
” له کوڅې د ایسکریم خرڅونکي غږ راغی. زوی مې ور ولېږو، ځان او خور ته ایسکریممونه راوړل. دواړو په خوند څټل، ژبې یې تکې سپینې وې، ټکی وینه یې نه درلوده.
ماسپین مې دوی ویده کړل، په لاسونو او پښو مې د بوټونو د رنگولو برس وسولاوه، بله چاره نه و، تورو، خیرنو لاسونو او پښو د نارینه وو … نه راپاروه.”
ډیالوګ (Dialogue)
ډیالوگ د کرکترونو ترمنځ خبرو اترو ته ویل کیږي. یا به له ځان سره غږیږي یا له نورو سره.
ډیالوگ ارزښت په دې کې دی چې لوستونکو ته د کرکټر ژوند نشي روښانه کیدای، څو چې د هغو خبرې وانه وري.
د ډیالوګ بېلگه: “سړي خپلې ترلې ته وکتل، ماته یې مخ را واړاوه.”
دومره خو ویلی شې چې دا سپینږري دې ولې وواهه؟ دی دې د پلار غوندي دی.
ومي ویل:
ځکه خو مې وواهه!
دواړو یو بل ته وکتل.
ومې ویل:
سم وایي، دی هم زما د پلار غوندې گنده، مردار او ناولې خوله لري، له سپکو سپورو پرته یې بل څه نه دي ذده. پلار مې هم په ښځو لاس پورته کاوه، دی هم همداسې دی، خو پلار مې ښه و، خپله ښځه او لور یې وهله، دی خو پردۍ ښځې تر مټو نیسي، پورې وهي یې شنې خرې یې بولي. غلې شوم، ناستو کاریگرو ته مې مخ ور واړاوه. ومې ویل:
بد وایم؟!”
تلوسه: تجسس یا هیجان د ناول یا ټوله کې د داستاني ادب هغه اړخ دی چې لوستونکی د داستان لوستلو ته هڅوي.
په بل عبارت؛ تلوسه په داستان لیکنه کې هغه تګلاره ده چې لوستونکی له پوښتنې، نارامۍ، ذهني کشمکش او لانجې سره مخامخ کوي او دا احساس ورکوي چې ژر تر ژره نور داستان ولولي او په هغه کې د خپلې پوښتنې ځواب یا خپل ذهني سکون مومي.
ادبپوهانن زیاتوي؛ یو ښه داستاني اثر هغه دی چې په کابو ټولو برخو کې یې د تلوسې رنګ پېکه نه شي.
بېلګه:
“حویلۍ ته ووتم، نور نو کېده، ماته وم، ژوند مې له وسه وتلی و، څاه ته مې غبرګې پښې ور وغځولې، لاندې په اوبو کې ستوري ښکارېدل. ورسته گډوډ شول،
اوبه د وینو څاڅکو کرارۍ ته نه پرېښودلې.
یوه شېبه مې فکر وکړ، تېر ژوند مې په تېز په ذهن کې را وگرځاوه. نه مې له پلاره ښه ورځ لیدلې وه، نه له مېړه، خو پلار مې یوڅه ښه و، اته کاله یې درس راباندې ووایه، په کومه ورځ چې به یې په قمار کې بخت بیداري کړې وه، نو په خپل نوم به یې بللم، طاهره، خو په تاوان کې به بېرته فاحشه شوم.
فکر خلاص شو، لنډ و، تېر شو، یوه نتېجه راووته په مرگ مې خپل خير ليد.”
صحنه
هر داستان د صحنو ټولګه وي. که داستان دېوال وبولو نو صحنې د دېوال له خښتو سره تشبیه کولی شو. په داستان صحنې دریو ډوله دې. طبیعي، ټولنیزې او خیالي.
په دې ناول کې کې د ټولنیزې منظرکشۍ بیلګه:
“چادري مې په سره کړه، له تلویوزن سره له کوره ووتم. ما اته کاله په شور بازار کې تېر کړي ول، خو له خپلې کوڅې هاخوا نه وه را معلومه میړه مې له کوره وتل بد گڼل، د واده په اولو کې مې د کوڅې د سر له دوکانه اورلگیت راووړ، میړه مې تېل راباندې وپاشل، د هماغه اورلگیت دانه یې بله کړه، قسم یې وایست چې له کوره دوهم ځل وتل به دې د ژوند پای وی.
اوس یوه خوا هم نه را مالومېده. په تنګو کوڅو کې روانه وم، د ماشومانو را پام شول، مردکۍ یې پرېښودې، ټوکي یې راباندې کولې،…
په پوښتنه پوښتنه جادې ته ووتم، د مستعملو شیانو د پلورلو کوڅه مې پیدا کړه، څو کسانو ته ودریدم، تلوزیون یې ارزانه غوښت، ویل یې چې د غلا مال دی.”
په داستان کې د صحنو انځورول ځکه مهم دي، چې:
بیان د سړي له حافظې وځي، خو تصورونه په ذهن سوری پرېږدي او تر ډېر وخته ژوندي وي.
ناول ښایي ډېر پیغامونه ولري، چې یو یې دا دی:
انسان باید هيڅکله بل ته لاس اوږد نه کړي.
په لږو قناعت وکړي، له حرامو ځان وساتي.
اللهﷻ به هرڅه به سم کړي، یوازي صبر، ذغم او حوصله ولره.
د ناول له منځه یو څو خبرې:
دنیا همداسې ده، که دې ځان کمزری ونیوه، تل به دي په حویلۍ کې د غوړیو پنځه لیتره بوشکه، چارک بوره او یو پاکټ ارزان بیه چاکلیټ ایښي وي.
———
د هعه چا دنیا اوسه چې ته یې دنیا یې.
———-
اه! نارینه د ښځو د وهلو او سپکولو له پاره ان دومره زحمت هم نه باسي چې د بانې په منطق فکر وکړي. له چایو ډکې پیالې ته به ورپوه کوي، خو تاته به وایي چې سترګې نه لر! چای سوړ دی. دوی ښځو ته تر گتاه مخکي څپېړې نیسي چې گناه ونه کړي.