حمیدالله حمیدي
د شیخ زاید بن سلطان جومات د نړۍ د لویو او ښکلو جوماتونو په ډله کې راځي، چې له مسجد الحرام وروسته درېیم لوی جومات بلل کېږي.
دغه جومات ته ځګه د شیخ زاید بن سلطان نوم ورکړل شوی، چې د اماراتو بنسټ اېښودونکی (شیخ زاید بن سلطان آل نهیان) د دغه جومات په شمالي برخه کې دفن شوی دی.
د شیخ زاید جومات په رسمي ډول په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د روژې مبارکې په میاشت کې پرانیستل شو. که څه هم چې مساجدو ته د هغه کسانو داخلېدل معنع دي، چې د اسلام مبارک دین یې نه وي منلی، خو د شیخ زاید په جومات کې دغه څه استثنا دي او په ورځني ډول لسګونه غربي ښځې او نارینه په داسې حال کې له دغه جومات څخه لیدنه کوي، چې د احترام په خاطر یې خپل سرونه پوښلي وي.
په دغه جومات باندې ټول ټال دوه میلیارده او ۱۶۷میلیونه امارتي درهمه لګښت راغلی. د شیخ زاید جومات په کلي ډول (۴۱,۲۲۲) متره مربع پراخوالی لري، چې پر یو وخت د (۴۰۹۶۰) زره لمونځکوونکو ظرفیت لري. دغه جومات (۵۷) بېلا بېلې ګنبدې او څلور لوی منارونه لري، چې لوړوالی یې تر (۱۰۶) مترو پورې رسېږي. د جومات فرش د ایراني هنرمندانو لخوا جوړ شوی، چې (۷۱۱۹) متره مربع پرخوالی لري.