لیکوال: جاوید فرهاد
ژباړن: محمدحامد بهیر
ادبي غلا یوه رواني ناروغي ده؛ خو درملنه یې کېدلئ شي که له هغې څخه پرهېز وکړو، کنه دا رواني ناروغي به زموږ په وجود کې استوگنه شي.
ولې ځینې خلک ادبي غلا ته مخه کوي؟
د ادبي غلا رواني انگېزه تر ډېره په هغه خلکو کې وي چې لږلېد ولري؛ یاني هغه اشخاص تر ډېره په دې کار کې ښکېل دي، چې غواړي خپل ځان د ټولنې له عادي وگړو لوړ ثابت کړي او په دې کار سره غواړي چې یو دروغجن شخصیت له ځانه جوړ کړي. خو کله چې دې ډول شخصیت جوړونې ته نږدې کېږي، خپله د اصلي شخصیت هغه ماتېدونکې برخه له پامه غورځوي او تصور کوي، چې د هغمه کس په ډول دی له کوم نه چې غلا کوي. په واقیعت کې دا د یوه خام فکر ښودنه کوي، چې څوک یې تر سره کوي. دی خپل زخمي درون د یوه وخت لپاره دوکه کوي، خو د دې کار د پایلې سره به ډېر ژر لاس او گرېوان شي.
ادبي غله رواني سکون نه لري!
ادبي غله له دې امله چې پوهېږي کوم اثر یې غلا کړي دي، د نورو شیانو د غلو په ډول له رواني او وجداني سکون څخه بر خمن نه دي او د خپلو کړنو او نا آرامۍ له درد څخه کړېږي؛ په داسې حال کې چې پوهېږي، چې یو وخت به یې د رسوایۍ لوښی له بامه را لویږي. له دې امله په درون کې تل له ځان سره په شخړه کې وي، اعصاب خرابي او حساس وي.
ادبي غله با استعداده او ماهر خلک دي د هغه غلو په ډول چې پیسې، مادیات او نور قېمتي شیان غلا کوي.
ځکه دوی د خپلې معنوي پانگې لپاره د نورو د معنوي پانگې نه په ماهرانه ډول غلا کوي. خو که چېرې خپل ځان ته لږ زحمت ور کړي او د خپل ذاتي استعداد څخه د ادبي اثارو د تولید په بر خه کې استفاده وکړي، په تدریجي ډول کولای شي غوره تولید د ادبي اثارو په برخه کې وکړي. ځکه چې هم ادبي ذوق لري او هم د ادبي اثارو دتولید سره لېوالتیا لري. باید کوښښ وکړي چې د نورو د اثارو له غلا څخه دا کار وکړي او د ځان ښودلو لپاره له بېړې څخه ډډه وکړي او ” اصلي زه ” نور ته ښکاره کړي، رواني سکون ترلاسه کړي او له ځان نه اصلي شخصیت جوړ کړي.
د ادبي غلو مهم ډولونه کوم دي؟
ادبي غلا بېلابېل موارد لري؛ لکه:
د اصلې منبع ادبي غلا
په بېل لیک ډول ادبي غلا
نړیواله ادبي غلا
مستقیمه ادبي غلا
د مفکورې ادبي غلا له انټرنېټ نه
د ادبي ترکیبونو غلا، د ځانگړو اصطلاحاتو غلا د شاعر او لیکوال له سبک څخه، د کرښو او بیتونو غلا، د منځپانگې او ژبني جوړښت غلا او همداسې د نورو ډولونو له ادبي غلا څخه دي.
خو د دې ټولو له منځ څخه د مکمل اثر غلا کول او د محتوایي تر کیبونو غلا کول د خطر په لومړي خط کې پېژندل کېږي.
د دې غیر اخلاقي کار څخه د دپر هېز لپاره باید څه وکړو؟
ادبي غلا پرته له دې چې د نورو شخصیت غلا کول دي، بل څه نه دي او لکه: د پیسو او مالونو غلا چې یو غیر اخلاقي کار دی چې باید ډډه ترې وکړو، ځکه دسړي شخصیت تر پوښتنې لاندې راولي او د انسان ابرو او عزت له منځه وړي.
له بل لوري نه د هغه ظرفیت او استعداد چې شاید په نورو برخو کې پرمختگ وکړي، له منځه وړي او هغه ته یو شخصیت ماتوونکی او غیر واقعی حس ورکوي. چې په پای کې یې عقده یي کېږي او په درون کې یې نه جوړېدونکي زخمونه جوړېږي.
له همدې امله ښه انتخاب دا دی چې څوک په دې ناروغۍ مبتلا وي باید ډاکتر ته لاړشي، او خپله درملنه وکړي. خپل استعداد او هنر په نورو بر خو کې و آزمایي، تر څو هغه (اصلي زه ) ته ورسېږي او سکون یې په برخه شي.