د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بنګلهدیش ملي لوبډلې ته په درېیمه یو ورځنۍ سیالۍ کې د پنځو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او روانه لوبلړۍ یې د افغانستان په نوم کړه.
ننننۍ لوبه د بنګالۍ لوبډلې په توپوهنه پیل شوه او افغان لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۵ منډې هدف وټاکل شو.
افغان لوبډلې د رحمن الله ګربز د چټکې سلیزې په مټ د لوبې په ۴۹ اور کې یاد هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې د افغانستان په نوم کړه.
د بنګلهدیش او افغان لوبډلې ترمنځ دا یو ورځنۍ کرکټ لوبلړۍ د افغانستان په کوربهتوب د دوبۍ په شارجې لوبغالي کې وشوې او اتلولي د افغان لوبډلې په برخه شوه.
د یاد سریز لومړۍ لوبه افغانستان، دویمه بنګلهدیش لوبډلې وګټله.