ژباړه: حسیب نورمل
ښايي ډېر خلک مراقبه ونه پیژني، مخکې له دې چې د مراقبې ګټو ته راشو اړینه بولم چې د مراقبې په مانا او مفهوم په اړه یو څه توضیحات ورکړم، په ټوله کې مراقبه په دوه ډوله ده چې یوه «تمرکزي مراقبه» ده او بله «نظارتي مراقبه» ده.
تمرکزي مراقبه: هغه مراقبه ده چې تاسو په یو خاص شي یا څیز پوره تمرکز کوئ، مثلا په ساه اخیستلو، په یو دروني احساس حتی په یو بیروني شي باندې تمرکز کول.
نظارتي مراقبه: دا هغه مراقبه ده چې تاسو په ټولو هغه څېزونو چې ستاسو شاوخوا موجود دي یا پېښیږي پرته له دې د هغه په اړه غبرګون وښيي د هغه ننداره کوئ.
ښايي مراقبه په لومړیو کې درته سخته او بې ارزښته معلومه شي، خو د هغه پیل او دوام پر جسم او ذهن مثب اغېز لري.
په برېټانیا کې د پوهنتون استاد او ډاکټر امان شمس وايي(تمرکزي مراقبه د انسان له مغزو ګډ وډ فکرونو باسي او روحي فشار کموي او له منځه يې وړي). نوموړی هغو خلکو ته توصیه کوي چې ګډو وډ فکرونه او روحي فشار یې ځوروي نو په ورځ کې د لږ تر لږ لس دقیقې مراقبه وکړي.