-3 °c
Kabul
2 ° پنجشنبه
4 ° جمعه
چهارشنبه, فبروري 11, 2026
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    سالنګونو کې د وارداتي برېښنا لېږد مزی د لنډ مهال لپاره ونښلول شو | پوهاوی‌نیوز

    سالنګونو کې د وارداتي برېښنا لېږد مزی د لنډ مهال لپاره ونښلول شو | پوهاوی‌نیوز

    سر له سبا د مهترلام ښار په عمومي سړکونو رېکشا چلوونکي تګ راتګ نه‌شي کولای | پوهاوی‌نیوز

    سر له سبا د مهترلام ښار په عمومي سړکونو رېکشا چلوونکي تګ راتګ نه‌شي کولای | پوهاوی‌نیوز

    د پغمان له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي | پوهاوی‌نیوز

    د پغمان له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي | پوهاوی‌نیوز

    فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه د ۵ – ۲ ګولونو په توپیر وګټله

    فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه د ۵ – ۲ ګولونو په توپیر وګټله

    کابل ښاروالۍ په ۱۶مه ناحیه کې شپږ پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارلې | پوهاوی‌نیوز 

    کابل ښاروالۍ په ۱۶مه ناحیه کې شپږ پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارلې | پوهاوی‌نیوز 

    بریتانیا خپل ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کوي 

    بریتانیا خپل ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کوي 

    ابو نصر فراهي بندر کې د ۲۶ ټن بې‌کیفیته ګاډرو د واردېدو مخه نیول شوې | پوهاوی‌نیوز 

    ابو نصر فراهي بندر کې د ۲۶ ټن بې‌کیفیته ګاډرو د واردېدو مخه نیول شوې | پوهاوی‌نیوز 

    روان کال له هرات څخه ۲۲ زره ټن طبي نباتات صادر شوي | پوهاوی‌نیوز

    روان کال له هرات څخه ۲۲ زره ټن طبي نباتات صادر شوي | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

    د کابل یوه ورکه دروازه

    د کابل یوه ورکه دروازه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    د سوریالېزم اصول

    د سوریالېزم اصول

    ورغوي (لنډه کیسه)

    ورغوي (لنډه کیسه)

    بوډۍ او د هغې سپی (لنډه کیسه)

    بوډۍ او د هغې سپی (لنډه کیسه)

    کړکۍ (لنډه کیسه)

    کړکۍ (لنډه کیسه)

    پتنګ الوزونکی (لنډه کیسه)

    پتنګ الوزونکی (لنډه کیسه)

    خنثا لیکنې کومې دي او څه ډول ځان ترې وژغورو؟

    خنثا لیکنې کومې دي او څه ډول ځان ترې وژغورو؟

    ادبي و داستاني طرحه

    ادبي و داستاني طرحه

    د نړۍ هاخوا (لنډه کیسه)

    د نړۍ هاخوا (لنډه کیسه)

    زما ماشوم په پلار ته لیک کې

    زما ماشوم په پلار ته لیک کې

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    د انتون چخوف غوره جملې

    د انتون چخوف غوره جملې

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    تېرېدنه | محمد‌مصطفی سمون | پوهاوی‌ میډیا

    د ګابریل ګارسیما مارکز غوره جملې

    د ګابریل ګارسیما مارکز غوره جملې

    د شکرې ناروغي یا (DM) Diabetes Mellitus

    د شکرې ناروغي یا (DM) Diabetes Mellitus

    ګلابو بوډۍ او یوازیتوب | ژباړه: حمیدالله حمیدي | پوهاوی‌میډیا

    ګلابو بوډۍ او یوازیتوب | ژباړه: حمیدالله حمیدي | پوهاوی‌میډیا

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه | محمد مصطفی سمون | پوهاوی‌ میډیا

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result
  •  
  • خبرونه
    • All
    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    سالنګونو کې د وارداتي برېښنا لېږد مزی د لنډ مهال لپاره ونښلول شو | پوهاوی‌نیوز

    سالنګونو کې د وارداتي برېښنا لېږد مزی د لنډ مهال لپاره ونښلول شو | پوهاوی‌نیوز

    سر له سبا د مهترلام ښار په عمومي سړکونو رېکشا چلوونکي تګ راتګ نه‌شي کولای | پوهاوی‌نیوز

    سر له سبا د مهترلام ښار په عمومي سړکونو رېکشا چلوونکي تګ راتګ نه‌شي کولای | پوهاوی‌نیوز

    د پغمان له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي | پوهاوی‌نیوز

    د پغمان له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي | پوهاوی‌نیوز

    فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه د ۵ – ۲ ګولونو په توپیر وګټله

    فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه د ۵ – ۲ ګولونو په توپیر وګټله

    کابل ښاروالۍ په ۱۶مه ناحیه کې شپږ پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارلې | پوهاوی‌نیوز 

    کابل ښاروالۍ په ۱۶مه ناحیه کې شپږ پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارلې | پوهاوی‌نیوز 

    بریتانیا خپل ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کوي 

    بریتانیا خپل ماشومان د ټولنیزو رسنیو له کارولو منع کوي 

    ابو نصر فراهي بندر کې د ۲۶ ټن بې‌کیفیته ګاډرو د واردېدو مخه نیول شوې | پوهاوی‌نیوز 

    ابو نصر فراهي بندر کې د ۲۶ ټن بې‌کیفیته ګاډرو د واردېدو مخه نیول شوې | پوهاوی‌نیوز 

    روان کال له هرات څخه ۲۲ زره ټن طبي نباتات صادر شوي | پوهاوی‌نیوز

    روان کال له هرات څخه ۲۲ زره ټن طبي نباتات صادر شوي | پوهاوی‌نیوز

    • ابادي
    • اقلیمي بدلون
    • ورځنۍ پېښې
  • اسلام
    • All
    • د عالمانو ویناوې
    • لارښوونې
    • معلومات
    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    د فرعون له ژوند څخه د ۷ حکمتونو زده‌کړه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    بصیرت او د زړه رڼا؛ د سورة الفاطر څو درسونه

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    “قبر شپه – هغه شپه چې هېڅ سهار نه لري”

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    مالیزیا کې تر ټولو پخوانی جامع جومات

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    د ترکیې «سلیمیه» جومات په ۱۶مه پېړۍ کې جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    لبنان کې «محمد امین جومات» د عثمانیانو دورې په ودانیز طرز جوړ شوی

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    د کابل «عبدالرحمن جومات» په کوم کال جوړ شوی؟ دلته یې ولولئ

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    فرانسه کې تر ټولو پخوانی جومات کوم دی؟

    • لارښوونې
    • د عالمانو ویناوې
    • معلومات
  • سیاست
    • All
    • تحلیل
    • فکر
    • کالم
    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د پاریس تړون؛ چین د خپلو ژمنو د عملي کولو په برخه کې تر نورو مخکښ دی

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین د دولت رئيس «شي جين پينګ» د نړيوال مديريت  وړانديز د پرمختيايي هېوادونو د غږ د لا پياوړتيا لپاره ګټور دی

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین، روسیې، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د افغانستان په اړه ګډه ناسته

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

    د چین د شینګهای همکارۍ سازمان د (SCO) لید څرنګه مخ پر ودې هېوادونو ته ځواک ورکوي؟

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

     معاصره ډېپلوماسۍ؛ نرم ځواک کتاب چاپ شو

    د کابل یوه ورکه دروازه

    د کابل یوه ورکه دروازه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    له ۱۷۸۸ – ۱۹۱۹ پورې د انګلیس لخوا افغانستان ته ور اوښتي زیانونه

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    • کالم
    • مرکه
    • تحلیل
  • ادبیات
    • All
    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
    د سوریالېزم اصول

    د سوریالېزم اصول

    ورغوي (لنډه کیسه)

    ورغوي (لنډه کیسه)

    بوډۍ او د هغې سپی (لنډه کیسه)

    بوډۍ او د هغې سپی (لنډه کیسه)

    کړکۍ (لنډه کیسه)

    کړکۍ (لنډه کیسه)

    پتنګ الوزونکی (لنډه کیسه)

    پتنګ الوزونکی (لنډه کیسه)

    خنثا لیکنې کومې دي او څه ډول ځان ترې وژغورو؟

    خنثا لیکنې کومې دي او څه ډول ځان ترې وژغورو؟

    ادبي و داستاني طرحه

    ادبي و داستاني طرحه

    د نړۍ هاخوا (لنډه کیسه)

    د نړۍ هاخوا (لنډه کیسه)

    زما ماشوم په پلار ته لیک کې

    زما ماشوم په پلار ته لیک کې

    • ژبپوهنه
    • کتاب لنډیز
    • کره‌کتنه
    • لیکوالي
  • ژوند
    • All
    • بریالیتوب
    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    د انتون چخوف غوره جملې

    د انتون چخوف غوره جملې

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    تېرېدنه | محمد‌مصطفی سمون | پوهاوی‌ میډیا

    د ګابریل ګارسیما مارکز غوره جملې

    د ګابریل ګارسیما مارکز غوره جملې

    د شکرې ناروغي یا (DM) Diabetes Mellitus

    د شکرې ناروغي یا (DM) Diabetes Mellitus

    ګلابو بوډۍ او یوازیتوب | ژباړه: حمیدالله حمیدي | پوهاوی‌میډیا

    ګلابو بوډۍ او یوازیتوب | ژباړه: حمیدالله حمیدي | پوهاوی‌میډیا

    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    ځان غوښتنه | محمد مصطفی سمون | پوهاوی‌ میډیا

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د خوشاله او بریالیو خلک د ژوند ۸ مهم اصول

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د ويټامين سي (C) حیرانوونکې ګټې

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    د نوښت او شنه اقتصادي ودې لید او فُرصتونه (Opportunities for Innovation‌ and Green Economic Growth)

    • ټېکنالوژي
    • روغتیا
    • سپورټ
    • بریالیتوب
  • اقتصاد
  • هنر او څېرې
  • د پوهاوي په اړه
No Result
View All Result
POHAWAI Media
No Result
View All Result
کورپاڼه ادبیات

د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر

POHAWAI Media by POHAWAI Media
نوومبر 13, 2025
in ادبیات, کره‌کتنه
0 0
0
د چخوف د کیسه‌لیکنې هنر
0
خپرول
25
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه: حامد بهیر

لنډیز

روسي ژبه د نړۍ درسمي ژبو څخه یوه ژبه ده، چې شتمن ادبیات لري، د دې ژبې ادبیات په دوو دورو باندې ویشل شوي دي، طلایي او نقره یې دوره ورته وایي، په دې دواړو دورو کې روسې ژبې او ادب د پام وړ پرمختګ او بدلون کړی دی، نوموتې لیکوالان په کې پیدا شوي دي؛ چې په نړۍواله کچه باندې یې شهرت پیدا کړی دی او د نوبل جایزې یې اخیستې دي. (انتون چخوف) د دې ژبې یو مشهور لیکوال دی، چې د لنډې کیسې د لیکلو له کبله مشهور شوی و، نوموړي ته د لنډې کیسې لومړۍ لیکوال او پلار ویل کېږي. ده په خپل ژوند کې د ۶۰۰ شاوخو لنډې او اوږدې کیسې لیکلې دي؛ چې د لوستونکو له ګرم هرکلي سره مخ شوي دي. نوموړي په نولسمه پېړۍ کې ژوند کاوه. ډېر اثار یې د لنډې کیسې په چوکاټ کې ټولنې ته وړاندې کړي دي.

دی د یوه ساده سبک درلودونکی و، په داستانونو کې یې ډول ډول ټولنیزې او نورې سوژې وړاندې شوې دي، اثار یې په ملي او نړۍ واله کچه باندې مشهور شوي دي او بې شمیره مینوال لري، په مډرنو ادبیاتو او د یوه مخکښ لیکوال په توګه مطرح دی. په لومړیو کې یې لنډې کیسې د پیسو د تر لاسه کولو له پاره لیکلې؛ خو د وخت په تېرېدو سره یې دا هنر د پخوالي حد ته ورسید چې د هغه وخت د داستانونو بهیر یې متاثره کړ. هغه په دې باور و، چې د هنر کار پوښتنه کول دي، نه ځواب ویل. له همدې امله به دی د خپلو لیکنو په اړه د خلکو د پوښتنو او خبرو په وړاندې بې پروا و.

 د دې سړي محبوبیت یوازې تر روسي ادب پورې نه دی محدود شوی؛ بلکې په نړۍواله کچه باندې مشهور دی، مینوال لري، کیسې یې د نړۍ زیاتره ژبو ته ژباړل شوې دي. په دې سربیره  چخوف د لنډې کیسې په هکله نظریات او تعریفونه هم وړاندې کړي دي؛ چې اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک له هغه نه ګټه اخلي او د یوې تیورۍ په ډول یې کاروي. دی وایي چې لنډن، د موضوع نوی والی، احساس، د اشخاصو او اشیاوو لنډ تعریفونه، د ټولنیزو او سیاسي شعارونو څخه ډډه او داسې نور عناصر هغه څه دي چې په لنډه کیسه کې باید موجود وي. په دې مقاله کې به د تشریحي او تحلیلي میتود څخه په ګټه اخیستنې، لومړی د روسې ژبې او ادبیاتو ته یوه لنډه کتنه وکړو، بیا به د چخوف په پېژندنه او ژوند باندې خبرې وکړو، د لنډې کیسې په اړه به د هغه په نظریاتو باندې هم رڼا واچوو او وروسته د هغه د «شرط» په نامه یوه کیسه راوړو او بیا به په کې دا اصول او نورې ځانګړنې ګورو.

کلیدي کلمې:

لنډه کیسه، چخوف، لیکوالي، نړۍ ادب

سریزه

لنډه کیسه یا داستان کوتاه، هغه نثري ژانر دی چې په نړۍ کې بې شمېره لیکوالان او مینوال لري، د دې ژانر مینوال او لیکوالان ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي. علت یې ښایي د دې ژانر په زړه پورې والی دی، په دې ژانر کې  په لنډو پراګرافونو کې موضوع  وړاندې کیږي، داسې چې له او له تر پایه په کې تلوسه وي. منظرکشي، هنریت او پیغام یې نورې ځانګړنې دي، چې د لوستوالو او لیکوالو زاویه یې پرې پراخه شوې ده. د دې ژانر په اړه بیلا بیلې تیوري ګانې او نظرونه وړاندې شوي دي. چې د هغو تیوریو په ړنا کې موږ کولای شو کیسه ولیکوو. ځینې لیکوالان شته، چې د یوې موضوع په اړه باندې خپل نظر وړاندې کوي، خو کله چې په هغې برخه کې د ده کارونه وګورو؛ نه په خپله یي هم نه وي کارولي، په داسې حال کې چې نورو ته یې په اړه لارښونه کوي.  انتون چخوف د روسیې هغه مخکښ لیکوال دی چې د دې ژانر د پلار او لومړي لیکوال په نامه باندې هم مشهور دی، نوموړي په خپل ژوند کې د ۶۰۰ شاوخوا کیسې لیکلي دي . همدارنګه په اړه یې نظریې او تیورۍ وړاندې کړي دي. چې د کیسه لیکوالو له پاره پرې پوهېدل ډېر اړین بریښي او که دوی دا او دې ته ورته نور اصول مطالعه کړي او ځان پرې پوه کړي؛ نو دوی ته دا وړتیا ورکوي چې یوه بریالۍ لنډه کیسه ولیکي. چخوف نه یوازې دا چې د غه تیورۍ یې وړاندې کړې؛ بلکې بیا یې په ډېر ماهرانه ډول باندې په خپلو داستانونو کې کارولي دي، چې دلته به پرې بحث وشي.

اصلي متن

روسي ژبه او ادبیات

روسي ژبه د نړې د شپږو رسمي ژبو څخه یوه ژبه ده، چې په ډېرو هیوادنو کې خلک د دې ژبې په زده کړه باندې بوخت دي. دغه ژبه شتمن ادبیات لري، چې له اروپایي ادبیاتو څخه متاثره دي؛ خو خپل ادب او کلتور یې په کې منعکس شوی دی. د دې ژبې اثار په نورو ژبو باندې ژباړل شوي دي، چې بې شمېره مینوال او لوستونکي لري.

 د روسي ادب د دورو د بېلوالي په هلکه نظریات ډېر دي، خو تر ټولو مشهوره نظریه دا ده چې د دې ژبې ادبیات په دوو دورو باندې ویشل شوي دي؛ چې طلایې او نقره یې دورې دي.

طلایې دوره د نولسمې میلادي پېړۍ نه را وروسته پیلیږي، په دې دوره کې روسې ژبې ته هر ډول ژانرونه را دننه شوي دي او د ژباړې بهیر هم په کې چټک شوی دی. د دې دورې ستر لیکوالان الکساندر پوشکین، لیف تولستوی، نیکولای ګوګول او داستایوسکي دي.

له طلایې دورې څخه وروسته په شلمه میلادي پېړۍ کې نقره یې دوره را پیلیږي، روسې ادب په کې وده کوي. روسي لیکوالان په کې د نوبل جایزې اخلي او په نړۍواله سطه باندې پېژند ګلوي پیدا کوي.

د انتون پاولویچ چخوف ژوند

انتون پاولویج چخوف د ۱۹ مې پیړۍ د مشهور لیکوالانو څخه دی، نوموړي د روسیې د (تانګانروګ) په ښار کې، چې د روسیې د جنوب لور ته پورت دی، په ۱۸۶۰ کال نړۍ ته سترګې غړولي دي. شپږ وړنه یې لرل، دی درېیم و. پلار یې (پاول یګور ویچ) نومیده، خلک وایي چې یو بد اخلاقه انسان و، چخوف هم په ځینو لیکنو کې سر ورڅخه ټکوي. د خوارکي توکو دوکان یې درلود او یو مسیحي و.

د چخوف مور د اکراین وه، په روسیه کې یې په یوه ښونځي کې ماشومانو ته کیسې ویلې؛ چې دې کیسو د چخوف په ژوند باندې هم لوی تاثیر درلود. ده خپله هم دا خبره منلې او اقرار یې کړی چې د مور د دې کیسو نه دی ډېر متاثره شوه او ډېر څه یې ترې زده کړي دي. د چخوف د ځوانۍ ورځې شپې یې په بې وزلۍ کې تېرېدلي، له همدې امله یې د خپلې کورنۍ سره د مسکو په لور مهاجرت وکړ، همدا بې وزلي وه، چې دی یې د ژوند د ستونزو سره اشنا کړ او وروسته يې دا تجربې په ادبي اثارو کې هم منعکس شوې.

د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو له پاره مجبور و، چې څو ځایه سخت کارونه وکړي؛ ځکه د ټولې کورنۍ مسولیت یې د ده په غاړه و. له لیکوالۍ سره یې لیونۍ مینه درلوده،؛ نو له همدې امله یې د یوې مهالنې سره د یوه لیکوال په ډول کار کول پیل کړل او هغې ته به یې لنډې کیسې لیکلې. همدې لومړنیو لیکنو یې په ادبي ژوند او شخصیت کې مهم رول درولود. دا لیکنې به ده په مستعار نامه باندې کولې لکه د «انتوشا چخونته» او نورو نومونو باندې. ورو ورو یې لیکنې مشهورې شوې، په ټولنه او حتې تر ډېره په روسیه کې د یوه ماهر طنز لیکونکي او کیسه لیکونکي په نامه باندې مشهور شو. که څه هم اقتصادي حالت یې زیات خراب و، خو بیا یې هم لیکوالۍ ته دوام ورکړ او دا لاره یې پرې نه ښوده. همدا هلې ځلې یې وې، چې په وسیله یې وکولای شول په کافي اندازه پیسې لاسته راوړي او د کورنې اړتیاوې یې پرې پوره کړي. د دې ترځنګ یې د طب په برخه کې هم زده کړې وکړې. په ۱۸۸۴ کال کې د یوه تکړه ډاکتر په نامه باندې مشهور شو؛ خو مینه یې له لیکوالۍ سره وه.

د ۱۸۸۴-۱۸۸۵ کال پورې د سختو نارغیو سره لاس او ګریوان شو. خو بیا هم د دې په فکر کې  و چې څنګه یو ښه لیکوال شي. له همدې امله یې خپلې ټولې ناروغۍ او ستونزې د کورنۍ څخه پټې وساتلې او هېڅ څوک یې خبر نه کړل.

چخوف او لیکوالي

په ۱۸۸۶ کال کې د روسیې یوې بلې ورځپاڼې (پترزبورک) ورته د کار کولو وړاندیز وکړ، دلته نو ده دوې ګټې وکړي؛ یو دا چې دې ورځپاڼې ده ته ښې پیسې ورکولې او بل دا چې کولای یې شول چې خپلو ادبي لیکنو ته هم دوام ورکړي.

دا هغه دروه وه چې په هغې کې چخوف مشهور شو، د خلکو پاملرنه ورته را واوښته، د یو څو کیسو له خپرېدلو وروسته یې کیسې د هیواد په  کچه مشهورې شوې، د روسیې د یوه تګړه کیسه لیکوال په ډول مطرح شو، شهرت یې اوج ته ورسېد، د لنډو کیسو ټولګې یې چاپ شوې او مینوال یې پیدا کړل.

بل اخره د روسیې د غه تګړه لیکوال د سِل د ناروغۍ له امله په (۱۹۰۴) کال کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې؛ خو د روسیې په ادب او تاریخ کې لاتر اوسه د یوې ځلاندې او ژوندۍ څېري په ډول مطرح دی او تر اوسه یې کیسې مینوال او لوستونکي لري.

د چخوف اثار

د چخوف اثار ډېر دي، ډرامې، داستاونه او لنډې کیسې یې مستقل اثار لري. دلته یې د مثال په ډول د لنډو کیسو د ځینو ټولګو یادونه کوو.

شرط  (۱۸۸۹)

شپږمه شمېره کوټه  (۱۸۹۲)

زما ژوند (۱۸۹۹)

همسر (۱۸۹۲)

د لمر او زمري نښه (۱۸۸۷)

بوقلمون صفت (۱۸۸۴) او نور…

د چخوف اثارو په نړۍ ادب څه تاثیر وکړ؟

ده په خپلو اثارو کې نوې مفاهیم وکارول، د یو نوښت لرونکي لیکوال په ډول باندې مطرح دی. په اثارو کې یې رواني، ټولنیز او د انسان د ژوند نور اړخونه انعکاس شوي دي.

د چخوف د کیسه لیکنې هنر

لکه څنګه مو چې یادونه وکړه، نوموړی د لنډې کیسې د پلار او لومړي لیکوال  په نامه باندې هم شهرت لري. په داستاني نړۍ کې یې قلم چلولی دی. لنډه کیسه یا داستان کوتاه چې د ادبیاتو مهمه برخه ده، تر ډېره د ټولنې، نوو ځوانانو او زده کړیالانو پام ور اوښتی دی. دا برخه په افغانستان کې هم ډېر پلویان لري او هره ورځ یې د مینوالو شمېر زیاتیږي. خو لنډه کیسه څه ده؟

د لنډې کیسې په اړه بیلا بیل تعریفونه او نظرونه وړاندې شوي دي، هر لیکوال د خپلو مالوماتو په اساس باندې د هغې په اړه یو تعریف او نظر وړاندې کړی دی. خو انتوان چخوف، د لندې کیسې لومړی لیکوال لنډې کیسې ته یو مستقل تعریف وړاندې کړی دی. نوموړی په دې باور دی چې لنډه کیسه شپږ ځانګړنې لري، که په هر متن کې دا ځانګړنې موجودې وې نو موږ هغه متن ته لنډه کیسه ویلای شوو.

اول: لنډون؛ د بې ګټې زیات لیکلو او زیات ویلو نه ډډه وشي. د نوموړي په خبره، په لنډه کیسه کې باید ایجاز وي او لنډه ولیکل شي او له همدې لارې نه په ساده او لنډه توګه پیغام انتقال شي، اړتیا نه شته چې په یوه لنډه کیسه کې دې مفصل بیان وړاندې کړو او ډېرې خبرې په کې وکړو. مفصل بیان او ډېرې خبرې په کیسه کې هغه څه دي چې زموږ لوستونکي ستړي کوي او زموږ د لیکنې ښلاییزو اړخونو ته زیان رسوي.

دوهم: د اشیاوو او اشخاصو پوره توصیف؛ د لنډې کیسې لیکوال باید د اشخاصو، پرسناژونو او شیانو نه یو لنډ تعریف ولري او په لنډ ډول باندې یې راوپېژني.

درېیم: د ټولنیزو، سیاسي او اخلاقي شعارونو څخه ډډه؛ د لنډې کیسې هر لیکوال باید لیکنه شعار نه کړي او اخلاقي پولې ماتې نه کړي. بلکې کیسه په داسې ډول باندې ولیکي چې تر څو روایت رسونکې او پوهونکي وي، نه ځانګړې او ستایونکې.

څلورم: احتیاط کونکي نه شو؛ چخوف په کیسه کې احتیاط کول یو ښه کار نه بولي؛ بلکې ویلي يې دي چې احتیاط کول د يو ښه لیکوال کار نه دی. په حقیقت کې احتیاط کاره لیکنه د یوه چټلۍ په ډول ده او په دې کار سره موږ د خپلې لیکنې ارزښت کموو او همدارنګه د ټولنې د بد ګمانۍ سبب هم کېږي. په پای کې یې زیان تر ګټې زیاتېږي او د خلکو د مینې په ځای د هغوی نفرتونه د ځان او قلموالو په وړاندې زیاتوي.

پنځم: د موضوع په ټاکنه کې نوښت؛ د یوه لیکوال له پاره اړینه ده چې یوه نوې سوژه خلق کړي. د نوې سوژې خلق د ښو لیکوالانو په ځانګړنو کې راځي. رښتیا خو داده چې که یوه کیسه نوښت ونه لري او د نوو راویتونو درلودونکې نه وي، په ټولنه کې ځان ته کوم ځای نه پیدا کوي او نه هم لوستونکو ته جالبه تمامیږي.

شپږم: د احساس درلودل؛ د احساس درلودل او په لنډه کیسه کې د هغه ښکاره کول مهم دی. هغه متن چې احساس په کې نه وي، په لوستونکې باندې کوم تاثیر نه لري او نه شي کولای چې جالب تمام شي. چخوف ټېنګار کوي چې نه شو کولای هغه لیکنې ته چې احساس په کې نه وي یوه لنډه کیسه ووایو.

اوس به غوره وي چې د ده یوه لنډه کیسه د نمونې په ډول راوړو او همدغه عناصر په کې وڅیړو.

شرط (لنډه کیسه)

لیکوال: انتون چخوف

ژباړن: عبدالله «الهام»

د مني یوه تیاره شپه وه. زاړه د بانک څښتن په کوټه کې ښکته پورته قدم واهه او پنځلس کلونه وړاندې د یوه مني د ماخوستن هغه مېلمستیا یې وریادوله چې ګڼ ځيرک کسان پکې وو او په زړه پورې بحثونه وشول. د نورو خبرو تر څنګ یو بحث د اعدام د سزا په اړه هم و.

ګڼو مېلمنو چې خبریالان او پوهان هم پکې وو د اعدام مخالفت وکړ. دوی دا سزا له وخته تېره، غیر اخلاقي او له یوه مذهبي دولت سره نامناسبه وبلله. د ځینو په اند یې باید د اعدامس زا په عمري بند بدله شوې وی. کوربه بانک لرونکي وویل: “زه موافق نه یم. ما خو نه د مرګ او نه هم د عمري بند سزا څکلې خو که څوک يې په اړه قضاوت کوي نو د مرګ سزا ترعمري سزا ډېره اخلاقي او انساني ده. ځکه اعدام انسان په یوه وار وژني خو عمري سزا يې په ورو او ځنډ وژني. کوم وژونکی به غوره وي: هغه چې په څو دقیقو کې دې وژني او که”هغه چې ساه دې په کلونو کلونو راباسي؟

یوه مېلمه وویل: “دواړه غیر اخلاقي دي، ځکه چې دواړه یو هدف لري او هغه دا چې ژونداخلي. دولت خو خدای نه دی چې له چا د ژوند اخیستو حق ولري؛ هغه څه چې یو وار واخیستل شي بېرته نه شي راستنېدی.»

په مېلمنو کې یو ځوان پنځه ویشت کلن حقوق پوه هم و. کله چې د هغه نظر وپوښتل شول ويې ویل:

د مرګ سزا او عمري بند دواړه یو ډول غیراخلاقي دي، خو که زه وم نو د اعدام د سزا پر ځای عمري بند غوره کوم. لږ تر لږه دا چې سړی ژوندی وي تر دې ښه ده چې هېڅ سړی ژوندی نه وي.»

له دې سره بحثونه پیل شول. بانک څښتن چې په هغو شپو ورځو کې لا ځوان و احساساتي شول او مېز يې وډباوه او پر ځوان حقوق پوه يې ورناره کړه:

دا سمه نه ده! زه په دوو مېلیونو شرط تړم چې په یوازې عمري بند کې به پنځه کلونه دوام هم رانه وړې.

که ته په دې اړه جدي وې نو زه هم شرط درسره تړم چې زه به پنځه نه، بلکه پنځلس کاله پاتې شم.

حاضرینو ښاغلو، زه دوه مېلیونه ږدم.

 بانک څښتن ناره کړه: پنځلس بس شرط وشو.

ځوان وویل: بس سمه ده. ته دې دوه مېلیونه کېږده او زه به مې خپله آزادي کېږدم.

له دې سره دا سخت زړی او ظالمانه شرط وتړل شو. بانک څښتن چې مېلیونونه یې لرلې د شرط په اړه بې پروا و. په ځوان يې د ملنډو په څېر دا هم وویل:

ځوانه په اړه يې لا ښه فکر وکړه، لا هم وخت لرې. ما ته دوه مېلیونه هېڅ شی دی خو ته دې د ژوند درې یا څلور غوره کلونه له لاسه ورکوې. ځکه درې یا څلور کاله یادوم چې له هغې به ډېر دوام ونه کړې. دا دې هم په یاد وي چې په خپله خوښه بند تر جبري قید ډېرسخت وي. په دې اړه فکر کول چې د دې حق لرې چې په آزادۍ کې ووځې او وګرځې په بند کې ستا وخت ډېر تريخولی شي. زه تا ته خواشینی یم.

بانک څښتن اوس په سوچونو کې ډوب یوې بلې خوا ته قدم وهي او دا هر څه وریادوي اوله ځانه پوښتي: د دې شرط نو ګټه څه وه؟ په دې کې د یوه انسان څه ګټه ده چې خپل پنځلس کلونه عمر په بند کې تېر کړي او یا هم دوه مېلیونه پیسې ترې لاړې شي؟ آیا دا داثابتولی شي چې عمري بند ښه دی او که اعدام؟ نه نه، دا هر څه هسې خوشي او بې معنا وو. زه ناڅاپه احساساتي شوم او هغه هسې د پیسو لپاره ومنله.

وروسته وریاد شول چې د هغې شپې په سبا دوی پرېکړه وکړه چې دغه ځوان به دا کلونه دبانک څښتن د باغ په یوه کوټه کې تر جدي څار لاندې تېروي. دوی هوکړه وکړه چې دی به ترپنځلس کلونو له هغې کوټې نه وځي، انسانان به نه ګوري او د انسانانو غږ به نه اوري او نه به هم لیکونه او ورځپاڼې ورته راځي. هغه ته اجازه وه چې موسيقۍ آلې او کتابونه ولري اودا اجازه هم ورته وه چې لیکونه ولیکي، شراب وڅښي او سګرېټ وڅکوي. د تړون په شرایطو کې یوه کوچنۍ دریڅه مشخصه شوې وه چې دا هر څه به د هغې له لارې تبادله کېږي. هغه چې هر څه غواړي ورته رسول کېږي به، کتابونه، موسيقي، شراب او هر څه او هرڅومره چې غواړي. دغه راز کولی شي هر څومره چې ولیکي او ولېږي. په تړون کې هر څه په جزئياتو راغلي وو او دا هم مشخصه شوې وه چې دی به ټیک پنځلس کاله تېروي چې د۱۸۷۰ کال د نومبر د ۱۴ له دوولسو بجو به پیلېږي د ۱۸۸۵ کال د نومبر د څوارلسمې تر دوولسوبجو. که دی دا شراط لږ هم مات کړي او یا دوې دقیقې هم وختي ووځي نو دوه مېلیونه بایلي.

لومړی کال بند کې داسې ښکارېده چې بندي له تنهایۍ او خپګانه ډېر وځورېده. له کوټې به يې د پیانو غږ شپه او ورځ اورېدل کېده. هغه د شرابو څښل او د سګرېټو څکول رد کړل.

هغه ليکل چې شراب غوښتنې ډېروي او غوښتنې د یوه بندي لپاره تر ټولو ستر دښمن دی؛ اود دې تر څنګ دا هم ځوروونکې وي چې ښه شراب څښې خو څوک نه ګورې. او تنباکو خو د کوټې هوا ویجاړوي. په لومړي کال یې چې هغه ته کوم کتابونه ولېږل تر ډېره ناولونه، د مینې پېچلې کیسې، احساساتي او یا هم ښکلې او خوندورې کیسې او داسې نور کتابونه ووپه دویم کال پیانو چوپ وه او بندي به تر ډېره کلاسیک او پخواني کتابونه غوښتل. په پنځم کال به بیا د موسيقۍ غږ راوت او بندي به شراب هم غوښتل. هغوی چې بندي به یې لیدلی شو، ویل چې په هغه کال به يې تر ډېره خوراک او څښاک کاوه او پر تخت به غځېدلی و اویا به یې له ځان سره په غوسه ژبه خبرې کولې. هغه کتابونه نه لوستل. کله به د شپې ناستو او لیکل به یې کول. ساعتونه به یې په لیکلو تېرېدل او سهار به يې ټول هغه څه چې لیکلي وو څېرل. له یوه ځل ډېر یې خلکو ژړا هم اورېدلې وه.

د شپږ کال په دویمه نیمايي کې بندي د ژبو، فلسفې او تاریخ جدي مطالعه پیل کړه. هغه داسې جدي او پراخه مطالعه پیل کړه چې بانک لرونکي ایله هغه کتابونه ورته را رسولی شوی چې ده به غوښتل. په څلورو کلونو کې يې د هغه په غوښتنه څه ناڅه شپږ سوه ټوکه کتابونه ورته پېرلي وو. دا هغه مهال و چې بندي يې دا لیک ورته لیکلی و:

«زما ګرانه بندي کوونکیه! زه دا کرښې په شپږو ژبو درته لیکم. دا پر دې ژبو پوهو کسانو ته وښیه چې ویې لولي. که دوی یوه تېروتنه هم پکې ونه مومي نو په باغ کې یو ډز وکړه ترڅو زه پوه شم چې هلې ځلې مې بې ځایه نه دي. د ټولو عصرونو او ټولو ځایونو پیاوړيم غرونه بېلې ژبې وايي خو په دوی ټولو کې یو ډول احساسات دي. کاش تا ته مې خپله خپله هغه عجیبه خوښي څرګندولی شوه چې زما روح يې پر دې د پوهېدو په خاطر حس کوي.»

د بندي هیله پوره شوه او بانک څښتن په باغ کې د دوو ډزو کېدو امر وکړ.

له لسم کال وروسته بندي مېز ته کرار کېناسته او مذهبي کتاب به یې لوست. بانک څښتن ته دا عجیبه وه چې یو کس چې په څلورو کلونو کې تر شپږ سوه کتابونه زده کولی شي څرنګه یو پوره کال په یوه کتاب چې پوهېدل هم پرې آسانه دي تېروي. له مذهبي کتاب وروسته یې په الهیاتو، دین او د دین په تاریخ هم مطالعه وکړه.

د خپل بند په دوو وروستیو کلونو کې يې بېلابېل کتابونه ولوستل. کله به په طبيعي علوموبوخت و او کله به يې شکسپیر او باېرون لوستل. داسې یادښتونه يې هم وو چې کله به يې د کېمیا او یا هم د درمل جوړولو او یا هم د یوه ناول او یا هم د فلسفې او دین پوهنې په برخه کې د کتابونو غوښتنه کوله. د هغه د لوست له ډوله ښکارېدله لکه یو سړی چې په یوه سمندر کې د خپلې ماتې کښتۍ له ټوټو سره لامبو کوي او هڅه کوي چې په سختۍ خپل ژوند بچ کړي او کله دغه او کله هغه څه ته لاس اچوي

زاړه بانک څښتن دا هر څه وریاد کړل او فکر يې وکړ:

«سبا دوولس بجې به دی خپله آزادي اخلي. د تړون له مخې به دوه مېلیونه ورکوم. که دا ورکوم نو دا ټوله شتمني ده چې راسره پاتې ده زه به سخت زیانمن شم».

پنځلس کاله وړاندې يې مېلیونونه درلودل خو اوس نه پوهېده چې پورونه به يې ډېر وو اوکه شته. دغه زاړه سړي به ویل «دا هر څه د هغه بدبخت او بدمرغه شرط له لاسه.» دا یې هم ویل چې «دا بدمرغ انسان ولې مړ نشو او په داسې حال کې چې اوس څلوېښت کلن دی واده به وکړي او له ژونده به خوند واخلي خو زه به يې خوښیو ته لکه سوالګر داسې ګورم. له دېوالي کېدو او شرم د ځان ژغورلو یوازينۍ لاره له دغه انسانه ځان خلاصول دي.»

ساعت د سهار درې بجې شوې وې او بانک څښتن د ساعت ټک ټک ته غوږ و، په کور کې ټولویده وو او بیرون هم یوازې د پآڼو شرنګا اورېدل کېده. بې غږه او آرام ووت او د هغې کوټې کلۍ يې ورسره واخیسته چې پنځلس کاله نه وه پرانیستل شوې

باغ هم تیاره او سوړ و. باران اورېده. د کوټې خوا ته ورغی، په ساتونکي يې دوه ځله غږ وکړخو ځواب یې وانه ورېد. ښایي ساتونکی هم له باران او سړو پټ شوی او چېرته په پخلنځي یا د ګلانو کوټه کې ویده و.

«که دا کار وهم کړم نو شک به پر ساتونکي وشي.»

هغه په آرامه د کوټې د دهلیز له لارې ورتېر شو، څوک نه وو او د بندي د کوټې دروازه يې ولیدله چې قلف يې لاس نه خوړلی پاتې و. زاړه سړي له احساساتو په رېږدېدونکو لاسونو له کوچنۍ کړکۍ ور وکتل. د بندي په کوټه کې یوه شمع کمزورې لګېده. دی یوه مېز ته ناستو. د هغه له شا او د سر او لاسونو له وېښتانو پرته بل هېڅ نه لیدل کېدل. په مېز په دوو څنګ لورو څوکیو او په غولي په قالینه پرانیستي کتابونه ایښي وو.

پنځه دقیقې تېرې شوې، بندي له ځایه هېڅ ونه خوځېده. پنځلس کلونو بند ور زده کړي ووچې څرنګه آرام کېني. بانک څښتن کړکۍ په ګوته وټکوله خو بندي ځواب ورنکړ او نه هموخوځېده. بانک لرونکي په آرامه قلفونه پرانیستل او ورننوت. که څه هم زاړه سړي تمه لرله چې شورماشور به جوړ شي خو درې دقیقې تېرې شوې او چوپه چوپتیا وه ورننوت.

مېز ته یو غیر عادي کس له هر ډول حرکت پرته ناست و. یوازې د هډوکو سکلېټ پاتې و اود ښځو په څېر اوږده ویښتان او اوږده ږیره. مخ يې زېړ او غومبوري يې لوېدلي او شا یې وتلې وه او د لاسونو او سر هډوکي يې بوک بوک او نري وتلي وو. مخ او څېره يې داسې زاړه ښکارېدل لکه یوازې د څلوېښت کلونو چې نه وي. ويده او مخ ته يې په مېز یوه پاڼه پرته وه چې په ښکلي لیک پرې څه ليکلي وو:

زاړه بانکمن له ځان سره وویل: «بېچاره به اوس مېلیونونه په خوب ويني. خو زه به دا نیم مړ کس پورته کړم او پر تخت به یې څلموم او یو بالښت به يې داسې چاره وکړي چې هرڅومره تکړه کس به يې هم په زور د مړینې نښې ونه مومي. خو راځه اول دا ولوله چې څه يې ليکلي.»

پاڼه يې له مېزه ورپوته کړه پرې ليکلي وو:

«سبا په دوولسو بجو مې آزادي او له نورو انسانانو سره د یو ځای کېدو حق بېرته تر لاسه کوم خو مخکې له دې چې له دې کوټې ووځم او د لمر وړانګې وګورم، فکر کوم اړینه ده چېتا ته څو ټکي ووایم. په روښانه وجدان درته وایم، خدای چې زه د هغه یم شاهد دی، چې نه آزادي، نه ژوند او نه هم شتمني غواړم او یوازې هغه څه چې ستا په کتابونو کې وو د نړۍ ښه څیزونه دي.

پنځلس کاله مې ژوند په غور مطالعه کړ. دا سمه ده چې ځمکه او سړي مې نه دي ليدلي خو ستا له کتابونه ما خوندور شراب څښلي، سندرې مې وېلې، په ځنګلونو کې مې هوسۍ ښکارکړې او له ښځو سره مې مینه کړې… د شاعرانو او متفکرینو په جادوګریو پنځېدلو ورېځوکې مې پاېدونکې ښکلاګانې کتلې او د شپې يې زما په غوږ ښکلې کیسې ویلې او په مغز کېمې ګرځېدلې. په دې کتابونو کې د البرز (غره) څوکو ته ورختلی یم او له هغه ځایه مې د لمررا ختل کتلي او د دې ننداره مې کړې چې څنګه شپه پر اسمان خپرېږي، سمندرونه او دغرونو طلايي او نقره يي څوکې. له هغه ځایه مې وکتل چې برېښناوو زما له سره پورته د توپانونو له ورېځو د پاسه رڼاګانې کولې. شنه ځنګلونه، فصلونه، سیندونه، جهیلونه او کلي اوښارونه مې وکتل. د زنګونو او زنګولو غږونه، د شپنو د شپېلۍ او د رمو د زنګولو شرنګهاري مې اورېدلي او هغه وزرونه مې لمس کړي چې له ما سره ښکته او پورته الوتلي. په دې کتابونو کې په بې پایه معجزو کې ډوب شوی، د ښارونو سوځېدل او د نوو ادیانو تدریس، دنورو او بسته پاچاهیو د نیولو او لاندې کولو او هر څه ونډه مې تجربه کړې او ننداره مې يې کړې.

ستا راکړو کتابونو ماته عقل او پوهه راکړې. ټول هغه اندېښمنوونکي فکرونه چې انسانانو په بېلابېلو وختونو کې پنځولي زما په واړه مغز کې راکوچني شوي. زه پوهېږم چې زه له تاسو ټولو ډېر پوه یم.

زه ستا کتابونه هم نه غواړم، زه د دې دنیا عقل او برکت هم نه غواړم. دا هر څه بې ارزښته، تښتېدونکي او تېر ايستونکي دي لکه سرآب. تاسو ښايي ویاړمن، عاقل او سم وئ خو مرګ به مو ټول د ځمکې له مخې لیرې کړي لکه تاسو چې تر غولي لاندې موږکان وئ او ستاسو نسلونه، تاریخ او نه ختمېدونکې ځيرکي به هر څه ختم شي.

تاسو د خپل خلقت دلیل هېر کړی او ناسمه لاره مو نیولې. درواغ مو په حقیقت غوره کړي او بدرنګي مو پر ښکلا. هيښ به شئ که داسې ناآشنا او حیرانوونکې پېښې وګورئ لکه داچې ناڅاپه د مړو او نارنج له ونو د مېوې په ځای څنګ ښې او لټکې را وشي او یا هم د ګلانود اس د خولو بوي پورته شي؛ نو زه هم تاسو ته همداسې هيښ یم چې ځمکه مو پر جنت غوره کړې. زه نه غواړم تاسو وپوهېږئ.

د دې لپاره چې تا ته په عمل کې ثابته کړم چې هغه شیان هېڅ نه غواړم چې تاسو ورته ژوند کوئ، زه ستا هغه دوه مېلیونه نه غواړم چې یو وخت مې په ذهن کې ورته باغونه په ذهن کې شنه کول. د دې لپاره چې له دې پیسو ځان محروم کړم نو له ټاکلي ساعت به پنځه ساعته وړاندې ووځم تر څو تړون مات شي.»

کله چې بانکمن د دغه لیک ولوست، پاڼه يې بېرته په مېز کېښوده، سړی يې په سر ښکل کړاو له کوټې په ژړا ووت. هغه هې څوخت داسې احساس نه و لرلی. کله چې کور ته ورسېد پر بستر پرېوت، خو د احساساتو اوښکو د ساعتونو لپآره خوب ته پرېنښود.

سهار د دغې کوټې ساتونکي په الوتي رنګ ورمنډه کړي وو او ورته ویې ویل چې بندي کس يې وليد چې له کوټې د کړکۍ له لارې باغ ته او له هغه ځایه دروازې ته لاړ او بیرون شو اوورک شو. بانک لورونکی یو وار د هغه کوټې ته ورغی او ځان يې د خپل بندي له تګه بشپړډاډه کړ. د دې لپاره چې د بې ځایه خبرو مخه یې نیولې وي، هغه لیک يې د میز له سرهورسره واخیست چې پکې د مېلیونونو د نه اخیستو خبره شوې وه او په کور کې یې په نه سوځېدونکي خوندي صندوق کې قلف کړ.

پای.

لومړی اصل چې چخوف د لنډې کیسې په باب وړاندې کړی و، هغه لنډون و. په پورته کیسه کې که وګورو، دا اصل په ډېر هنر سره رعایت کړی، چې له ورایه په کې مالومیږي. پنځلس کاله ډېر وخت دی؛ خو ده ډېر په تسلسل سره داسې وړاندې کړی، چې ټولې پیښې یې په که په ډیر هنر سره وړاندې کړې دي. دا دې کیسې مهال پنځلس کاله دی، کله چې لومړی لیکوال د دې کیسې د لومړي کال ګزارش وړاندې کوي؛ نو سړی د یوې ستریا احساس کوي؛ خو کله چې یوه څه نور ولولو نو سره له دې چې نه ستړې کوونکې ده؛ بلکې تلوسه هم لري. دی په دې باندې بریالی شوی دی چې په کیسه کې داسې ایجاز وکاروي چې لوستونکی یې ورسره ومني او ترې راضي شي.

دویم اصل چې ده وړاندې کړی دی، هغه دا دی چې لیکوال باید د اشیاوو پوره توصیف او پېژندنه وړاندې نه کړي. د لته لیدل کې کېږي چې دی په خپله هم دې اصل ته ژمن پاتې شوی دی. د کیسې په پیل کې دی د لومړي کرکټر په اړه وایي، چې بوډا دی او د بانګ څښتن دی. نوره پیژندنه پسې نه دی تللی، نور فرعي کرکټرونه هم شته، چې ده یې پوره توصیف نه دی کړی، که یې کړی وای؛ نو کیسه یوه څه ستړې کوونکې کېږي. خو دی راساً راغلي اصلي موضوع ته او کیسه یې پیل کړي. دا اصل هم د پورتني اصل سره دومره زیات توپیر نه لري؛ د دې موخه هم د اطناب مخنیوی دی.

بل اصل د ټولنیزو سیاسي، اخلاقي او ټولنیزو شعارونو څخه ډډه ده. په دې کیسه کې له ورایه مالومیږي، چې هېڅ ډول شعار یې نه دی کارولی. یوازې د ازادی، ژوند او مرګ په اړه راته غږېدلی.

بیا وایي چې باید یو لیکوال په خپله لیکنه کې احتیاط کوونکی نه وي؛ ځکه دا د دې لامل کېږي چې لوستونکی یې د لیکنې د لوستولو څخه زړه توري شي. په دې کیسه کې هم دا ځانګړنه لیدل کېږي، لیکوال په ډېره زړورتیا سره د انسانو په بې موخې ژوند باندې نیوکه کوي، د خلکو هغه ادعاوې ردوي چې وایي د بند ژوند څخه مرګ غوره دی، او وایي چې که په ژوند کې موخه ولرو، مطالعه وکړو او هره ورځ د یوه نوي شي د زده کولو له پاه هڅه وکړو، د همدې په دوام د کتابونو د ګټې په اړه داسې وایي چې: « دا سمه ده چې ځمکه او سړي مې نه دي ليدلي خو ستا له کتابونه ما خوندور شراب څښلي، سندرې مې وېلې، په ځنګلونو کې مې هوسۍ ښکارکړې او له ښځو سره مې مینه کړې… د شاعرانو او متفکرینو په جادوګریو پنځېدلو ورېځوکې مې پاېدونکې ښکلاګانې کتلې او د شپې يې زما په غوږ ښکلې کیسې ویلې او په مغز کېمې ګرځېدلې. په دې کتابونو کې د البرز (غره) څوکو ته ورختلی یم او له هغه ځایه مې د لمررا ختل کتلي او د دې ننداره مې کړې چې څنګه شپه پر اسمان خپرېږي، سمندرونه او دغرونو طلايي او نقره يي څوکې. له هغه ځایه مې وکتل چې برېښناوو زما له سره پورته د توپانونو له ورېځو د پاسه رڼاګانې کولې. شنه ځنګلونه، فصلونه، سیندونه، جهیلونه او کلي اوښارونه مې وکتل. د زنګونو او زنګولو غږونه، د شپنو د شپېلۍ او د رمو د زنګولو شرنګهاري مې اورېدلي او هغه وزرونه مې لمس کړي چې له ما سره ښکته او پورته الوتلي. په دې کتابونو کې په بې پایه معجزو کې ډوب شوی، د ښارونو سوځېدل او د نوو ادیانو تدریس، دنورو او بسته پاچاهیو د نیولو او لاندې کولو او هر څه ونډه مې تجربه کړې او ننداره مې يې کړې.»

 دی وایي چې هغه ژوند چې موږ په کې کتابونه ولولو او هره ورځ  په دې هڅه کې وو چې یو نوی شی زده کړو؛ نو هغه ژوند که په بند کې هم وي، غوره ژوند دی. د هغو خلکو ژوند یې په اهمیته بللی دی، چې بې موخې ژوند کوي. د چا خبره هغه خلک چې یوازې خوري و څښي او په ژوند باندې میین دي.

چخوف په خپلو اصولو کې نوښت هم مهم بولي او وایي چې باید په یوه کیسه کې شتون ولري. د نوموړي د دې کیسې موضوع هم نوې دي؛ ډېر خلک په دې باور دي او وایي چې له بند ژوند نه مرګ غوره دی؛ خو دی بیا وایي چې نه. ژوند ښه دی، هغه که په زندان کې هم وي، چې ښه یې تېروو یا بد دا په موږ پورې اړه لري.

دې اصولو او کیسې ته په پاملرنې سره ویلای شو؛ چې چخوف یوازې نظریات نه دي وړاندي کړی؛ بلکې په عملي ډول باندې یې کارولي دي. د نوموړي د دې کیسې د په زړه پورې والی هم همدغه عناصر دي، چې ده د کیسې په اړه وړاندې کړي دي. که د لنډې کیسې لیکوال همدغه اصولو ته پاملرنه وکړي او په خپلو کیسو کې يې په عملي ډول باندې وکاروي؛ نو یوه دا سې بریالۍ کیسه به یې لیکلې وي چې هر څوک یې خوښه کړي.

پایله

چخوف د روسیې یو مخکښ لیکوال و، چې په نولسمه پېړۍ کې یې ژوند کاوه. ډېر اثار یې د لنډې کیسې په چوکاټ کې ټولنې ته وړاندې کړي دي. نومړی د یوه ساده سبک درلودونکی و، په داستانونو کې یې ډول ډول ټولنیزې او نورې سوژې وړاندې شوې دي، اثار یې په ملي او نړۍ واله کچه باندې مشهور شوي دي او بې شمیره مینوال لري.

 چې په مډرنو ادبیاتو او د یوه مخکښ لیکوال په ډول باندې مطرح دی. په لومړیو کې یې لنډې کیسې د پیسو د تر لاسه کولو له پاره لیکلې؛ خو د وخت په تېرېدو سره یې دا هنر د پخوالي حد ته ورسید چې د هغه وخت د داستانونو بهیر یې متاثره کړ. هغه په دې باور و، چې د هنر کار پوښتنه کول دي، نه ځواب ویل. له همدې امله به چې د ده د خپلو لیکنو په اړه د خلکو د پوښتنو او خبرو په وړاندې بې پروا و.

نوموړي په خپل ژوند کې شاوخو ۶۰۰ اوږدې او لنډې کیسې لیکلې دي. دی يو ډاکتر و، خو له ادبیاتو سره یې لیونۍ مینه درولوده. دی وایي چې: «طب مې قانوني مېرمن ده او ادبیات مې معشوقه.»

چخوف په لنډه کیسه کې خوارو مهارت درولود، تر ټولو مهمه ځانګړنه یې ایجاز دی. د هرې لیکنې او داستان جملې یې لنډې ساده او رواني دي. داستاني ډیالوګ یې د لیکنو یوه بله ځانګړنه ده، چې نوموړي یې په لیکنه کې ډېره وړتیا درلوده.

د نوموړي په وینا، لیکوال باید د خپلې لیکنې قاضي نه وي، یوازې یې د سپړنې او ښوونې دنده ولري. دی وایي چې لنډن، د موضوع نوی والی، احساس، د اشخاصو او اشیاوو لنډ تعریفونه، د ټولنیزو او سیاسي شعارونو څخه ډډه او داسې نور عناصر هغه څه دي چې په لنډه کیسه کې باید موجود وي. په دې سربېره چې نوموړي د لنډې کیسې په اړه تیورې وړاندې کړې؛ په عملي ډول یې هم ترې ګټه اخیستې او دا عناصر د ده د شرط په نامه په لنډه کیسه کې موجود دي او همدا لامل دی چې دا کیسه یې دومره په زړه پورې ده، که چېرې موږ دې اصولو ته پاملرنه وکړو او عملي یې کړو؛ نو زموږ لیکلې کیسه به تر ډېره پورې بریالۍ وي. 

ماخذونه:

رحماني، پوهنیار ګل رحمن. (۱۳۹۹هـ ش). د نړۍ ادبیات، سمون خپرندویه ټولنه.

https://www.facebook.com/100090434801624/posts/pfbid0CoK6YmF

RuVZwjK54b5PWapbR2DQrooQgbbKrCRkWTG6qM6e7mArp95tfk WtbM3Gsl/?app=fbl 

https://www.facebook.com/100063719126682/posts/pfbid0iEvS5gHV tgV8TJuxYT34E3Jn6ZFE1EwKF2bv4DXzPcWm43xapk92zDeih9cs9Z T3l/?app=fbl https://WWW.beytooe.com

https://www.facebook.com/100063719126682/posts/pfbid0xFmnJ8n

3kHhNA1nL1N3L2bMJbqrPDQkSZ6v4f1X5vQCDBk9njMfGFkhqFrn g1p2Ul/?app=fbl

https//www.beytooe.com

ټګونه: ادبیاتټولنیز علومد چخوف لیکواليلیکوالينړیوال ادبیات
ShareTweet
POHAWAI Media

POHAWAI Media

پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي. زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    • Trending
    • Comments
    • وروستی
    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    د اولاد په روزنه کې د ګرانښت اظهار باید څه ډول وي؟

    نوومبر 7, 2024
    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    قوشتپې کانال ولې قزاقستان اندېښمن کړی؟

    مې 21, 2025
    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    له ډېرو ماتو وروسته/ امرالله مېړنی

    سپتمبر 20, 2024
    ښکلې تېروتنه

    ښکلې تېروتنه

    اکتوبر 19, 2025
    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    څنګه جذاب شخصيت ولرو؟/ لیکوال: نسیم ځواک

    0
    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    ښوونه روزنه او سوریالیزم/ لیکواله: مرسل امیري

    0
    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    د زېړي نړیواله ورځ؛ تور زېړی ولې د خپرېدو په حال کې دی؟

    0
    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    د اولمپیک نړیوالې کمیټې له سویلي کوريا بښنه وغوښته

    0
    د سوریالېزم اصول

    د سوریالېزم اصول

    فبروري 7, 2026
    د انتون چخوف غوره جملې

    د انتون چخوف غوره جملې

    فبروري 1, 2026
    پټه مانا څو اړخونه لري/ محمدمصطفی سمون

    تېرېدنه | محمد‌مصطفی سمون | پوهاوی‌ میډیا

    فبروري 1, 2026
    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    د کندهار «سپین‌بولدک» ته غځېدلی دویم لین سړک جوړ شو | پوهاوی‌نیوز

    جنوري 29, 2026

    وروستي خپاره شوي

    د سوریالېزم اصول

    د سوریالېزم اصول

    فبروري 7, 2026
    د انتون چخوف غوره جملې

    د انتون چخوف غوره جملې

    فبروري 1, 2026

    پوهاوی‌ مېډیا د افغانستان، سیمې او نړۍ د روانو چارو کره پوښښ کوي او هم د ځانګړو موضوعاتو په اړه راپورونه او شننې وړاندې کوي.
    زموږ ټیم څېړنیز ژورنالېزم ته ژمن دی او د افغان ولس د افکارو تنویر مو سپېڅلې دنده ده.

    Welcome Back!

    Login to your account below

    Forgotten Password?

    Retrieve your password

    Please enter your username or email address to reset your password.

    Log In

    Add New Playlist

    No Result
    View All Result
    •  
    • خبرونه
      • ابادي
      • اقلیمي بدلون
      • ورځنۍ پېښې
    • اسلام
      • لارښوونې
      • د عالمانو ویناوې
      • معلومات
    • سیاست
      • کالم
      • مرکه
      • تحلیل
    • ادبیات
      • ژبپوهنه
      • کتاب لنډیز
      • کره‌کتنه
      • لیکوالي
    • ژوند
      • ټېکنالوژي
      • روغتیا
      • سپورټ
      • بریالیتوب
    • اقتصاد
    • هنر او څېرې
    • د پوهاوي په اړه

    Designed and Developed By iCode Software Company © 2024 Pohawai Media. All rights reserved