د عبدالرحمن جومات، چې د کابل په ښار کې له پارک زرنګار سره نېږد موقعیت لري، د افغانستان له عصري او لویو جوماتونو څخه شمېرل کېږي. د دغه جومات دبنسټ ډبره په ۲۰۰۱ کال کې د افغان سوداګر حاجي عبدالرحمن لخوا کېښودل شو، نو له همدې کبله جومات هم د نوموړي په نوم نومول شوی دی.
جومات په ۲۰۱۲ کال کې د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو، د پرانیستې په مراسمو کې پر پخواني ولسمشر حامد کرزي سربېره ګڼ شمېر دولتي چارواکو او مخورو ګډون کړی و.
د لومړي ځل لپاره په کې د جمعې لمونځ ادا شو، چې له پنځلس نیولې تر شل زره کسانو په کې ګډون کړی و، په داسې حال کې چې جومات پر یو وخت د ۱۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري، ګڼ شمېر کسان له جومات څخه بېرون په پارک او د جومات شاوخوا کې پر لمانځه ولاړ و.
د مهندسۍ چارې یې خپله افغان انجینیرانو پر مخ وړې دي. دغه جومات درې تالارونه او یوه سر خلاصې صوفه لري، چې پر یو وخت په کې ۱۰۰۰۰ لمونځ کوونکو لمونځ کولی شي. په ټول جومات کې۲۰ کندیلونه ځای پر ځای شوي، چې لوی هغه یې ۳۳۰۰ کیلو ګرامه وزن لري.
د عبدالرحمن جومات ټول ټال۲۰ ګنبدې او دوه لویې منارې لري، چې لوړوالی یې ۶۲مترو ته رسېږي. جومات د ۱۶۰۰ متره مربع په پراخوالي سره یوه طهارت خونه لري، چې پر یو وخت په کې ۵۰۰ تنه اودسونه کولی شي.
پر نورو ملحقاتو سره بېره دغه جومات یو لوی کتابتون هم لري، چې اوس مهال په کې ۱۵۰۰۰۰ ټوکه کتابونه موجود دي. دغه راز جومات د قران کریم د زده کړې او حفظ مرکز هم لري، چې ګڼ شمېر کسان په کې د قران کریم حفظ کوي.