دوکتور عبدالحمید جلیلي
يوه شپه به راځي، داسې شپه چې نه به پکې څراغ بل وي، نه بستر، نه د کور دروازه، نه د مور غېږه، نه د پلار دعا، نه د زوی غږ، نه د مينې پیغام، نه د ژوند هیلې… يوازې به تا ته يو تور، تود، خاموش، نمجن قبر پاتې وي. هلته به نه څوک ستا فرياد اوري، نه به کومه مينهناکه قضا وي. هلته به يوازې فرښتې درته وګوري.
امام ابن قیم وايي:
“قبر، د اخرت هغه لومړۍ دروازه ده چې که خوشحاله تېر شوې، سبا به دې ښکلې وي، او که وېرونکې تېر شوې، نو د اخرت ټول فصل به تراخه وي.”
امام غزالي رح وايي:
“مرګ دومره ناڅاپي راځي، لکه د شپې طوفان، چې څراغونه وژني او څوک نه پوهېږي چې دا وروستۍ شپه ده.”
علامه اقبال وايي:
“موږ مړه یو، خو ځان ژوندي بولو. زموږ سترګې خلاصې دي، خو زړه مو ويده.”
مولانا رومي وايي:
“تا خپل نفس ته پالنګونه ورکړي، خو قبر ورته یو تور تمځای جوړ کړی.”
ته اوس ژوندی یې. نفس درسره دی، توبه درسره ده، قرآن لا خلاص دی، لمانځه ته وخت شته، د مور او پلار دعا ژوندي ده… خو څو؟ تر کومه؟ تر هغې ورځې؟ چې د قبر خاوره دې پر شونډو خپري شي؟
که ته پوه شې چې د قبر فرښتې څنګه سوالونه کوي، څنګه غوسه وي، څنګه ستا بدن ته عذاب ورکوي… نو نن به دې د توبې جامې اغوستي وای، نن به دې خپل نفس قېد کړی وای.
د قبر شپه… نه بخښنه لري، نه بخت، نه عذر، نه سفارش – يوازې عمل لري.
راځه، مخکې له هغې چې ستا د جسد پر مخ خاورې واچول شي، ته خپل زړۀ بیدار کړه.
راځه خپل غرور مات کړه، په خپلو ګناهګانو وژاړه، خپلې سترګې د قیامت له شرمه وویروه.
په مسلمانانو ظلم پريږده، توهين پريږده، د منصبونو او حکومتونو په خاطر د نورو ځورول او قتلول پريږده، انسانپرستي او شخصیتپرستي ناسور پريږده، مخکې له دې چې سفر وکړې، ځکه د قبر هغه شپه، چې سهار نه لري – را روانه ده.
دغه ډول به خاموش پروت وي…
نه خندا شته، نه ویاړ، نه خبرې، نه ارمانونه.
هغه حسن، ځواني، هغه لوړ تعلیم، هغه غرور، دا…
څه فائده لري شخړې، حسد، کینې، جګړې، بېمانا مقابله!
څه فائده لري د ترقۍ، د څوکۍ ناز، د پیسو شور، د بنګلې غرور…
نه حسن پاتې شو، نه غرور، نه د پیسو رڼا، نه د منصب زور…
یوازې خاوره ده، یخ سکوت دی، او د اعمالو یو بند صندوق دی چې خلاصېږي!
او يوه خاموشه چیغه به تر قبره خپره وي:
آه آه، دا ژوند نه و، دا ازموینه وه!”