شخصیت د انسان له رفتار او کردار څخه عبارت دی. د ښه او اغېزمن شخصيت لپاره ځينې مهم موارد شته بايد پام ورته وکړئ او په ژوند کې يې تمرين کړئ، تر څو دايمي له تاسو سره پاتې شي.
څه بايد وکړئ، ترڅو وکولای شئ له نورو څخه ښه پرمختګ وکړئ او دخلکو پام او نظرونه ځان ته را واړوٸ.
په دې ليکنه کې به هغه مواردو ته اشاره وکړو،چې مونږ د نورو پر وړاندې ښه ثابتوي او ډېر را څخه متأثره کېږي او حتا د الګو(نمونې) په بڼه مو په ذهن کې ساتي.
* ځان ته پام کول او منظم ول،ځکه په ياد عادت سره د یو منظم او ارزښتمن شخص په توګه ځان ښيئ.
* ښه اورېدوکی واوسئ،ځکه مقابل لوری پوهېږي چې ماته ارزښت راکوي.
* کله چې مقابل لوري ته خبرې کوئ؛ منظم کېنئ، په ډېر درناوي او غوړېدلي څېرې ورته وګورئ،ځکه مقابل لوري باندې ډېراغېز کوي او متأثره کېږي.
* خبرې مو مه اوږدوئ، موضوع مو خلص بيان کړئ او وخت په پام کې ونيسئ،ځکه دا په دې دلالت کوي چې تاسو وخت ته ډېر ارزښت ورکوئ.
* خپله ژبې او د بدن حرکاتو ته ډېر پام وکړئ،ځکه ستاسو له خولې چې هره کلمه وځي مسئول یې یئ، او د بدن حرکات ستاسو وړتيا او جرئت ښيي.
* زړور اوسئ،ځکه دا ددې ښکارندوی کوي، چې تاسو په خپل نفس حاکميت لرئ.
* موضوع باندې ښه ځان و پوهوٸ،بيا پرې خبرې وکړئ،ځکه موضوع تشخيص ول، مقابل لوری ډېر ژر اخذ کوي.