محمدنظیم سمون
د قزاقستان د اوبو وزارت مرستیال ویلي چې په افغانستان د قوشتپې کانال پروژه به په قزاقستان کې د ۳۰ سلنه اوبو د کمښت سبب شي. که څه هم قزاقستان په امو سیند کې شریک نه دی چې مستقیم ترې متاثره شي خو دوی داسې محاسبه کړې چې که افغانستان د آمو ۲۵-۳۰ سلنه اوبه قوشتپې کانال ته واړوي، نو ازبکستان به اتومات دغه کسر د سیر دریا له اوبو جبران کړي. سیر دریا بیا له قرغېزستان څخه سرچینه اخللږي او له ازبکستان څخه په تېرېدو قزاقستان ته بهېږي.
د ازبکستان ختیځې او مرکزي سیمې او په ځانګړې توګه د فرغانې دره او په خپله پلازمېنه تاشکند د سیر دریا له اوبو څخه استفاده کوي. ما یو وخت فکر کاوه چې امو دریا له تاشکند څخه تېرېږي خو تېر کال چې ازبکستان ته تللی وم د هوا له لارې او په خپل تاشکند ښار کې متوجه شوم چې دا اوبه د سیر دریا دي. ازبکستان د تاشکند ښار منځ کې د اوبو ډېر منظم کانالونه او شبکې جوړې کړي، د اوبو او برېښنا اغېزناکه (efficient) استفاده مې واقعا هلته ولیده.
د امو سیند اوبه بیا د ترکمنستان له لارې د ازبکستان لوېدیځو او جنوبو سیمو لکه خوارزم، بخارا، سرخاندریا او قرهقاپاقستان ته بهېږي چې تر ډېره د کرنې لپاره کارول کېږي او نږدې ۲،۷ میلیونه هکتاره ځمکه یې خړوبه کړې.
پر دې سربېره د قزاقستان دغه اندېښنه اقتصادي اړخ هم لرلی شي، هغه دا چې د قوشتپې کانال په فعالېدو سره به افغانستان د غلې دانې له اړخه پر ځان بسیا شي، قزاقي غنمو او اوړو ته به نور په افغان مارکېټ کې اړتیا نه وي. ما تېر کال واورېدل چې موږ له قزاقستان څخه ځینې نور کرنیز محصولات هم واردوو.
په هرحال، د اوبو مسله نن سبا په ټوله نړۍ کې پر یوې بحث پاروونکې موضوع بدله شوې ده. قزاقستان وړمه ورځ د اوبو په اړه یو دوه ورځنی کنفرانس رابللی و او په دې کنفرانس کې چې ډېر تمرکز یې پر آمو دریا او د قوشتپې کانال پر پروژې و، د اوبو د امنیت او له پولې هاخوا اوبو د کارونې په برخه کې پر شته ستونزو خبرې شوې دي.