ژباړه: حامد بهیر
۱. الهي فطرت: هېڅ مکتب او زده کړه، مور ته دا نه شي ورښودلی چې څه ډول یې له اولادونو سره مینه ولري؛ دا مینه په الهي او فطري ډول باندې د دوی په زړونو کې دی.
۲. ایثار او رحمت: مور له ځان نه تېریږي، خپله ارامتیا او هوساینه یې د اولاد نه قربانوي. دا یوه د «رحمانیت» نښه ده چې الله ج د بشر په وجود کې ځای په ځای کړې ده.
۳. صبر او زغم: یوه مور د خپل اولاد له پاره ډول ډول ستونزې لکه: امیدواري، ولادت، بې خوبي او… په حیرانونکي ډول باندې رغمي؛ د غه صبر د الهي رحمت او حکمت یو انعکاس دی.
۴. د مور نه انسان مینه، محبت او مهرباني زده کوي، چې دا هم د لوی رب یو رحمت دی.
۵. د الهي اسماء هنداره: مور د ځینې الهي اسماوو تجلې ده، لکه: رحمان، رحیم او حتې غفور چې په مینه او سړه سینه باندې د اولادونو تېروتنې بښي.
کله چې سړی د مور عاطفې ته ځیر شي، په حقیقت کې د الله ج صفاتو ته له یوې کړکۍ څخه ګوري. د غه مینه د الله ج د وجود له ښکاره دلایلو څخه یو دی، چې د ځینو انسانانو په زړه کې دی.























































