د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی چې د ننګرهار په «چپرهار» ولسوالۍ کې د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې د څه باندې دوه میلیون افغانیو په لګښت دا بند ۱۵٫۵ متره اوږدوالی او ۲٫۵ متره لوړوالی لري او د ۶ زره ۳۳۴ متر مکعب اوبو د زېرمهکولو وړتیا لري.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې بند د جوړولو پرمهال لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
سرچینې د یاد بند جوړول د باراني اوبو د کنترول او ترځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړېدو لپاره مهم بللی دی.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو دا ډول کوچني بندونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
























































