ژباړه: حمیدالله حمیدي
موټرواني او غوسه یو خطرناک ترکیب دی، چې کولی شي ډېرې بدې پایلې ولري. هغه کسان چې موټر چلوي له هر څه ډاډه وي او پر خپل ځان باور لري، خو په دې اړه یې هېڅکله هم فکر نه دی کړی، چې که کله د موټر چلولو پر مهال غوسه کېږي، ایا موټر به کنټرول کړای شي او که نه؟ دا هغه پوښتنه ده چې تر اوسه به یې ډېرو په اړه هېڅ فکر نه وي کړی. هغه وخت یې دا خبره ذهن ته ورځي، چې بیا کار له کاره تېر وي. د ترافیکو پولیس، کارپوهان او اروا پوهانو ډېره کله پر دې خبرې ټینګار کوي، چې کله هم غوسه وی، موټر مه چلوئ. یا دا چې د موټر چلولو پر وخت له نورو سره داسې چلند مه کوئ، چې د غوسې لامل مو شي.
په دې لیکنه کې مو هغه ماسیلو ته اشاره کړې ده، چې که یې عملي کړئ، د موټروانۍ پر مهال به هېڅکله هم غوسه نه شئ.
۱- له غوسې ځان وساتئ
که د نور خلکو په پرتله ژر غوسه کېږئ، هڅه وکړئ، د موټر چلولو پرمهال له داسې پېښو ځان واستئ، چې د غوسه کېدو لامل مو کېږي. که مو د ترافیکو ګڼه ګوڼه ځوروي، له داسې لارو تېر شئ چې د ترافیکو ګڼه ګوڼه کمه وي او یا مو د تلو راتلو وخت ته بدلون ورکړئ.
۲- اشترېنګ کلک مه نیسئ
د غوسې د کنټرول لپاره ډېرې ساده، اسانه او جادوګرې لارې چارې شته، چې کولی شئ ګټه ترې واخلئ.کله چې غوسه کېږي، د نورو وختو په پرتله اشترېنګ کلک در څخه نیول کېږئ. هڅه وکړئ د غوسې پر مهال د موټر اشترېنګ نرم ونیسئ، په ګوتو مو لوبې وکړئ، عضلې مو خپل معمولي حالت ته پرېږدئ، تر څو پر اعصابو فشار کم شي.
۳- ژوره ساه واخلئ
د ژورې ساه اخیستو جادو په اړه به مو ډېر لوستي او اورېدلي وي. د اسولي پر ځای کولی شئ، اوږده او ژوره ساه واخلئ، تر څو مو فکر ارام شي. څو پر له پسې ژورې ساه ګانې اخیستل کولی شي تاسو په ډېر کم وخت کې خپل عادي حالت ته را وګرځوي.
۴- د موټر د مخ ښیښه تل پاکه ساتئ
کیدای شي تاسو ته حیرانوونکې وي، خو په تېرو څو کلونو کې څېړنو دا ثابته کړې ده، چې د ډېری موټر چلوونکو د غوسه کېدو لامل د موټر د مخ د ښیښې خیرنوالی ښودل شوی دی. له موټره بېرون د ترافیکو پیکه ښکارېدل ورو ورو د موټر چلونکي پر ذهن منفي اغېز کوي هغه ده چې د غوسه کېدو لامل یې کېږي. کېدای شي دغه څه د کومې پېښې لامل نه شي، خو د انسان په ذهن کې واړه واړه منفي سپرمېغي کولی شي یوه لویه منفي برېښنا رامنځ ته کړي او موټر چلوونکی له خپل عادي حالت څخه ووځي.
۵- د سترګو ډاکټر ته مراجعه وکړئ
د ډېری جنایي او ترافیکي پېښو د څېړنو پر مهال اوس دا جوته شوې ده چې د ورځې په اوږدو کې موټر چلوونکی له هېڅ کومې پېښې، عصبي شوک او غوسې سره نه دی مخ شوی، خو همدا فعال موټر چلوونکی بیا د شپې لخوا ځکه پېښه کوي، چې د سترګو دید یې کمېږي. ډېری خلک به مو لیدلي وي، چې د ورځې لخوا جوړ تیار، خو شپې لخوا یې بیا سترګې څار نه کوي. چې په عامه اصطلاح شب کوري ورته وایي، چې په بدن کې د وېټامین (اې) د کمښت له کبله انسان ور سره مخ کېږي.
۶- خوب مو پوره کوئ
د موټروانۍ پر مهال د خوب د پوره کولو په اړه خو دومره ویل شوي، چې نوره نو دا خبره بخي په تکرار بده ښکاري. د خوب پوره کېدل د دې لامل کېږي، چې پر لویو لارمو د موټر چلولو پرمهال ویده نه شئ. او په ښار او بازار کې مو بیا د غوسې مخه نسي.
۷- په تش نس موټر مه چلوئ
تشه معده او لوږه له ځان سره ګڼ منفي اثرات لري، چې لږ او ډېر مو په دې اړه اورېدلي دي. د اوږده سفر پرمهال او یا هم په ښار او بازار کې د موټر چلولو پرمهال له ځان سره ارو مرو د خوړو یو څه ولرئ. تر څو مغږ ته مو په کافي اندازه اکسیجن او کاربوهایدریت ورسېږي، ځکه دغه څه د مغږ به کنټرول کې په بې ساري ډول مرسته کوي.
۸- قوانینو ته درناوی وکړئ
کله چې ستاسو په مخکې نور موټر چلوونکي بې قانوني کوي، د غوسې کچه مو یو پر دوه کېږي. ډېری کسان بیا چې کله د نورو بې قانوني وګوري، دوی تر هغه یو قدم وړاندې ځي او دوه قانونه ماتوي. هڅه وکړئ د موټر چلولو پر مهال تر ټول کوچنۍ تېروتنه هم مه کوئ. ځکه کېدای شي ډېره وړه تېروتنه درته لوی سر خوږی پیدا کړي. هغه لارې چې په لومړي ځل پرې د تلو تجربه کوئ، تر بل هر وخت ډېر احتیاط وکړئ.
۹- له موټر چلولو تېر شئ
که د موټر چلولو پر وخت د غوسې د کنټرول لپاره پورتینو ټولو لارو چارو پایله ور نه کړه، بیا ښه ده چې له موټر چلولو تېر شئ، ځکه هېڅ شی هم ستاسو او نورو هغه کسانو چې په ورځني ډول له تاسو سره په موټر کې سپرېږي، ارزښت نه لري.