زړه مې غواړي، داسې ځای ته ولاړشم چې څوک مې شتون او نشتون احساس نه کړي.
کله ناکله له ځان سره کېنم، بګتۍ شروع کړم، کله ځان ملامت کړم، کله خلک ملامت کړم، بیا له ډېرو چورتونو ورهخوا خبره تقدیر ته پرېږدم، بیا ليونی شم او خپل تقدیر ملامت کړم. بیا وایم نه، نه! شاید ته سم اوسې، د هغې تقدير خراب وي او قسمت خپلې داېرې کې راګېر کړي یو، او خپلې چارې يې راباندې سمې وکړې. د ژوند له ناخوالو سره لاس و ګريوان وم او یم، خو دا نشي کیدلای چې زه مات شم، د یوه تللي کس په وير غمجن شم، زه ستا له تګ وروسته داسې ځای خوښوم، چې ماته څوک خپل نوم لا څه کوې؛ حتی تر دې چې د اې په نوم هم غږ را ونکړي، زه ددې دور د خلکو د دروغجنو، زهرجنو او مکرجنو خبرو ښکار شوی یم، مات شوی يم، خو با وجود ددې ما هر څه خپل رب ته پرېښي! هر څه کوی شم خو هغه څه چې رب یې نه خوښوي، هغه زه نکړم، دا ځکه چې زه د رب بنده يم او د بندهګي ژمنه مې کړی، او تر خپلې اخرې سلګۍ به په دې ژمنې ولاړ یم، د هغې يوې دري ډرامې يوه ډیره ښه جمله مې را ېاده شوه چې وايي: «مردها را قول است». دا جمله مې د ژوند يوه ځانګړې الګو ګرځولې او د خپلې خبرې د تعهد، او ژمنتیا ثبوت به په مړینه ورکوم.