د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د نړۍ یو له تر ټولو ډېر حواله شوي کتابونو څخه، د امریکايي سیاستپوه او پروفیسور جوزف نای شهکار اثر”نرم ځواک” په پښتو ژبه د اکسوس خپرندویې ټولنې له لوري په کابل کې چاپ او خپور شو.
دا اثر د لیکوال او څېړونکي احمد بلال خلیل له خوا له انګلیسي پښتو ته ژباړل شوی پنځه څپرکي او ۲۷۲ مخونه لري. کتاب د ځواک درېیم ډول، یانې نرم ځواک، راپېژني او ښيي چې هېوادونه څنګه د زور او جبر پر ځای د کلتور، ارزښتونو او بهرني سیاست له لارې پر نورو اغېز کولی شي.
په کتاب کې د امریکا د نرم ځواک سرچینې، د نورو هېوادونو لکه روسیې، چین، هند او اروپايي ټولنې تجربې، او همدارنګه د نړیوال سیاست په ډګر کې د نرم ځواک د کارونې لارې په تفصیل څېړل شوې دي. د امریکا د بهرني سیاست او ډيپلوماسۍ په اړه ځانګړې برخه هم پکې شامله ده.
ژباړن احمد بلال خلیل په سریزه کې دا اثر له درېیو اړخونو ارزښتمن بولي: د ځواک پر نوې بڼې د بحث له امله، د کوچنیو هېوادونو لپاره د هیلې د وسیلې په توګه، او په نړیوالو اړیکو او پالیسۍ جوړولو کې د نفوذ د یوې مهمې لارې په توګه.
د نړیوالو چارو کارپوهانو په خپلو څرګندونو کې نرم ځواک د هېوادونو لپاره د نفوذ، پایښت او نړیوالې ډيپلوماسۍ مهمه وسیله بللې ده.
د دوی په باور «نرم ځواک» د کوچنیو هېوادونو لپاره د لويې ډیپلوماسۍ غوره چانس دی. سربېره پر دې پرې کولای شو خپل اغېز په شته امکانات څو چنده کړو.
د “نرم ځواک” پښتو کتاب اوس د کابل ترڅنګ په لوګر، ننګرهار، غزني، کندهار، خوست او مزار شریف کې د بېلابېلو کتابپلورځیو له لارې د کتاب مینهوالو ته رسېدلی دی.























































