ژباړه: حامد بهیر
اول حکمت:
دا مې ترې نه زده کړل چې د الله(ج) چې څه لیکلي وي هغه حتمن پېښږي. ۱۰۰۰ معصوم کوچنیان یې له منځ یوړل د دې له پاره چې موسې (ع) را نه شي او د پاچاهۍ تخت او تاخ یې د غنیمت په ډول ترې وا نه خلي، عزت یې په ذلت باندې بدل نه کړي؛ خو چې د الله (ج) خوښه وه نو په خپل لاس یې تربیه کوي، ساتنه یې کوي او خیالي خوبونه یې په حقیقت باندې بدلیږي.
دوهم حکمت:
دا مې ترې زده کړل چې ټول زوړنه د الله (ج) په تصرف کې دي او د انسان له تصرف نه بیرون دي. کله چې موسې (ع) یې د مور له غیږې او مینې نه محروم کړ، الله (ج) همدا د فرعون ښځه (اسیه) ورته د مور په ځای باندې پیدا کړه، چې د هغه په مهربانه او له مینې ډکه غېږه کې رالوییږي. ده هغه بې موره کړخو الله (ج) ورته یوه بله مهربانه مور (اسیه) ورکړه.
درېیم حکمت:
له ژوند مې یې دا زده کړل چې یو څوک نه شي کولای په خپل ټول زور او قوت سره یو څوک بې لارې کړي او یا یې بدې لارې ته ور وبولي. هغه وخت چې دی په خپله ناپاکه خوله باندې دا کلمه وایي:
(انا ربکم الاعلی) مانا (زه د تاسو لوی خدای یم) په همغه وخت کې یې ښځه د ده په ماڼۍ کې دننه دا کلمه وایي چې: (سبحان ربی اعلی) یانې (پاکي ده زما لوی رب لره).
څلورم حکمت:
له ژوند مې یې دا زدهکړل چې په یوه کور کې رازونه پټ دي، په يوه کور کې تر یوه چتر لاندې میرمن او خاوند ژوند کوي او یو د بل له رازونو نه ناخبره دي. یو کور کولای شي دوه کسه یو له بل سره وصل کړي، خو اصلي پیوند همغه د زړونو پیوند دی، که څه هم دی له اسیې سره په یوه کور کې ژوند کوي، خو زړونه یې يو نه دي.
پینځم حکمت:
له ژوند مې دا زده کړل چې یو لښکرپه ټول زور او ځواک سره هم نه شي کولای یو مسلمان چې په زړه کې یې کامل ایمان وي، له ایمان نه یې لرې کړي. جادوګرو او قوي لښکرونو موسې(ع) ونه ډاړ کړ، اسیه يې په ډول ډول باندې شکنجه کړه، خو بیا یې هم ونه شو کولای چې له ایمان نه یې لرې کړي.
شپږم حکمت:
له ژوند مې دا زده کړل چې الله (ج) موسې (ع) په څه ډول باندې خپلې مور ته ور ستون کړ، دا جمله بیانوي:
(هل ادلکم علی اهل بیت یکفلونه)
بل دا چې لوی او شریف ورور یې چې د نبوت لوی مسولیت یې په غاړه دی، د دې پروا نه کوي او په افتخار سره وایي چې:(هو افصح لسانا) مانا هغه هارون (ع) په خبرو کې له ما نه زیات فصیح دی.
اووم حکمت:
له ژوند نه مې دا زده کړل چې الله (ج) ستا بیخ او بنیاد د بشري پوجونه په وسیله له منځه یو نه وړل، بلکې په نرم مخلوق یې چې اوبه دي له منځه وړي. د دې له پاره چې خلک پوه شي، هر څه چې د ځمکې په مخ دي، د قهار، جبار او رحمن خدای(ج) لښکر دی.