لیکنه: عبدالوهاب مومند
مطالعه تړلي ذهنونه پرانیزي او د بندو افکارو د ازادۍ لامل ګرځي، لکه څنګه چې کتاب او اوبه په ناورین کې دي، یو له لږ کارېدو څخه او بل له زیاتو کارېدو څخه؛ همدارنګه د لوست عالمان وايي: د کتاب مطالعه حافظه پياوړي کوي او رواني فشار کموي خو د دې ترڅنګ د ځینو کتابونو په لوست باندې ویاړ کېدای شي، چې د هغو کتابونو له جملو څخه یو هم «صحیح البخاري» دی؛ څومره به ښه وي چې لومړی د یاد اثر مؤلف «امام بخاري رحمه الله» باندې لږ وغږېږو: د دې کتاب مؤلف «محمد بن اسماعيل بخاري» رحمة الله علیه دى، چې د اهل سنتو معتبر حديثي کتاب بلل کېږي. امام بخاري دا کتاب په شپاړسو کلونو کې تاليف کړى، چې اوه زره پینځه سوه دري شپېته (٧٥٦٣) احاديث لري. (محمد بن اسماعيل بن مغيره بن احنف جعفي)، چې په «امام بخاري» باندې مشهور دى، کنيه يې «ابوعبدالله» او د «شوال» پر اولسم ١٩٤ سده کې زېږېدلى دى.
د امام بخاري د احاديثو کتاب په صحيح بخاري باندې مشهور او د اهل سنتو له «صحاح سته وو» ځنې دى، چې ورته تر قرآن وروسته صحيح کتاب ويل کېږي. امام صاحب خپل کتاب ته د (الجامع الصحيح المسند من حديث رسول الله وسننه وايامه) نوم غوره کړى؛ خو په خلکو کې په (صحيح البخاري) مشهور دى. د نوموړي کتاب اوه زره پینځه سوه دري شپېته ( ٧٥٦٣) حديثونه بې تکراره پکې دوه زره شپږسوه دوه ( ٢٦٠٢) احاديث دي، چې له شپږسوو زرو (٦٠٠٠٠٠) احاديثو يې را اېستي یا استخراج کړي دي. د امام بخاري نور اثار لکه: الادب المفرد، الاسماو الکني، تاريخ صغير، تاريخ اوسط، تاريخ کبير، ثلاثيات بخاري او السنن ته اشاره کړاى شو؛ بلاخره نوموړی ستر امام د کمکي اختر په شپه په ٢٥٦ سده سمرقند ته نږدې د خرتنګ په کلي کې وفات شو.
راځم خپلې خبرې ته؛ کوم کتاب چې ما د درېیو ماشتو په شاوخوا کې د خپلې تحقیقي پروژې لپاره لوستی، د (صحیح البخاري) پښتو شرحه (النهر الجاري) اثر و، چې پښتو ژباړه، څېړنه او تخریج یې شیخ الحدیث مولانا عبدالقدوس ترسره کړی دی، دغه اثر په یوولس (۱۱) جلد «ټولګو» کې په ډېر ټيټ کیفیت سره د فیضي کتابخانې له خوا په پېښور کې چاپ او خپور شوی دی، چې د هر جلد حجم یې د پنځه سوه (۵۰۰) مخو نه بره (پورته) حسابېږي. د «النهر الجاري» کتاب د متن یو ستر نواقص (نیمګړتیا) دا ده، چې د لیکدود بڼه یې اردو ده او په ځینو ځایونو کې بیخي صریحاً اردو متن هم موندلی شو، خو له بلې خوا پښتو ژبه د علومو اکاډیمۍ په کچه خپل ځان ته معیاري لیکدود او بڼه لري چې په یاد اثر کې پاملرنه ورته شوې نه ده. د دیني متونو د ژباړې یوه ستونزه دا ده چې ژباړونکي د ډېر احتیاط له مخې د دویمې مقصد ژبې (پښتو) څخه لومړۍ (عربي) ژبې ته ژمن پاتې کېږي، چې دا بیا د ژباړې اصول ماتوي او ژباړونکی هوبهو (کټ مټ) متن را ژباړي او د دویمې ژبې ګرامر ته پاملرنه نه کوي، زه نه وایم چې د لومړۍ ژبې څخه دې دویمې ژبې ته هوبهو متن ونه ژباړل شي، خو د ژباړې اصول موږ ته دا را زده کوي چې څنګه د لومړي ژبې د متن معنا او حجم دی، همداسې دې د دویمې مقصد ژبې بڼې ته د خپل ګرامري اصولو په چوکاټ کې وژباړل شي، چې دا بیا ناروغ متن نه، بلکې سالم او روغ متن لوستونکو ته پرېدي، کېدای شي د عالم ژباړونکي د دې احتیاط بل لامل دا هم وي، چې د دوی په فکر د ناقصې ژباړې له امله د کوم ګناه مرتکب نه شي، چې دا بیا غلط تعبیر دی. په یاد کتاب کې د ګرامري اصولو له مخې ډېرې نیمګړتیاوې وې، چې حتی د متن لوست په برخه کې په ډېري ځایونو کې مطلب نه شوی اخیستل کېدای، خبر په مبتداء کې ور ښکېل و، مفعول کله نا کله فاعل ته ور غورځېدلی و، او د ربط په کلمو کې له اغراق څخه کار اخیستل شوی و، همدارنګه د صحیح بخاري پښتو ژباړه ډېره ګوډه ماته وه، حتی ګومان کېږي چې د یاد کتاب د ژباړې او تفسیر چارې له عربي نه، بلکې له اردو ژبې څخه پښتو ته اړول شوی دی، چې دا بیا له ژباړې – ژباړه ده، خو له بلې خوا د داسې مهمو کتابونو معیاري کېدل پښتنو لوستونکو ته ډېره اړینه او ضروري بولم چې د متن په سهولت او اسانوالي باندې یې لا خواري پکار ده.
د لیکنې اصلي موخه مې دا وه چې په صحیح بخاري کې د امام قتیبه رحمه الله ونډه څه ده؟
امام المحدثین شیخ الاسلام قتیبه بن سعید رحمه الله لکه څنګه چې د امام بخاري رحمة الله علیه استاد پاتې دی او د احادیثو په روایت کې د خپل استاد «امام مالک رحمه الله» له خوا د ذهین او دقیق محدث لقب ورکړل شوی، چې په صحیح بخاري کې د درې سوه اته (۳۰۸) احادیثو څخه چې تکراري احادیث ترې وباسو نو دوه سوه اتیا (۲۸۰) احادیثو برخه ګڼل کېږي، چې امام قتیبه رحمه الله یې راوي پاتې شوی دی. زما د اوسني تحقیق له مخې چې د امام قتیبه بن سعید رحمه الله په اړه دی، دغه شمېر حدیثونه مې له صحیح بخاري نه تخریج، د ژباړې چارې ګرامري اصول او د فقه الحدیث (یعنې د حدیث ګټه او فایده) د فتح الباري د کتابونو په مرسته ترسره کړي دي، چې د یاد تحقیق دغه برخه زما لپاره یوه ستړې کېدونکې او سخته پیل بلل کېده چې اوس مهال د صحیح المسلم په مطالعې بوخت یم او دغه مقاله به په راتلونکي کې را وڅېړو چې په صحیح مسلم کې (د امام قتیبه رحمه الله ونډه) څه ده؟
درنښت
۱۴۰۳ د حوت ۲۶مه