نن د جولای ۲۸مه د زیړي نړیواله ورځ ده. زېړی ټوله نړۍ کې د ميليونونو انسانانو د مړینې لامل کېږي او د قربانيانو شمېر يې هر کال زياتېږي.
د ا.ا د عامې روغتیا وزارت نن په همدې مناسبت جوړې کړې غونډې کې وویل، د نړۍ په کچه افغانستان کې د تور زېړي ناروغان ډېر نه دي، په تېرې یوې لسیزې کې سل زره کسان پرې اخته شوي دی.
د عامې روغتیا مسوولینو په وینا، ۷۰زره کسان په هیپاټیټ بي او ۳۰ زره په هیپاټیټ سي اخته دي. یوازې په تېر کال کې د زېړي ۱۵ زره پېښې ثبت شوی چې ۱۲زره یې د هیپاټیټ بي یا تور زېړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان شمېرو له مخې نرۍ کې څه باندې ۳۰۰میلیونه کسان پر زېړي اخته دي.
د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فضلرحیم وردګ وایي، زیړی وېروسي ناروغي ده، چې د یو ډول ځانګړي میکروب له لارې انسانانو ته انتقالېږي.
د نوموړي په وینا زېړی پنځه ډوله دی، اې، بي، سي، ډي او اي.
اې او اي زېړي د خوړلو له لارې انتقالېږي دوه یا درې ورځې دوام کوي او درملنې ته اړتیا نه لري.
ډي او سي زېړی د وینې له لارې انتقالېږي. اوږدمهاله دی، او که درملنه یې ونشي د ّیګر د سرطان لامل کېږي.
تور زېړی یا (hepatitis) د ځیګر ناروغي په نامه یادېږي. ځیګر د انسان په بدن کې تر ټولو غټ او خورا مهم غړی دی.
په نوره نړۍ کې د ځیګر د ناروغۍ یا (هیپټایټ B او C) یو اصلي لامل د الکولو زیات استعمال دی، خو له بده مرغه په افغانستان کې دا ناروغۍ په اسانۍ سره خپرېږي او شمېر یې ورځ تر بلې زیات شوی دی.
په امیندوارو ښځو کې د تور زېړي په اړه مې له ډاکټر صاحب فضلرحیم وردګ څخه وپوښتل نوموړي وویل، تور زېړی له مور څخه ماشوم ته د نارمل او سیزرین دواړه زېږون له لارې ځي، خو کومه مور چې ماشوم ته شیدې ورکوي، ماشوم ته یې د ناروغۍ د انتقال ګواښ نشته.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د تور زېړي د خپرېدو اصلي لاملونه له ناروغ سره نږدېوالی، په یو لوښي کې خوراک کول، له یوې پېچکارۍ، په نشهیي توکو روږدي او یا هم د وېښتانو د خریلو له یوه پل څخه د ډېرو کسانو لپاره کار اخيستل په ګوته شوي دي.
د خپرېدو یو لامل یې دا دی چې زمونږ په ټولنه کې دې ناروغۍ ته لکه څنګه چې باید پام او مخنیوی وشي، نه کېږي.
د تور زېړي ناروغي نښې کومې دي؟
د بدن کمزورتیا، د ادرارو د رنګ توروالی، د اشتها کموالی، د پوستکي د رنګ ژېړوالی، خارښت او د ستومانۍ احساس، تبه، کانګې، نس ناستى، د سترګو سوی، سستي او بې حالي، له غوړو څخه بد راتلل یې مهمې نښې دي.
په پرمختللي پړاو کې یې د ناروغ سر ګرځي او د بدن ځینې برخې لکه نس او پښې پړسېږي.
د تشخیص لارې یې کومې دي؟
۱ـ د وینې معاینه
۲ـ بایويسي یا د ځیګر د ټوټې اخیستل
د یادولو ده چې د جولای ۲۸مه ځکه د زیړي د نړیوالې ورځې په توګه ټاکل شوې چې د هیپټایټیز بي وېروس (HBV) د کشفوونکي او د نوبل د سولې جایزې د ګټونکي شډاکټر «باروچ بلمبرګ» د زیږون ورځ ده.